روسیه پلان لري چې په دې هېواد کې بهرنیو ډپلوماټانو او د نړېوالو سازمانونو کارکوونکو ته له مالیو پرته مغازې پرانیزي او دا مغازې د پخواني شوروي اتحاد د وخت مغازو (بیريوزکا Beryozk ) ته چې په بهرنیو اسعارو به په کې سوداګانې کېدلې ورته دي.
له دوو لسیزو زیاته موده کېږي چې د بیریوزکا مغازې په روسیه کې له منځه تللي، خو دا هېواد غواړي په مسکوکې اوسیدونکو بهرنیانو ته د عصري او بهرنیو شیانو د پیرنې ورته مغازې پرانیزي.
د روسیي د بهرنیو چارو وزیرسرګي لافروف له صدراعظم دیمتري میدودیف نه غوښتي چې په مسکوکې دیره بهرنیو ډپلوماتانو او د نړېوالو سازمانونو کارکونو لپاره دې د مالیې یا ټکس نه د معافو مغازو په جوړولو غور وکړي.
لافروف د ډسمبرپه ۱۹ مه یوه لیک کې لیکلې و:
″د دې ډول مغازو په جوړیدو به د مالي زیان او په روسیه کې بهرنیو سفارتونو او ماموریتونو ته د موادو رسولو د ځنډ مخه ونیوله شي.″
تر اوسه نه ده څرګنده چې روسیه به دې مغازو ته د لویدیځو هېوادونو مواد هم وارد کړي او کنه؟
د روسیې جمهوررئیس ولادمیرپوتین په اوکراین کې د کریملین د مداخلې له امله د امریکا او اروپایي اتحادیي د بندیزونو په غبرګون کې، اګست میاشت کې د لویدیځو هېوادونو واردات بند کړل.
د شوروي اتحاد د ړنګیدو وروسته په روسیه کې بهرني مالونه پریمانه موجود وو.
د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت هم تائید کړې چې دوي ته په مسکو کې د مالیې یا ټکس نه د معافو مغازو د پرانستلو وړاندیز رسیدلی دی.
که چېرې دا وړاندیز ومنل شي، شخصي کمپنۍ به دا ډول مغازې پرمخ بوزي، خو د بهرنیو چارو وزارت مربوطه یوه کمپنۍ به یي نظارت کوي.
د شوروي اتحاد په وخت کې به په دې مغازو کې نادر او کمیابه غذایي خواړه، الکهول، چاکلیټ، د کورلوازم او نور وسایل پلورل کېدل، خو حکومتي کارکوونکو او خبري رسنیو به یي په اړه زیات څه نه ویل.
عادي خلک پوهیدل چې په دې مغازو کې عصري شیان پلورل کېږي او جګ پوړي حکومتي چارواکي ورڅخه ګټه اخلي.
په دې مغازوکې به یوازې په ډالرو سودا کېده او عادي خلکو ته یي هم ممناعت نه و.
د دې مغازو په اړه په پخواني شوروي اتحاد کې هرځای خبرې کېدلې ان په سندرو او موزیک کې یي هم یادونه کېده او ټوکې هم ورباندې جوړې شوې وې.
یوه ټوکه یي داسې وه چې:
″د روسي د لیرې شمال یو سړی مسکو ته راځي او کله چې بیریوزکا مغازې ته داخلیږي، شاوخوا ګوري چې ټول غربي شیان او مواد په کې دي، سمدستي یي د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.″
شوروي اتحاد د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیوکې د بیریوزکا مغازو تړل پیل کړل او دا هغه وخت و چې د وخت جمهوررئیس میخائیل ګورباچېف بدلونونه پیل کړې وو او په ملي خبري رسنیو کې یي د ټولنیز عدالت غږ پورته کړی و.