د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

په کابل کې د فرخندې په نوم یو بنسټ جوړیږي


که څه هم د فرخندې په ځوان جسد لګیدلی اور او د هغې له معصومیته ډکه هیبتناکه څیره به په کلونو کلونو د خلکو له ذهنه ونه وځي، خوله دې سره سره بیا هم د دې ځوانیمرګې کورنۍ غواړي چې د دې په نوم یو بنسټ جوړ کړي.

د فرخندې کورنۍ وایي، له دې سره به د فرخندې نوم د خلکو له ذهنونو نه وځي او د دې بنسټ په لیدو به خلکو ته د دې مبارزه او نا هیلي وریادیږي.

د فرخندې ورورمجیب الله ملکزاده د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو وویل چې دا بنسټ به د فرخندې هغه اهداف تعقیوي چې دې په خپل ژوند کې درلودل او د همغو اهدافو په لاره کې قرباني شوه:

″د دغه بنسټ هدف د فرخندې خپل هدف دی، د فرخندې خپله هیله ده چې په دوه ډوله دي لومړی د فرخندې دا هیله وه چې انسان باید په حقیقت کې خپل انساني مقام ته ورسیږي، او د ظالم پړ وړاندې مبازره، دوهم دا چې هغه یوه ښوونکې وه او مینه یې درلوده څو خپلې مفکورې نورو خویندو او ورونو ته ورسوي.″

فرخنده تیره پنجشنبه د شاه دوشمشیره جومات په سیمه کې په دې تور د خلکو له خوا په وهلو ډبولو مړه شوه چې قران شریف ته یې اور ورکړی دی.

خو اوس چې دا حقیقت معلومیږي چې فرخنده د تعویذ لیکوونکو د دسیسې ښکاره شوه، ټول هغه کسان چې د دې په قتل کې لاس درلود پښیمان ښکاري.

یوه کس، خو په خپله فیس بوک پاڼه کې ویلي، له هغې وروسته یې چې فرخنده په ډبرو او سوکانو ویشتلې اوس هره شپه په خوب کې ویریږي.

فرخندې د وژل کیدو پرمهال ټولو ته د مرستې غږونه کول او د مرستو لاس یې ور غځاوه، خو هیچا یې لاس نیوی ونه کړ او هماغه وو چې له خپلو ګڼو ارمانونو سره یې د قهریدلو او نامحرمه نارینه وو ترګونډو او لغتو لاندې ساه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت او د فرخندې د وژل کیدو د قضيي څیړلو ته ځانګړی کمیسیون وایي چې فرخنده بې ګناه وه او دې د تعویذ لیکونکو په وړاندې مبارزه پیل کړې وه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړې او د ښځو فعاله نسیمه نیازۍ د فرخندې په نوم له جوړیدونکي بنسټ څخه هرکلی کوي او وایي، سوداګرباید له دې بنسټ سره مالي مرسته وکړي.

فرخنده ولاړه، خو اوس له خلکو سره د ورته پیښو د تکرار ویره شته.

د کابل د علماوو شورا له همدې امله له حکومته وغوښتل، چې د هغو کسانو مخنیوي وکړي، چې د تعویذ لیکلو په اصولو نه پوهیږي او یوازې خلک غولوي.

له دې سره عام خلک هم له حکومته غواړي، چې د فرخندې په وژلو کې ښکیل کسان محاکمه کړي تر څو په راتلونکې کې د ورته پیښو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG