د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له افغانستان سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ۸۲ (دوه اتیا) میلیونه ډالر مرسته وکړه.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق له لورې له افغان حکومت سره شوې ۸۲ میلیون ډالر مرسته په هغو اوو برخو و لګول شي چې د افغان حکومت لپاره لومړیتوب لري.
د دغو مرستو تفاهم لیک د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق او د اقتصاد وزارت تر منځ لاسلیک شو.
دغه مرستې په راتلونکو پنځو کلونو کې د کورنۍ د تنظیم لپاره د خدماتو د لوړولو؛ میندو لپاره په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایې مرستو د ډیرولو؛ د ځوانانو د اړتیاو او حقونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې پر ضد د قانون د عملي کیدو؛ د مخکې له وخته ودونو د مخنیوي او د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا په برخو کې لګیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازې ډاکټر "انټ رابرټسن" وايي چې ملګرې ملتونه به له افغانستان سره په هغو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې حکومت ته لومیتوب ولري:
"دغه پروګرام د افغاناناو د اړتیاو او د افغان حکومت د ملي لومړیتوبنو پر اساس جوړ شوی. موږ ویاړو چې دا پروګرام د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په افغانستان کې عملي کوو. موږ په دغو کلونو کې د نړیوالو مرسته کونکو په ملاتړ د میندو د روغتیا؛ د ځوانانو د حقونو او د بشري ناورینونو د مخنیوي په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو."
په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزارت دا ډول مرستې د افغانانو لپاره ګټورې بولي.
د دغه وزارت سرپرست حکم خان حبیبي ټینګار کوي چې دا ډول مرستې به په هغو برخو و لګول شي چې په سیمه کې یې تاثیرات زیات وي.
"موږ له دې اړخه اندیښنه لرو چې کومې پيسې چې د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې لګول کیږي؛ موږ هغه پر داسې بدیلو پروګرامونو مصرفو چې په سیمه کې یې تاثیرات زیات وي نسبت دې ته چې موږ د ظرفیتونو د لوړولو لپاره په راتلونکې کې پيسې مصرف کړو."
ملګري ملتونه په داسي حال کې له افغانستان سره د تازه مرستو ژمنه کوي چې له دې وړاندي یې په دغه هیواد کې د فساد د موجودیت په خاطر د بهرنیو مرستو د ضایع کیدو خبره کړې و.
نوي افغان حکومت که څه هم له فساد سره د مبارزې ژمنه کړې؛ خو ټینګار کوي چې له دې وروسته کومې مرستې چې د بهرنیو موسساتو له لارې له افغانستان سره کیږي؛ باید د حکومت له آدرسه مصرف شي؛ که نه نو د لګولو موثریت به یې کم وي.