د راپورونو له مخې امریکايي او افغان کومانډو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ګډو عملیاتو کې د القاعده د یوه مهم غړي د نیولو ترڅنګ د دې شبکې مهم اسناد ترلاسه کړي دي.
د افغان کومانډو یوې کوچنۍ ډلې او د امریکا د پوځ خاصو عملیاتي ځواکونو په تېر اکتوبر کې ډیورنډ کرښې ته نژدې په یوه کلي کې عملیات وکړل.
ویل کېدل چې په دې کلي کې چې نوم یې نه دی یاد شوی د القاعده ډلې مهم قوماندان "ابو بره الکویټي" اوسېده. افغان او امریکايي پوځیانو الکویټي ونیوه؛ خو دوی له عملیاتو وروسته داسې اسناد هم ترلاسه کړل چې د ده تر نیولو مهم ګڼل کېږي.
د امریکايي پوځي مقاماتو په وینا؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي استخباراتي معلومات د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له کمپیوټر څخه د ده پر کور د حملې پرمهال د ترلاسه شويو معلوماتو په اندازه مهم دي.
په دې اسنادو کې چې په یوه لپ ټاپ کمپیوټر کې ساتل شوي وو؛ د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د تروریستي حملو د پلانونو جزییات افشا شول.
الکویټي د القاعده په یوه مجله کې لیکلي وو؛ دی د عطیه عبدالرحمن شاګرد او ملګری دی. لانګ وار ژورنال ویبپاڼه چې د افراطي ډلو د مشرانو په اړه معلومات راټولوي؛ لیکي چې عبدالرحمن له مړینې مخکې د القاعده شبکې عمومي تنظیموونکی و.
الکویټي د نوموړي په ستاینه کې ویلي چې ده ده د عبدالرحمن اسنادو ته لاسرسی لاره او په خوست کې د ۲۰۰۹ کال د حملې په ګډون چې د سي آی اې اوه افسران پهکې ووژل شول، ده ته د څو عملیاتو په اړه هم خبر ورکړل شوی و.
په کابل او واشنګټن کې چارواکي وايي د الکویټي له کمپیوټر څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په مرسته افغان او امریکايي خاص کومانډو ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې خپل د شپې عملیات زیات کړي.
نیویارک ټایمز لیکي چې د شپې په عملیاتو کې زیاتوالی د واشنګټن له هغو ادعاوو سره په تضاد کې دی چې وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو محاربوي عملیات پای ته رسېدلي دي.
یوه امریکايي پوځي مقام ورځپاڼې ته ویلي چې د کال په دې وخت کې د دې ډول عملیاتو ترسره کول ساری نلري. د دې عملیاتو دقیقه شمېره نه ده معلومه خو یو پخواني افغان مقام چې اوس مهال د یوه استخباراتي سلاکار په توګه کار کوي وايي، د امریکايي ځواکونو له خوا څرګند پوځي عملیات پای ته رسېدلي او دوی اوس هلته یوازې یوه پټه جګړه پیل کړې ده.
یوشمېر لویدیځ او افغان چارواکي اندېښنه لري چې د افغان ځواکونو لپاره به په سږني دوبي کې ډېره ستونزمنه وي چې د امریکا د پوځ له هوايي او لوژستیکي ملاتړ پرته پر طالبانو فشار زیات کړي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل په افغانستان کې د وسله والو افراطي ډلو د مشرانو پرضد عملیات د توجیه وړ بولي او وایي، دا عملیات د هغو کسانو او ډلو پرضد کېږي چې د نړیوال ائتلاف ځواکونو ته مستقیم ګواښ کوي.