د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

سرفراز بګټي: ښه او بد طالبان او وسله وال بلوڅان ټول ترهګر دي


د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې اپوزيسون ګوندونه پر حکومت او امنيتي ادارو کلکې نيوکې وکړې چې وايي؛ په شمالي وزيرستان کې تر پوځي عملياتو وروسته يې بلوچستان د وسله والو د مخنيوي لپاره د پام وړ اقدامات ونه کړل؛ ځکه اوس د دې ايالت په شمالي سيمو ږوب، کلا سيف الله او لورالاى کې هم د ترهګرۍ پېښې کېږي.

د داخله چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي د دغو انتقادونو په ځواب کې وويل چې په بلوچستان کې د تېرو کلونو په نسبت په امنيتي پېښو کې ٤٠ فيصده کموالى راغلى دى او د پېښور تر پېښې وروسته يې حکومت د نوي ملي پلان له مخې د ښو- بدو او هر ډول وسله والو په خلاف عمليات کوي:

"نن د ښو او بدو طالبانو توپير له منځه تللى دى. په ږوب او شاوخوا سيمو کې چې څه پېښې وشوې؛ موږ يې په ضد عمليات وکړل؛ حکومت او امنيتي ادارې چې د هغوى په خلاف اقدامات کوي؛ خو له زوره به کار اخلي، مګر د اپوزيسون ګوندونو دوستان د حکومت له دې کار سره هم مخالفت کوي؛ حکومت خو کوم ترهګر ته دا نه شي ويلاى چې د خداى روى ومنه چاودنه مه کوه."

په بلوچستان کې امنيتي ځواکونو په بلوڅ مېشتو سيمو کې تر بل وخت د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو په ضد عمليات تېز کړي او اکثر د وسلوالو او ملېشه سرتېرو تر منځ نښتې کېږي چې په نتيجه کې يې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې ادعاوې کېږي.

په ايالتي اسمبلۍ کې د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل غوښتنه وکړه چې د بلوڅو په سيمو کې د پوځي عملياتو او د بلوڅو د سياسي فعالانو د مړيو د موندلو د لړۍ په اړه بايد په اسمبلۍ کې بحث وشي او علتونه يې په ګوته شي. د داخله چارو وزير سرفراز بګټي يې په ځواب کې وويل:

"د پوځي عملياتو تر شا ډېر سببونه وي؛ هيڅ داسې پوځ نه وي چې پر خپلو قومونو او خپلو هېوادونو بمبارۍ وکړي. تشدد که په هر نامه وي او هر څوک يې کوي؛ تشدد - تشدد دى، ځکه زه وايم هيڅ مرور بلوڅان نه شته؛ هغه چې په تاوتريخوالي کې لاس لري ترهګر دي؛ که هر څوک وي، که څوک د قوم پر نامه تشدد کوي، که يې د فرقې او مذهب پر نامه کوي؛ هيچاته يې اجازه نه ورکوو. د حقوقو لپاره د جګړې ځاى پارلمانونه دي؛ جمهوري او سوله ييز احتجاجونه دي؛ د توپک اجازه هيچاته نه شته."

سرفراز بګټي په خپلو خبرو کې وويل، چې که په ايالتي اسمبلۍ کې د حکومت او اپوزيسون ګوندونو د غړيو يوه ځانګړې غونډه را وبلل شي؛ نو د امنيت په اړه به يې له مځکنيو واقعيتونو خبر کړي چې د "ار، اين ډي ايس" او نورو استخباراتي ادارو چې پاکستان ناارامه کول غواړي؛ فعاليتونه په څه حالت کې دي او په بلوچستان کې د هغوى د پټې جګړې عمومي حالت څه دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG