د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷

"په قبایلو کې به ترهغې عملیات دوام کوي څوترهګري په بشپړه توګه ختمه شوي نه وي"


د پاکستان صدراعظم نوازشريف وايي، په قبايلي سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد به پوځي عمليات ترهغې دوام ولري، ترڅو چې د پاکستان په هره برخه کې ترهګري په بشپړه توګه ختمه شوې نه وي.

نوموړى زياتوي، چې ترهګرۍ پاکستان ته ډېر زيان رسولى، په زرګونو خلک يې وژلي او دا هېواد يې له اقتصادي شا تګ سره مخ کړى دى.

نواز شريف دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سند ايالت په مرکز کراچۍ کې ددې ښار د سوداګرو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

نواز شريف، چې په کراچۍ د ترهګرو او په جنايي جرمونو کې د ککړوکسانو پرخلاف د پيل کړو ستراتېژيکي عملياتو د ارزونې لپاره دې ښار ته سفرکړى و، د دغو عملياتو په لاسته راوړنو يې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل:

"په پاکستان کې دننه چې کومې وسله والې ډلې دي او د خلکو وينې تويوي، د دې هېواد د ټولو سياسي ګوندونو په خوښه مو د هغوى په ضد ملي پلان جوړ کړى، چې په ټولو ايالتونو کې د پلي کېدو په حال کې دى. د ترهګرو پر ضد چې مو کوم عمليات پيل کړي، دا به د وروستي ترهګر تر وژلو پورې دوام ولري."

نوموړى په داسې حال کې کراچۍ ته سفر کړى چې پاکستانيو ځواکونو څو ورځې وړاندې په دې ښارکې د يوه سياسي ګوند ايم کيو ايم پر مرکزي دفتر چاپه ووهله او په وينا يې، چې له دغه مرکز څخه په جنايي جرمونو، هدفي وژنو او نورو جرمونو کې ککړ ګڼ کسان ونيول.

د نواز شريف په خبره، په کراچۍ کې د ستراتېژيکو عملياتو له امله په دې ښارکې د تاوان لپاره د تښتونې، هدفي وژنو او نورو ناامنيو پېښې کمې شوي او ښايي په راتلونکي کې په بشپړه توګه له ختمې شي.

نوازشريف همدا راز وويل چې په سيمه کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره له ګاونډيو هېوادونو سره په تماس کې دى او دوى له هر ګاونډي هېواد سره د ښه ګاونډيتوب تګلاره عملي کوي:

"له افغانستان سره ښې اړيکي لرو، له هندوستان سره هم د ښو اړيکيو ټينګولو هيله لرو او تمه لرو، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکيو لرل به په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره ګټورې ثابتې شي."

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو د جاري ساتلو اعلان په داسې حال کې کوي، چې ددې هېواد پوځيانو په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو قبايلي سيمو کې پوځي عمليات تېز کړي، چې په نتيجه کې يې د زرګونو وسله والو د وژلو او د هغوى د نېټ ورک د له منځه وړلو ادعا کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG