د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

کابل چاپ ورځپاڼو له پاکستان د سره د افغانستان پر اړیکو تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان د سولې د پروسې او له پاکستان د سره د افغانستان د اړیکو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د مشرانو جرګې د رییس له قوله لیکلي هغه سوله نه غواړو، چې هېواد یوځل بیا د پاکستان د څارګرې ادارې د توطیو ښکار شي.

وړاندې په مطلب کې د مسلیمارله خولې ویل شوي که چيرې د پاکستان امتیاز د ډیورنډ کرښه وي، نو موږته د منلو وړنه دی.

بلې خپلواکې ورځپاڼې سرنوشت د پخواني ولسشمرحامد کرزي له قوله لیکلي د سولې خبرې باید افغانستان د پاکستان تر اغېز لاندې رانه ولي.

یاده ورځپاڼه د کرزي له خولې لیکلي که مو د بهرني سیاست کنټرول د بل چا په لاس کې وي، نو له شوروي او انګریزانو سره د افغانانو جګړې بې ګټې کیږي.

محور خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي چې د ملي وحدت حکومت د پنځوس سلنه ونډې مالک عبدالله عبدالله شک ښودلی، چې ولسمشرغني له پاکستان سره د سولې په خبرواترو کې اصلي معلومات له دوي پټ ساتلي.

د ورځپاڼې په وینا چې د افغانستان په ځنیو دولتي ادارو کې هم ورته ګونګسې دي او هم د حکومت پخواني لوړ پوړي چارواکي وايې، په کابل کې د پاکستان سفارت له افغان حکومت سره ژورې اړیکې جوړې کړې او په کورنیو چارو کې يې د مداخلې ترسرحده میلمه پالنه کیږي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي سره له دې چې په کور دننه، سیمه ییزه او نړېواله کچه داسې روحیه شته، چې له طالبانو سره دې افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړي خو د ورځپاڼې د لیکوال په وینا چې یو شمیر کسان هڅه کوي چې د تل په څير د سولې په برخه کې دا ګامونه هم ناکامه کړي.

د ورځپآنې د لیکوال په اند چې افغان حکومت باید دغو دسیسو او تبلیغاتو ته متوجه وي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس خبر وکړی چې د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې وسله والو طالبانو ته د کابینې د 30 سلنه وزیرانو او درېیو ولایتونو ورکړي وړاندیز کیږي.

او په پای کې انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان خلک اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې په برخه کې ټولو اړخونو ته باید په خبرو کې پوره برخه ورکړل شي ترڅو دا خبرې اترې ټولو اوړخونو لپاره د منلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG