افغان څېړونکي افغانستان ته د پاکستاني چارواکو د سفرونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
یو شمېر وايي چې د پاکستان روانو ناامنیو ته په پام سره اسلام اباد به تردې وروسته د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې صادقانه عمل وکړي.
خو یو شمېر نورڅېړونکي بیا وايي چې پاکستان هڅه کوي د سیمه يېزسیاست د مدیریت د خپلولو لپاره افغان مشرانو دوکه کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان لوی درستیز د دریم ځل لپاره کابل ته راغی او له یو شمېرافغان چارواکو سره یې کتلي او خبرې کړې دي.
یو شمېرافغان څېړونکي په دې باوردي چې په پاکستان کې روانو ناامنیو دغه هېواد د افغانستان په وړاندې سیاست بدلولو او تروریزم سره جدي مبارزې ته اړ کړی دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې د نړېوالو چارو اړیکو پخوانی مشر عارف الله پښتون ازادۍ راډیو ته وویل، پاکستان ته د دوی د تېرو سفرونو موندونې ښيي چې دغه هېواد به نورله افغانستان سره دوه ګونی چلند نه کوي.
ښاغلي پښتون هیله څرګنده کړه چې پاکستان به تردې وروسته د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي:
″که چېرې په کندهار کې یوه انتحاري حمله کېږي نو سبا په کوټه کې کېږي، که سبا په خوست کې کېږي بل سبا په میرانشاه کې کېږي، که سبا په جلال اباد کې کېږي، بل سبا په پېښور کې کېږي، نو له دوی څخه دوی ډېرسخت رنځ وړي او په دې مشکل کې اخته شوي دي، دوی اوس دې ته ژمن شوي دي چې دواړه سره لاس ورکړي او دا ستونزه حل کړي او داسې د اعتماد فضا رامنځته کړی چې همغه ته ژمن پاتې شي.″
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان لوی درستیزد سې شنبې په ورځ کابل ته راغی او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د همکاریو په پیاوړتیا له افغان مشرانو سره خبرې وکړې.
دا په تېرو درېیوو میاشتو کې کابل ته د راحل شریف دوهم سفر دی او د ملي وحدت د حکومت تر جوړېدلو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا ډول راشه، درشې ډېرې شوي دي.
په عین حال کې د سیاسي چارو یو کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې پاکستان لاهم د افغانستان په وړاندې څو مخې سیاست لوبوي.
ښاغلی کوهستاني وايي، پاکستان هڅه کوي په هغو وعدو سره چې ورته ژمن نه دي افغان مشران دوکه او د سیمه يېزسیاست مدیریت خپل کړي:
″زه اندېښنه لرم چې دا تګ، راتګ په افغانستان کې اختلافونو نور هم زیات نه کړي، موږ ونه ویشي او بله دا چې موږله خپلو ستراتېژیکو متحدینو څخه لیرې نه کړي، لکه هند، لکه چین او لکه نور غربي هېوادونه، نو ځکه باید د افغانستان د کشفي او استخبارتي سازمانونو سره مشوره او د افغانستان د ملي منافع په خوندې ساتلو سره او کومې تجربې چې تر ننه پورې یې لرو دا پروګرام تر غور او پاملرنې لاندې ونیول شي.″
ښاغلی کوهستاني دغه شان وايي چې افغان حکومت باید له غور نه کار واخلي او د پاکستان په وړاندې یو مشخص سیاست خپل کړي.
د دغه افغان څېړونکی په باورسره که افغان حکومت د پاکستان په هغو وعدو دوکه شي چې عملي بڼه نه لري نو تر ډېره به خپل اعتماد د خلکو په وړاندې وبایلي.
راپور : اجمل تورمان