د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

امریکا لاهم په افغانستان کې په وسله واله جګړه کې ښکیل دی


له واشنګټنه خپریدونکي ورځپاڼه [The Hill] د امریکا د دفاع وزارت د حقوقي سلاکارسټيفن پریستول په حواله لیکي: په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پوځي ماموریت د تیرکال په ډیسیمبرکې پای ته ورسید، خو دا هېواد لاهم په افغانستان کې په وسله واله جګړه کې ښکیل دی.

دې ورځپاڼې د جګړې له ډګره د امریکايي عسکرو یوشمېر عسکونه هم خپاره کړي او د پریستول په وینا لیکي چې د نړېوالو قوانینو پراساس، امریکا په افغانستان کې د القاعده او وسله والو طالبانو پرضد جنګیږي.

د امریکا د دفاع وزارت دې سترحقوقي مشاور ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضورکم شوی او ماموریت یې محدود شوی خو دښمني لا هم روانه ده.

سټیفن پریستول په افغانستان کې د امریکا عملیات مهم بللي او وايي چې دښمن یې مقاومت جاري ساتلی دی.د هیل لیکي:

دا خبرې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د دې اعلان سره په تضاد کې دي چې ویلي وو، د افغانستان د ماموریت د پای ته رسیدو سره یې، د هېواد ترټولو اوږده جګړه، مسئولانه پاي ته ورسیده.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه په بریتانیا کې یوه افغان ته چې پخوا د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان شخصي باډیګارډ وو، د سیاسي پناه په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې په بریتانیې کې د کډوالو د محکمې قاضي، د بریتانیې د کورنیو چارو د وزارت پریکړه رد کړه او دې افغان ته یې د انساني ارزښتونو پراساس، سیاسي پناه ورکړه.

د دې افغان هویت پټ ساتل شوی دی.

دې افغان چې 32 کلن دی، ویلي چې د کندهار د یوه والي د زوي د قتل په تور یې 4 کاله بند هم تیر کړی دی.

دی له زندانه تر تیښتې وروسته، څه موده پټ وو او بیا بریتانیې ته تښتیدلی دی.

دې افغان قاضي ته ویلي چې پلاریې مجبور شوی وو چې د وسله والو طالبانو سره یوځای شي او دی د خپل پلار د امنیت په خاطرد هغه ساتونکی وو.

د بریتانیې بلې ورځپاڼې، انډپنډنت د هرات په یوه ښوونځي د زده کوونکو د مسمومیدو په اړه مقاله خپره کړې او د چارواکو په حواله لیکي چې ښايي افراطي ډلې په دې پيښه کې لاس لري.

ورځپاڼې لیکلي:

نږدې سل زده کوونکي چې شورنخود یې خوړلي وو، د نس د شدید درد له امله روغتون ته ولیږدول شول.

ګارډین وايي، هغه سړی چې پردې زده کوونکو یې شورنخود خرڅ کړي وو، نیول شوی او دا چې په هرات کې چارواکو د پيښې په اړه څيړنې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG