د کندز چارواکي له کورنیو چارو وزارته غواړي چې په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد پراخ عملیات پيل کړي.
د هیواد د نورو سیمو په څیر دا ځل د کندز سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د اسلامي دولت ډلې د یو شمیر جنګیالیو د موجودیت خبره کوي او له کورنیو چارو وزارته غواړي چې په پر وړاندې یې عملیات جدي کړي.
د کندز والي محمد عمر صافي د سې شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې د دې ولایت د اوسیدونکو له قوله تاید کړه چې د دې ولایت په څو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې وسله وال لیدل شوي دي.
نوموړی وایي، تر اوسه د چاردرې، ارچي او امام صاحب ولسوالیو له ځینو سیمو څخه چې د تاجکستان سره ګډې پولې لري؛ په دې اړه د خلکو شکایتونه وررسیدلي دي:
"له خلکو دا راپورونه لرو چې په کومو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې مخ پټي شته؛ ولې زموږ کشفي ارګانونه تر اوسه دا نه دي تاید کړي؛ دوی وایي چې د دې کسانو شمېره تر اویا کسانو رسیږي او له ولسوالیو راغلي خلک وایي؛ چې دا کسان له خلکو سره اړیکې نه ساتي."
ښاغلی صافي وایي، تر اوسه د دې کسانو طابعیت ثابت نه دی او نه هم په سیمه کې له چا سره خبرې کوي.
له دې وړاندې په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم د اسلامي دولت ډلې نښې نښانې لیدل شوي او حتي په لوګر کې یې زیارتونه سوځولي او د خلکو ټلویزیونونه او دیش انټنونه یې مات کړي وو.
په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې ته منسوبو جنګیالیو په زابل کې دیرش تنه مسافرین برمته کړي دي.
ولسمشر اشرف غني هم د مونیښ په امنیتي کانفرانس کې وویل چې د اسلامي دولت ډلې د ګواښ محراق افغانستان دی او باید پر وړاندې یې جدي هڅې وشي.
په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي وایي؛ دوی د دې وسله والو د ځپلو لپاره مرکزي حکومت ته طرحې لیږلي او غوښتنه کوي چې مرکزي حکومت یې پر وړاندې ژر اقدامات وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، که څه هم دوی په کندز او یو شمیر ولایتونو کې د هر ډول وسله والو په وړاندې عملیات پیل کړي؛ خو ډير ژر به د کندز خلکو دې اندیښنې ته هم د پای ټکی کیږدي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل؛ د کندز لپاره نوي عملیات په پام کې لري خو د دقیقي نیټې په اړه یې څه نه وایي:
"زموږ هدف او پروګرام واضح دی؛ هره ډله او ګروپ چې خلک ازاروي او د خلکو امنیت ګواښي؛ موږ یې پر وړاندې جدي اقدام کوو؛ که هغه تروریستي شبکې وي او یا د داعش ډله؛ کندز هم زموږ په پرواګرامونو کې دی او د دې ولایت په ځینو سیمو کې امنیتي پروګرامونه لرو هم او دا عملیات ډیر ژر په وسیع شکل هم پیلیږي."
د چارو کارپوهان په شمال کې د تخار، بدخشان او کندز په ولایتونو کې یو په بل پسې د اسلامي دولت ډلې د جنګیالو راښکاره کېدل د اندیښنې وړ بولي او اټکل کوي چې دا جنګیالي له دې سیمو غواړي منځنی اسیا ناارامه کړي.
که څه هم د اسلامي دولت ډله په عربي نړۍ کې په ډیر قوت سره جنګیږي او ډیرې سیمې یې له خپلې ولکې لاندې راوستلي؛ خو د افغان حکومت ځینې چارواکي وایي؛ په افغانستان کې یوازې د دې ډلې موجودیت محسوس دی.