د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۰

"د تعلیم د کیفیت د لوړولو په مقصد یوه طرحه جوړه شوې"


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په عالي موسسو کې یې د تعلیم د کیفیت د لوړولو په مقصد د یوې ملي ستراتیژي طرحه بشپړه کړې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په هدف به ډیر ژر یو ملي او ستراتیژیک پلان معرفي کړي.

د همدې مقصد لپاره د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو په وزارت کې د پوهنې د متخصصینو په ګډون یو دوه ورځنی سیمینار جوړ شو.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري هیله وښوده چې د دې پلان پلي کېدل به د لوړو زده کړو په بهیر کې پرتې ستونزې هوارې کړي:

"اوس هم موږ وینو چې له ډيرو هڅو سره سره بیا هم وروسته پاتې یو؛ د پخواني پلان په اساس ټاکل شوې وه چې سږ کال زموږ د خویندو شمیر د لوړو زده کړو په برخه کې 35 فیصدو ته ورسیږي؛ خو موږ لا هم 20 فیصده یو؛ موږ باید بیلابیلې لارې ولټوو ترڅو دغو ستونزو د حل لار پیدا شي؛ زموږ خصوصي موسسې د پام وړ زیات شوي دي؛ یو شمیر یې متاسفانه چې ښه کیفیت نه لري او دا هم منو چې موږ نه یو توانیدلي چې تراوسه له دغو خصوصي موسسو څخه ښه څارنه وکړو."

ښاغلي بابري وویل چې د دغو ستونزو د حل لپاره د لوړو زده کړو تعلیمي پلان په یوه کال کې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په هڅو جوړاو اوس مهال یي د پلي کېدو په لارو چارو خبرې کیږي.

په دې ورکشاپ کې یوشمیر بهرنیو متخصصینو هم د دې پلان جوړیدل مهم وګڼل او ویې ویل چې باید عملي شي.

ډاکټر "فرېډ هيوارډ" هم یو له دغو متخصصینو دی چې د دې ستراتیژیک پلان د جوړیدو په اړه وايي:

"هغه مساله چې د دې سبب شوې ترڅو د لوړو زده کړو وزارت ستراتیژیک پلان یو کامیاب پلان وي؛ لومړی همکاري چې تاسې وینئ چې دا یوه مشورتي پروسه وه چې په هغه کې ښوونکي؛ د پوهنتونونو رییسان، د لوړو زده کړو وزارت ادارې؛ په ګډه په دې اړه مشوره وکړه او په دې وتوانیدل چې یوه کامیاب پلان جوړ کړي."

خو په دې سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکوو د پلان پلي کولو ته د بودجې خبرې هم وکړې او له دولت او بهرنیو موسسو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې دې له دوی سره مرستې وکړي.

سره له دې چې د هېواد د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د تعلیم د کیفیت د ښه والي لپاره له څو کالو راهیسي هڅې روانې دي؛ خو بیا هم استادان او محصلان وایي چې د دوی په نصاب کې اوس هم زاړه مسایل په بشبړه توګه له منځه نه دی تللي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG