د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

جواد ظريف له نواز شريف او راحيل شريف سره د يمن په اړه خبرې کړي


د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پاکستان ته د خپل سفر په پاى کې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې هېواد له صدراعظم نواز شريف او د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره وکتل او په دوه اړخيزو او سيمه ييزو اړيکيو سربېره يې ورسره د منځني ختيځ په وضعيت خبرې وکړې.

د پاکستان د دولتي ټلويزيون د راپور له مخې؛ صدراعظم نواز شريف له جواد ظريف سره په کتنه کې د يمن د شخړې د سوله ييز حل پر ټينګار سربېره اندېښنه وښوده چې د دې هېواد سياسي بې ثباتي به نورو هېوادونو ته هم ګواښ پېښ کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړى چې د پاکستان په پارلمان کې په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ په عرب اېتلاف کې د ګډېدو يا نه ګډېدو په اړه بحثونه روان دي.

په عين حال کې نواز شريف له ظريف سره د يمن د موضوع د څېړنې پر مهال په دې هېواد کې د غېر جمهوري قوتونو له خوا د قانوني حکومت پر پرزولو ژوره اندېښنه ښودلې او يو ځل بيا يې ټينګار کړى چې پاکستان به د عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې ورسره مرسته وکړي.

بل خوا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي چې د ايران د بهرنيو چارو وزير له جنرال راحيل شريف په کتنه کې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړيکيو او سرحدي تنظيم په ګډون د سيمې په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او يمن په امنيتي وضعيت بحث وکړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزير تر هغې وروسته پاکستان ته سفر وکړ چې د دې هېواد د دفاع وزير څو ورځې وړاندې تاييد کړه چې سعودي عربستان ترې په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد په روانو پوځي عملياتو کې د جنګي الوتکو؛ بېړيو او پوځيانو مرسته غوښتې ده.

خو له بلې خوا بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ايران د بهرنيو چارو وزير دا سفر د يمن په وروستي وضعيت پورې تړاو نه لري؛ بلکې اسلام اباد ته د جواد ظريف سفر له مخکې پلان شوى و.

د دې وزارت وياندې تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ خپلې اوونيزې خبري غونډه کې د وينا پر مهال وويل چې پاکستانيو چارواکيو د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې؛ د ترورېزم د مخنيوي او افغانستان و يمن په وضعيت خبرې وکړې:

"دواړو خواوو په يو لړ سيمه ييزو مسالو او همداراز د افغانستان او يمن د وضعيت په اړه مفصلې خبرې وکړې. د يمن په اړه دواړه هېوادونه په دې سلا شول چې د دې هېواد د روانې شخړې د ختمولو لپاره بايد ټولې ښکېلې خواوې وهڅول شي چې خپلې ټولې ستونزې د خبرو اترو لارې حل کړي او د روان کړکېچ سياسي حل راوباسي."

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب اېتلاف په يمن کې د دې هېواد د حکومت په ملاتړ پر حوثي ياغيانو هوايي حملې پيل کړي او له پاکستانه يې د پوځي مرستې غوښتنه کړې؛ خو پاکستان لا تر دې دمه په عرب اېتلاف کې د ګډېدو يا نه ګډېدو پرېکړه نه ده کړې.

له بلې خوا د دې هېواد يو شمېر اپوزيسيون ګوندونو پر نواز شريف غږ کړى چې په يمن کې د اړخ اخيستو پرځاى د منځګړي رول ولوبوي او د شخړې د سياسي حل لپاره دې له ډيپلوماټيکو لارو چارو کار واخلي.

دوى په دې باور دي چې که چيرې پاکستان د يمن د جګړې لپاره سعودي عربستان ته پوځ ولېږي؛ نو په دې هېواد کې به د مذهپي تاوتريخوالي پېښې لا زياتي شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG