د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۶

نړۍ

م.م: د وسله والو طالبانو عمل د جنايتکارو بانډونو عمل ته ورته دی

د ملګروملتونو د کارپوهانو یوه ډله وايي، د وسله والو طالبانو عمل د جنايتکارو بانډونو عمل ته ورته دی نه داسې ډلې ته چې د واکمنۍ اراده لري.

دا کارپوهان چې د وسله والو طالبانو پرضد د لګول شویو بندیزونو څارنه کوي په خپل وروستي راپور کې وايي چې د طالبانو افراطي ډلې خپلو جنايي فعالیتونه زیات کړي او د مخدروموادو له قاچاق، د کانونو د غیرقانوني کیندنو، د لارو په اوږدو کې د بډو اخیستو او د برمته نیونو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

په دې راپورکې چې پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې شو، یادونه شوې چې په افغانستان کې له جنایتکارو شبکو سره د طالبانو د همکارۍ کچه او ژورتیا نوې خبره ده او له نورو جنایي بانډونو سره د څو لسیزو اړیکو پر بنسټ ولاړه ده.

راپور زیاتوي چې دا په افغانستان کې د امنیت او سولې لپاره ناوړه عواقب لرلای شي ځکه هغه طالبان به چې د جنايي اعمالو له لارې پیسې ګټې وهڅوي چې له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنني.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چین کې د ګازو د پایپ‌لاین چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۳۹ نور سخت ټپیان دي

ارشیف، د چین پولیس د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو پر مهال

د چین په یوه هستوګنه سیمه کې نن د ګازو د پایپ‌لاین چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۳۹ تنه نور یې سخت ټپیان کړي.

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې له پېښې وروسته د هوبې ولایت په شیان ښار کې ۱۵۰ کسان په روغتون کې بستر شوي هم دي.

لا هم د ځینو خلکو د ژغورنې عملیات روان دي.

حکومتي چارواکو ویلي ټپيانو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي، خو د ګازو د پایپ د چاودنې د لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دا پېښه د چین په شمال ختیځ بندر کې د ۲۰۱۳ کال د بمي چاودنې په څېر وه چې له امله‌یې د ګازو د ځمکې لاندې نل چاودلی و او ۵۵ کسان‌یې وژلي وو.

روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ

د رومانیايي فلم جوړوونکي رادو جود (Bad Luck Banging Or Loony Porn) فلم

روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ او د دې کار دلیل‌یې په دغه هېواد کې پر بربنډو فلمونو د لګېدلو محدودیتونو ماتول ګڼلي دي.

سږ کال د برلین د فلمونو د فیسټیوال د غوره فلم جایزه (Bad Luck Banging Or Loony Porn) فلم ګټلې ده.

رومانیايي فلم جوړوونکي رادو جود دا فلم جوړ کړی.

د دې طنز ګوټي فلم کیسه په دې څرخي چې د ښوونځي د یوې ښوونکې له‌خوا د کوروالي په تړاو د شخصي لارښوونو یوه وېډیو انټرنټ ته وځي. که څه هم د ښوونکې عزت له خطر سره مخ دی او د ښوونځي د شاګردانو کورنۍ پرې انتقادونه کوي، خو له دې ټولو فشارونو سربېره نه‌غواړي چې له معلمۍ لاس واخلي.

د برلین د فلمونو فیسټیوال دې فلم ته د طلايي اېږ/خرس اوارډ ورکړی او تلپاتی هنري اثر یې بللی دی.

ارمنستان په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه اذربایجان ته ورکړه

ارشیف، د نګورنو قره‌باغ، اذربایجان او ارمنستان نقشه

ارمنستان د اذربایجان له ډېرو غوښتنو وروسته د نړیوالو په منځګړیتوب په نګورنو قره‌باغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه باکو ته وسپارله.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) د دې خبرې د تأییدولو ترڅنګ وویل چې د نقشې په بدل کې یې ۱۵ ارمنیان چې په اذربایجان کې بندیان وو، خوشې کړي دي.

د ارمنستان له لوري اذربایجان ته په سپارل شوې نقشه کې د ۹۷ زره ایښودل شویو ماینونو ځایونه ښودل شوي دي.

د تېر کال د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې پورې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې اذري ځواکونو هغه سیمې بېرته ونیولې چې درې لسیزې پخوا ارمنستان نیولې وې.

پاکستان کې سلګونه کسان په کاناډا کې د یوې وژل شوې کورنۍ په ویر راټول شول

کاناډا کې د یوې پاکستاني کورنۍ د وژل کېدو د ویر په مراسمو کې د سلګونه کسانو ګډون

سلګونه کسانو پرون (شنبه) د هغې پاکستانۍ کورنۍ د ویر په مراسمو کې ګډون وکړ چې تېره یکشنبه په کاناډا کې په موټر ووهل شوه.

د راپورونو له مخې، د جون په شپږمه یوه ۲۰ کلن سړي په خپل پیک‌اپ موټر د کاناډا په لندن ښار کې د یوې پاکستاني‌الاصله کاناډايي کورنۍ ۴ غړي ووهل.

په دې پېښه کې سلمان افضل، مېرمن‌یې مدیحه سلمان، مور یې او یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په داسې حال کې مړه شول چې له سړکه تېرېدل.

د کاناډا پولیسو د نتانیال والټمن په نوم یو کس تورن کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د کرکې له مخې دا جرم کړی دی.

ټاکل شوې ده چې تورن سبا (دوشنبه) محکمې ته حاضر شي.

دې پاکستاني ټبره کورنۍ شاوخوا ۱۴ کاله پخوا کاناډا ته پناه وړې وه.

جو بایډن د جاپان صدراعظم ته د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جاپان صدراعظم یوشیهاید سوګا

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جاپان له صدراعظم یوشیهاید سوګا سره په کتنه کې د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو په عین حال کې یې وویل، په‌کار ده چې د برخه‌والو د خوندیتوب لپاره روغتیايي تدابیر په پام کې ونیول شي.

د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، بایډن په بریتانیا کې د «جي-۷» ډلې د سرمشریزې په څنګ کې پرون د جاپان له صدراعظم سره په خبرو کې وویل، پر هغو امریکايي لوبغاړو ویاړي چې د توکیو د لوبو لپاره روزل شوي دي.

په ۲۰۲۰ م کال د توکیو المپیک لوبې په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځنډول شوې.

ټاکل شوې ده چې د جولای په ۲۳مه نېټه دا لوبې په توکیو کې له دې سره سره پیل شي چې ډېر خلک، ګڼې جاپانۍ کمپنۍ او طبي کارکوونکي یې مخالف دي.

د امریکا په درې ایالتونو کې ۲ تنه په ډزو وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل دي

ارشیف، یو امریکايي پولیس

د امریکا په درې ایالتونو کې په ډزو ۲ تنه وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو د نرمېدو له کبله د خلکو سفرونه، راټولېدنې او راشه درشه ډېره شوې ده.

دا بریدونه وړمه شپه او پرون په تکزاس، ایلینویز او جورجیا ایالتونو کې وشول.

دا په روان کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۷مه حمله ده چې پر خلکو کېږي.

«جي-اووه» له نورو هېوادونو سره د واکسین د شریکولو ژمنه وکړه

د سترو صنعتي هېوادونو یا د «جي-اووه» د ډلې مشران د بریتانیا په ساحلي ښار کورنوال (Cornwall) کې

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د خپلې سرمشریزې په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې واکسینونه به له نورو سره شریکوي او عادلانه اقتصاد به رامنځته کوي.

دا له نږدې دوو کلونو راهیسې چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې لومړی ځل دی چې د سترو صنعتي هېوادونو یا د «جي-اووه» د ډلې مشران د بریتانیا په ساحلي ښار، کورنوال (Cornwall) کې راټولېږي.

تمه کېده چې دغه مشران به د دغې وبا په وړاندې همغږه اقداماتو ته د پراختیا ورکولو پر چارو تمرکز وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې د دغې سرمشریزې کوربه دی وویل، باید اجازه ورنه‌کړو چې دغه وبا پر نړۍ دوامداره داغ پرېږدي.

دغه‌راز تمه کېده چې دغه مشران به پر دې هم خبرې وکړي چې په څه ډول کولای شي د چین د 'یوه کمربند یوې لارې' د سترې پروژې مخنیوی وکړي.

هغو انتقادونو ته په پام چې د شتمنو او بې‌وزلو هېوادونو ترمنځ د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین انډول په پام کې نه‌دی نیول شوی، تمه ده چې د «جي-اووه» مشران به له بې‌وزلو هېوادونو سره د یو میلیارد دوز واکسین د مرستې ژمنه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغې سرمشریزې دمخه راتلونکي کال د نړۍ له بې‌وزله هېوادونو سره د فایزر واکسین د ۵۰۰ ملیون دوزه مرستې ژمنه وکړه او بریتانیا هم د لږترلږه ۱۰۰ ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه وکړه.

بریتانیا دغه‌راز ویلي چې د «جي-اووه» مشران به په نړۍ کې د یوې بلې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات اعلان کړي. د «جي-اووه» په ډله کې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالات شامل دي.

د سوریې عفرین ښار کې د توغندویو بریدونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي

ارشیف

د سوریې په شمالي ښار عفرین کې د توغندویو په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د دغو بریدونو خبر سیمه‌ییزو رسنیو او د ترکیې حکومت ورکړی.

د عفرین د ملکي دفاع یو شمېر سرچینو رسنیو ته پرون وویل چې په یوه برید کې د هستوګنې یوه سیمه او ورپسې په یوه بل برید کې یو روغتون په نښه شوي وو.

په تصویرونو کې ښکاري چې د الشفا روغتون ودانۍ ویجاړه شوې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وایي چې پر دغه روغتون په برید کې یو ډاکتر، د روغتون درې کارکوونکي، دوه ښځې او دوه ماشومان وژل شوي دي.

دغې ټولنې په دواړو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی دی.

په عین حال کې انقرې ادعا کړې چې توغندي د سوریې د کوردانو (YPG) ملېشو توغولي دي.

د ترکیې پوځ په سیمه کې پراخ حضور لري، خو د امریکا له ملاتړه برخه‌من د سوریې ډیموکراتیک ځواک چې مشري یې (YPG) کوي ویلي چې په دې بریدونو کې لاس نه‌لري.

سعودي: ۶۰ زره سعودي وګړي د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري

سعودي عربستان وايي یوازې واکسین شوي وګړي د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري.

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد په زرګونو واکسین شوي وګړي به سږکال د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ولري.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د حج او عمرې وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه مراسم به د سعودي عربستان ۶۰،۰۰۰ وګړو او اوسېدونکو ته پرانیستي وي.

وزارت وايي، هغه کسان چې غواړي د حج فریضه ادا کړي باید جدي ناروغي ونه لري، واکسین شوي وي، عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي.

د کرونا تر وبا مخکې هر کال تر دوو میلیونو ډېرو کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخېستله.

چارواکو تېر کال د سعودي عربستان یوازې زرو کسانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه.

په پام کې ده، سږکال د حج مراسم د جولای میاشتې له ۱۷مې تر ۲۲مې وشي.

پوتین: د امریکا او روسیې اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر وايي، د امریکا له متحدو ایالاتونو سره د روسیې اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلي دي.

ولادمیر پوتین دا خبره له (NBC) ټلوېزیوني شبکې سره په هغه مرکه کې کړې چې پرون خپره شوه.

د روسیې ولسمشر په مرکه کې ویلي، موږ له امریکا سره دوه­ اړخیزې اړیکې لرو، خو په وروستیو کلونو کې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلي دي.

دا مرکه داسې مهال خپرېږي چې د روسیې او امریکا ولسمشران راروانه چهارشنبه په جنیوال کې په خپلو کې خبرې کوي.

پنټاګون له اوکراین سره د نوې پوځي مرستې اعلان وکړ

ارشیف، یو شمېر اوکرایني سرتیري

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزارت یا پنټاګون پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) له اوکراین سره د نوې پوځي مرستې اعلان وکړ.

دغه وزارت وویل چې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستو دغه بسته به د اوکرایني ځواکونو د اجرااتو، سوق او ادارې او د موقعیت د پوهاوي په اړه وړتیا زیاته کړي.

وزارت وايي، په دغو مرستو کې د توپونو ضد رادار، د ارتباطاتو تجهیزات، برېښنايي وسایل، د بې پېلوته الوتکو ضد سیسټمونه او پوځي روزنه شامله ده.

د امریکا متحدو ایالاتونو له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې له اوکراین سره د ۲ اعشاریه ۵ ملیارد ډالرو په ارزښت امنیتي مرسته کړې ده.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال په غیرقانوني ډول د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړه، دغه راز یې د اوکراین په ختیځ کې د روس-پلوه بېلتونپالو ملاتړ پیل کړ.

د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې له کبله تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په زرګونو کاناډايي وګړو د اونتاریو ښار په لندن کې لاریون وکړ

په زرګونو کاناډايي وګړو د لارۍ په ذریعه د یوې مسلمانې کورنۍ د څلورو وژل شوېو غړو د یاد په درناوي، پرون د اونتاریو ښار په لندن کې لاریون وکړ.

لاریون له هغه څلورلاري پیل شو، چې د یوه باروړونکي موټر چلوونکي په کې تېره یکشنبه د یوې کورنۍ څلور غړي لاندې کړل.

د کاناډا پولیس وايي، بار وړونکی موټر د یوه ۲۰ کلن مشکوک کس ناتانیال ویلتمن له خوا چلول کېده او دغه کسان یې له پلان سره سم په لوی لاس د کرکې د انګېزې له مخې مړه کړي دي.

دغه مشکوک کس د قتل په څلورو طرحه شوېو مواردو تورن شوی چې په عمري بند محکومېدلای شي.

په پېښه کې سلمان افضل، د هغه مېرمنه مدیحه سلمان، د افضل مور او ۱۵ کلنه لور یې چې له سړک څخه تېرېدلو ته انتظار وو، ووژل شول.

په پام کې ده د دوی مړي نن خاورو ته وسپارل شي.

په پېښه کې د سلمان افضل ۹ کلن زوی فایض افضل، ټپي شوی دی.

دغه کورنۍ په ۲۰۰۷م کال کې له پاکستان څخه کاناډا ته کډواله شوې وه.

د بلاروس یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویکتار شیمن استعفا کړې

ارشیف، د بلاروس ملي بیرغ

د بلاروس د واکمن الکساندر لوکاشینکا د اوږده مهال یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویکتار شیمن ( Viktar Sheiman) په ناببره ډول له دندې استعفا وکړه.

دا د هغو بلاروسي چارواکو له ډلې دی چې د امریکا او اروپایي ټولنې د بېلابېلو بندیزونو هدف ګرځیدلی و.

د لوکاشینکا رژیم ته پر یوه نژدې تلګرام چینل پرون هغه ویډیو خپره شوه چې لوکاشینکا د خپل دغه چارواکي ستاینه په کې کوي.

دا لا معلومه نه ده چې شیمن ولې استعفا کړې ده.

نوموړي له ۱۹۹۴ کال راهیسې له هغه مهاله له لوکاشینکا سره کار پيل کړ چې هغه د بلاروس ولسمشر شو.

د بلاروس رژيم په دې وروستیو کې د اروپا او امریکا له خوا تر سختو فشارونو لاندې راغلی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د کانګرس د ځینو دموکراتو غړو هڅې ارزوي

ارشیف، د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا د عدلیې وزارت هغه هڅې ارزوي چې دوی د کانګرس د ځینو دموکراتو غړو د مخابراتي اطلاعاتو د پيدا کولو په هدف کړې وې.

دا هڅې د مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکمنۍ پر مهال شوي او د ارزونې اعلان یې د جمعې په ورځ د سرپلټونکي د دفتر له خوا وشو.

داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د عدلیې وزارت چارواکو د استازو جرګې د دوو پېژندل شوېو غړو، یو شمېر کار کوونکو او د هغوی د کورنیو مخابراتي اطلاعات له اپل شرکته ترلاسه کړي دي.

دا کار د ډونالد ټرمپ د هغو هڅو یوه برخه ګڼل شوې ده چې غوښتل یې معلومه کړي، څوک د روسیې او دغه راز ملي امنیت په اړه محرم معلومات رابرسېره کوي.

بریتانیا: بېلاروس په یوه شړل شوي دولت د بدلېدو په حال کې دی

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې بېلاروس په یوه شړل شوي دولت د بدلېدو په حال کې دی.

ډامنیک راب دا خبره داسې وخت کوي چې بېلاوس، د اپوزیسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ او د هغه د ملګرې د نیولو لپاره د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین ایر هوايي شرکت یوه ملکي الوتکه د مېنسک پر هوايي ډګر کښېناستلو ته مجبوره کړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب له رویټرز اژانس سره نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په مرکه کې وویل، دېته اړتیا لرو چې بېلاروس د نړیوال قانون د بنسټیز حاکمیت لپاره اساسي ګامونه واخلي.

تردې یوه ورځ مخکې اروپايي پارلمان د راین ایر هوايي شرکت د الوتکې د جبري کښېنولو له کبله د بېلاروس پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو او نورو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG