د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

عابدي: د سولې عملیه باید له عامو خلکو څخه پټه نه وي


په تیرو څو ورځو کې خبرونه او راپورونه خپاره شول چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو کي ګډون کوي او د پنجشنبې په ورځ دا راپورونه هم خپاره شول چې د طالبانو یو هیئت په قطر کې له امریکایي چارواکو سره خبرې کوي.

که څه هم چې د طالبانو جګ پوړو کسانو ویلي چې له نوي افغان حکومت سره د سولې خبرو کې ګډون ته زیاته لیوالتیا لري؛ خو تر اوسه نه ده تایید شوې چې د طالبانو استازو له امریکایي یا افغان چارواکو سره مخامخ خبرو کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د جمهور رییس ښاغلي اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي آزادي راډیو ته وویل؛ د افغانستان د سولې عملیه د افغانانو په مشرۍ پرمخ ځي او جمهور رییس غواړي چې دا عملیه باید شفافه وي او له عامو خلکو څخه باید پټه نه وي. دولت هیله من دی چې په دې اړه ناسم خبرونه او راپورونه خپاره نه شي.

د جمهور رییس ویاند وویل،په دي اړه په خبرې رسنیو کې غلط راپورونه خپریږي او د خلکو ذهنونه مغشوشوي.

ښاغلي عابدي زیاته کړه، تراوسه نه افغان حکومت او نه هم نړیوالو متحدانو له طالبانو سره د سولې خبرې کړي؛ د جمهور رییس دریځ دا دی چې له طالبانو سره د سولې دا خبرې به د افغانانو په مشرۍ پرمخ ځي؛ امریکا او نور متحدان د جمهور رییس د دې دریځ ملاتړ کوي:

"په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې امریکایانو او طالبانو په قطر کې خبرې کړې دي. د افغانستان دریځ په دې اړه روښانه دی او هغه دا دی چې د سولې د پروسې مالکیت د افغانانو او دولت دی؛ موږ خپلو نړیوالو متحدانو ته هم دا غوښتنه کړې او هغوی هم له موږ سره دا شی منلی دی.

تراوسه پورې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هیڅ ډول مذاکره نه ده شوې او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې خو هیڅ مطرح نه دي."

له کومې ورځې چې جمهور رییس اشرف غني په دندې پیل کړی؛ سوله یې د کارونو لومړیتوب ګنلی او په دې اړه یې زیاتې هلې ځلې پیل کړي دي.

ښاغلي غني، سعودي عربستان، چین او پاکستان ته سفرونه وکړل او پیکنګ د افغانستان د سولې عملیې کې فعاله ونډه واخیسته.

د پاکستان پوځي چارواکو هم کابل ته سفرونه وکړل او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف په وینا؛ د کابل او اسلام آباد اړیکې هیڅکله هم دومره نږدې او ښه نه وو لکه اوس چې دي.

د طالبانو د کوټې شورا یوه مهم غړي وویل؛ د حامد کرزي په لېرې کېدو سره د سولې خبرو ته لار هوراه شوې ده. د طالبانو همدغه مشر دا هم ومنله چې د سید طیب آغا په مشرۍ د طالبانو یو پنځه کسیزه هیات به له امریکایانو سره د سولې په اړه خبرې وکړې.

د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

د سولې دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل کلني راپور کې وښودله چې په ۲۰۱۴م کال د افغانستان په شخړو کې د ملکیانو مرګ ژوبله په سلو کې شل زیاته شوېده.

له بلې خوا، په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان، امریکا او پاکستان حکومتونو د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د عملیې په ګډون؛ په یوه باثباته او امن افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG