د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

"د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوو"


د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې دوى د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو بشپړ ملاتړ کوي، ځکه چې د سيمې ثبات او امنيت د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلى دى.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې رويټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د جګپوړو پاکستاني ډيپلوماتانو او پوځي چارواکيو له خولې ويلي، چې د افغان طالبانو مشرتابه د پاکستاني پوځ له لارې داسې اشارې څرګندې کړې، چې ګنې د "سولې خبرو پیلولو ته لېواله" دي، چې کېدای شي ډېر ژر پيل شي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د دې هېواد د استخباراتي ادارې ISI مشر رضوان اختر د سې شنبې په ورځ په يو ورځني سفر کابل ته تللي وو او له افغان ولسمشر اشرف غني اجرايي رييس عبدالله عبدالله او نورو سياسي او پوځي چارواکيو سره يې وليدل.

رویټرز خبري اژانس کابل ته د راحيل شريف د سفر په اړه د یوه پاکستاني لوړ پوړي پوځي چارواکي، چې نوم یې نه دى څرګند کړى، له قوله ويلي، چې راحیل شریف کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر غني ته ویلي، طالبان د مارچ میاشتې له پیل سره سم د خبرو پیلول غواړي.

بل خوا د پاکستان پوځ د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو اترو د پيلېدا په غبرګون کې ددغو خبرو اترو بشپړ ملاتړ اعلان کړى او دا يې د افغانستان او سيمې د ثبات لپاره ګټور ګام بللى دى.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د پنجشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميې کې ويلي:

"په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره موږ په هره کچه د خبرو اترو ملاتړ کړى دى. پاکستان چې تل يې ددغو هڅو ملاتړ کړى، يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کوي، چې دا خبرې بايد شفافې او د افغانانو په رهبرۍ و مشرۍ مخکې لاړې شي.

ددغو خبرو اترو د برياليتوب لپاره لپاره بايد دواړه خواوې جدي هڅې وکړي. پاکستان به په پوره اخلاص ددغې پروسې ملاتړ وکړي، ځکه چې په افغانستان کې سوله د سيمې د سولې او ثبات لپاره مهمه ده. "

اعلاميه همداراز کاږي، چې دواړه خواوې بايد په دې لړ کې له مسووليته کار واخلي او د امن و سولې تباه کوونکيو د برياليتوب مخه ونيسي.

د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيلېدا په اړه دا ادعا داسې حال کې شوې ، چې په دې وروستيو کلونو کي د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو په خاطر څو څو ځله د طالبانو، امريکايانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو اترو هڅې شوې، خو چندان نتيجه يې نه ده ورکړې.

خو رويټرز خبري اژانس بيا د پاکستان ددغه پوځي چارواکي، چې د جنرال راحيل شريف له نزدې کسانو څخه دى، له قوله ليکلي، چې دا ځل يې د خبرو اترو د پيلولو لپاره څرګندې او جدي اشارې ترلاسه کړي، چې له افغان دولت سره يې شريکې کړي.

د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو ګنګوسي تر هغې وروسته پيل شوي، چې افغان دولت کابل ته د جنرال راحيل شريف او رضوان اختر تر سفر وروسته ويلي وو، چې د پاکستاني پوځ مشر د افغانستان سولې په هلو ځلو کې د مرستې ژمنه تکرار کړې چې ددغو هلو ځلو پایلې به ډېر ژر څرګندې شي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په خپرې کړې اعلاميې کې له رويټرز خبري اژانس سره ددغو جګپوړو پاکستاني پوځي او ډيپلوماتيکو چارواکيو د مرکېڅرګند تصديق يا ترديد نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG