د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

ستانکزی: داسې سوله نه غواړو چې د افغانستان په غلامی تمامه شي


د سولې عالي شورا مسوولین وايي، افغان حکومت داسې سوله نه غواړي چې د افغانستان د خلکو په غلامۍ تمامه شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشامشرمعصوم ستانکزي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې کولې.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په کور دننه او بهرد افغان سولې په اړه خبرې ګرمي دي د سولې عالي شورا چارواکي هم په دې برخه کې د یوه لړ پرمختګونو خبر ورکوي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر وايي چې د سولې د خبرواترو لپاره سیاسي اراده موجوده ده او وايي چې دغه خبرې به د ملي ګټو په نظرکې نیولو او د افغانستان د خلکو په مشوره ترسره شي.

د دې شورا د دارالانشا مشرمعصوم ستانکزي د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې مقابل لوری هم یولړغوښتنې لري او په ځانګړي ډول د سولې خبرې باید په ریښتیني ډول ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت داسې سوله نه غواړي چې د خلکو په غلامي یې تمامه شي:

″نه د افغانستان مشران او نه هم خلک داسې سوله غواړي چې هغه دې د افغانستان په غلامۍ تمامه شي، موږ باید په دې خاطر پوره اطمینان ولرو، موږ د نړۍ د ټولو هېوادونو سره ښه اړیکې غواړو، ماحول تغیر کړی دی، ځیني کسان داسې وايي چې پاکستان مخکې ولې د سولې خبرو ته نه راته چې اوس راځي، په سیمه کې ماحول او شرایطو تغیر کړی دی، موږ باید په یو تدبیر سره مخ په وړاندې ولاړ شو.″

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې د سولې په پروسه کې پاکستان ته د امتیاز ورکولو په هدف د ولسي جرګې د غړو د انديښنو ځوابولو په هدف کولې.

نوموړي زیاته کړه، که پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې په خپله ګټه کوم کارکوي دغه هېواد هم خپلې ملي ګټي په پام کې لري.

دغه اندیښني پرداسې مهال راپورته کېږي چې د تیرې سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې ریس ویلي وو که چېرې وسله وال طالبان د پاکستان د استخباراتو له ادرسه خبرو ته اماده شي دا به د پاکستان یوه نوې دسیسه وي.

خو تردې وړاندې وسله والو طالبانو د افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو هرډول اماده ګي رد کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، تردا مهاله د سولې په اړه خبرې نه دي پیل شوي خو ډاډ ورکوي چې په دې خبروکې به شفافیت په نظر کې ونیول شي او په دې برخه کې به هیڅ ډول معامله هم ونه شي.

د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، تراوسه یوازې د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده، هغه هیله وښوده چې دغه خبرې به په نږدې راتلونکي پیل شي:

″د سولې زمینه برابره شوې ده، موږ د کارونو په ابتدايي مرحلو کې یو، موږ انشاالله هیله مند یو چې په راتلونکي کې یې خبرې هم پیل شي، همدغه لحظه چې زه ستاسو سره خبرې کوم خبرې نه دي پیل شوي.

زه تاسو ته اطمینان درکوم چې شفافیت موضوع یوه د مهمو موضاعاتو څخه ده چې د سولې په خبرو کې به په نظر کې ونیول شي.″

ښاغلي رباني زیاته کړه چې د سولې په خبروکې به د خلکو لاسته راوړنوته هیڅ ډول زیان ونه رسیږي او د خلکو سره به په مشوره ترسره شي.

خو د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهرقدیرله حکومته وغوښتل چې د سولې د خبرو ترپیل مخکې خپل کاري پلان ترتیب او د تایید لپاره یې دوی ته وسپاري.

راپور: سیدکمال شاه عارف

XS
SM
MD
LG