د تبتي بودایانومعنوي مشرڅه موده مخکې اعلان وکړ چې د ده له میړنې سره ښايي د دلاي لاما ګانو دا سلسله پای ته ورسیږي او ښايي دی تر مرګ وروسته بیرته را ونه ګرزي.
د بودایانو د عقیدي پر اساس،انسان تر هغو نړۍ ته راځي چې د خپلو عمالو (کارما) حساب او کتاب بشپړ کړي.
د بوداییانو په باور څو چې د انسان د ښوو او بدو وزن سره برابریږ شي او انسان د خپلو اعمالو له حساب و کتابه پاک شي؛ هغه وخت له معنویت سره د یوځای کېدو درجې ته رسیږي او د مرګ او ژوند له تکراره خلاصیږي.
دلای لاما وویل، دی ښايي تر مرګ وروسته بیرته نړۍ ته را نه شي.
دې مسالې چې څوارلسم دلای لاما اوس نهه اویا کلن شوی او که دی مړ شي؛ پر ځای به یې څوک راځي. دی مسالې د چین د کمونست ګوند رهبران اندیښمن کړي او د دې هیواد د پارلمان غړو په پیکنګ کې په خپله وروستۍ کلنۍ غونډه کې مطرح کړه .
چینايي چارواکو استدلال وکړ چې کمونست حکومت د دلای لاما د ځای ناستي ښه ساتنه کولای شي چې لاماګان، لوی بودايي رهبران، د بوداییانو یو مقدس جهیل او خدايي خوبونه شامل وي.
دلای لاما ویلي:
"دا به غوره وي چې د لاما ګانو دا سلسله چې له پخوانیو زمانو را پاتې ده؛ د داسې دلای لاما په ژوند ختمه شي چې ډيرو ته محبوب ګڼل کیږي."
په تبت کې له څوارلسمې پيړۍ راهیسې؛ د بوداییانو یوه مذهبي مشر ته د (دلايی لاما) نوم ورکول کیږي او د هغوی په باور دا مقام له یوه مشره بل ته د روح د تناسخ له لارې لیږدول کیږي.
دلای لاما څوکاله مخکې یو تن د (پانچن لاما) په توګه انتخاب کړ؛ یعنې هغه څوک چې د اوسني دلای لاما تر مرګ وروسته؛ د هغه ځای ناستی وټاکي؛ خو د دغه سړي په اړه هیڅ معلومات نشته او نه ده څرګنده شوې چې هغه چیرته اوسي.
چینايي چارواکو تردې مخکې هم اعلان کړی و چې د راتلونکي دلای لاما د ټاکلو پریکړه به کوي.
د چین د کمونست ګوند چارواکي غالباً د پنځلسم دلای لاما په توګه د داسې چا انتخاب غواړي چې د تبت په خاوره کې د چین حضور او حکم منلو سره موافق وي؛ ځکه نو یو شمېر څیړونکي باور لري چې که چېرې د تبت د دلای لاماګانو سلسله ختمه اعلان شي؛ د چین حکومت ته به د اوسني دلای لاما شدیده او وروستۍ ضربه وي.
د چین د کمونست ګوند یوه غړي چې د تبت د چارو مسول وو؛ په پیکنګ کې خبریالانوته وویل چې موجود دلای لاما د نوي دلای لاما په ټاکل کېدو یا نه ټاکل کېدو کې د خبرې هیڅ حق نه لري.
د چین د کمونست ګوند مرستیال او هلته د مذهبي چارو مسوول ویلي؛ دلای لاما په خپله دې خبره چې د لاما ګانو سلسله به د ده له مړینې سره پای ته ورسیږي؛ پر مذهبي دودونو لوبې پيل کړې او حق نه لري چې د خپل ځای ناستي د موجودیت یا نه موجودیت پریکړه وکړي.
څوارلسم دلای لاما له نولس سوه نهه پينځوسم کال راهیسې د تبتي بوداییانو مذهبي مشر دی او په تبت کې د چین د حکومت د فشارونو له امله مجبوره شو چې هند ته وتښتي او هلته په جلاوطنۍ کې وخت تیروي.
که چیرې دی اعلان وکړي چې ځای ناستی نه لري او د دلای لاما ګانو وروستی دی؛ د چین حکومت په تبت کې له سیاسي لانجو سره مخامخ کیدلاي شي.
دلای لاما د تبتي بوداییانو او د دې سیمې د اوسیدونکو چې له چینه خپلواکي غواړی؛ سیاسي رهبر هم و؛ خو څه موده مخکې یې اعلان وکړ چې نور سیاست فعالیت نه کوي او غواړي چې خپلو معنوي فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
د نیویارک د کولمبیا پوهنتون د معاصرو تبتي مطالعاتو مسوول رابرت برنت وايي:
"دلای لاما چینايي چارواکو ته دا ور په زړه کوي چې د ده له نظره او غالباً د ټولو تبتیانو له نظره؛ چینایان په دې چارو کې د پریکړې کولو اعتبار نه لري.
د تبت خلک باور لري چې دلای لاما به د تبتي بودیزم د سلسلې جاري ساتلو لپاره تر مرګ وروسته؛ په بله څیره کې حتمی را څرګنیدیږي او د بودایي راهبانو دا لړۍ به جاري وساتي.
پروفیسر بارنت وايي:
"دا چې دلای لاما خلکو ته خبرداری ورکړی چې ښايي د ده تر مړینې وروسته؛ بل دلای لاما نه وي، هدف یې دا دی چې د تبت خلک د دې مسالې اهمیت ته متوجه شي او پر خپلو امکاناتو له سره غور وکړي."
په پيکنګ کې یوه تبتی لیکوال سرینګ وسیر ویلي:
"د تبت خلک به هیڅ کله هم په داسې دلای لاما چې د چین حکومت یې ټاکي؛ باور ونه کړي. خو زه فکر کوم چې دلای لاما به؛ تر مرګ وروسته حتمي را څرګندیږي."