د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

جو بایډن وايي روسیه دوه انتخابه لري


د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن انتخاب د روسیې ولسمشر ته پرې ایښی چې یا له اوکرایین څخه ووځي او یا به د نړیوالې انزوا له دوام او د کورنیو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي؛ روسیه په اوکرایین کې په مداخلې سره د دغه هیواد د حاکمیت حق له پامه غورځوي.

بایډن چې د شنبه په ورځ کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د نړۍ د یو شمیر مشرانو او لوړ پوړو چارواکو په حضور کې خبري کولې؛ وویل چې هیځ هیواد د نفوذ حوزه نه لري او دا چې هر خپلواک هیواد دا حق لري چې خپل متحدین وټاکي. دا ظاهراً یو خبرداری و چې روسیه نه شي کولی اوکرایین د هغه د غوښتنې پر خلاف له ناټو څخه لیرې وساتي.

نوموړي دا احتمال هم رد نه کړ چې واشنګټن به له اوکرایین سره پوځي مرستې وکړي او زیاته یې کړه چې موږ به له اوکرایین سره د پوځي مرستو رسولو ته دوام ورکړو؛ نه د جګړې د هڅولو لپاره؛ بلکه د دې لپاره چې اوکرایین د ځان دفاع وکړي.

بایډن وايي، فکر نه کوي چې جګړه به د ستونزو د حل لاره وي:

"موږ فکر نه کوو چې روسیه دې د هغه څه کولو حق ولري چې اوس یې کوي. زموږ باور دا دی چې باید د سولې لپاره هڅه وکړو؛ خو په دې باور هم یو چې د اوکرایین خلک دا حق لري چې د ځان دفاع وکړي."

د مونیخ په امنیتي غونډه کې تر بایډن وروسته د اوکرایین ولسمشر پټرو پروشینکو هغه تورونه بیا تکرار کړل چې وايي؛ مسکو د اوکرایین د ختیځ په جګړو کې ښکیل دی.

پروشینکو پر اروپایي هیوادونو غږ وکړ چې د کیف ملاتړ وکړي او هغو اندیښنو ته یې اشاره وکړه چې په دې وروستیو ورځو کې د اروپایي ټولنې د ځینو هیوادونو له خوا اوکرایین ته د پوځي مرستي د ورکولو په اړه راپورته شوي دي:

"زه پوهیږم چې ډیرو متخصصینو پر دې بحث کړی چې زموږ د پوځ پیاوړتیا به لا نوري شخړې وپاروي. برعکس، موږ ولیدل چې د دفاعي وړتیا کموالي د اوکرایین پر ضد عملیات پیل او هغه یې لا ډیر کړل. د دغو شخړو پر مهال موږ دا ثابته کړه چې د بریدونو په وړاندې د دفاعي وسایلو په نه کارولو سره مسوولیت لرو. هر څومره چې زموږ دفاع قوي وي؛ هغومره زموږ ډیپلوماټیک غږ قانع کوونکی دی."

ولسمشر پروشینکو وايي، روسیه د اوکرایین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ته پوځي تجهیزات ورکوي او زیاتوي چې روسي سرتیري د اوکرایین په ختیځ کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې حضور لري.

دی وايي تر هغو چې کیف سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې تر لاسه نه کړي؛ دا کړکیچ به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG