د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

په هلمند کې موټربم چاودنې ۷تنه وژلي او ۲۱يي ټپیان کړي


د هلمند په نننۍ موټربم چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او یوویشت نورټپیان شوي دي.

د هلمند مرستیال محمد جان رسولیارپه سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل، چې ټپيان او وژل شوي ټول عام وګړي یا د ملکي ادارو مامورین دي.

په ټپیانوکې د نادعلي ولسوال، د هلمند د والي ویاند عمرځواک، د هلمند د کرنې ریاست سرپرست او یو شمېر نور کسان شامل دي.

حمله نن د یوولسو بجو په شااوخوا کې د ولایت مقام ته څیرمه هغه مهال د یوه مازدا موټر په وسیله، چې چاودیدونکي توکي په کې بار وو وشوه، چې د ولایت دننه د اختطاف د مخنیوي په هدف غونډه روانه وه.

تراوسه کومې مخالفې ډلې د دې حملې مسولیت نه دی اخیستی.

پخواني:

د هلمند د ولایت د مقام مخې ته د موټر بم یوه درنه چاودنه شوې او مرګ ژوبله هم لري.

په سیمه کې زموږ خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې له چاودنې وروسته یې مړي او ټپیان لیدلي، خو تر اوسه د هلمند چارواکو د دې حملې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدانو ویلي چې په ټپیانو کې د هلمند د والي ویاند عمرځواک هم شامل دی.

زموږ خبریال وایي چې چاودنه د یوه مازدا موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو، شوې ده.

د چاودنې له امله د هلمند د مقام ودانۍ او په تیره بیا د مطبوعاتو څانګه ډیره زیانمنه شوې ده.

تر اوسه چا د دې حملې مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG