د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

"تر ۲۰۱۸م به د لوګر، غزني او پکتیا خلک له برېښنا څخه برخمن شي"


د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین وايي؛ غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو ته د بریښنا د لیږد ابتدایي کارونه پیل شوي او تر راتلونکو ۳ کلونو پورې به د دې ولایتونو اوسیدونکي د بریښنا څخه ګټه واخلي.

د بریښنا شرکت د سوداګرۍ برخې مسوول میرویس عالمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ افغانستان له ترکمنستانه ۵۰۰ میګاواټه نوره بریښنا واردوي چې ډیره برخه یې غزني لوګر او پکتیا ولایتونو ته ورکول کیږي.

ښاغلی عالمي وایي، له دې اندازې وارداتي بریښنا سره نه یوازې د جنوب ختیځو ولایتونو د بریښنا ضرورت پوره کیږي؛ بلکې په کابل کې هم د کمې بریښنا ستونزه بشپړه حلیږي:

"جنوبي ولایتونو ته انشاءالله د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایه بریښنا رسیږي؛ د غزني او ګردیز لپاره تړونونه هم شوي دي. په څو راتلونکو کلونو کې به زموږ ټول هغه ولایتونه د بریښنا څخه برخمن شي چې واردیدونکي بریښنا ته ضرورت لري."

ښاغلی عالمي وایي، له ترکمنستان سره د ۵۰۰ میګاواټو بریښنا تړون ژر لاسلیکېدونکی دی او د دې بریښنا لاینونه؛ د فاریاب، جوزجان، بلخ او بغلان له لارې کابل او اوروسته بیا لوګر، پکتیا او غزني ته غځول کیږي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې د افغانستان دا مهال نزدې ۹۰ فیصده بریښنا وارداتي ده چې له ګاونډیو هیوادونو ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه دې هیواد ته رالیږدول شوې ده.

په داسې حال کې چې د وارداتي بریښنا لپاره افغانستان دوه سوه دیرش میلیونه ډالره کلنی بودجه ځانګړې کړې؛ د بریښنا شرکت چارواکي وایي؛ له ترکمنستانه د واردیدونکي بریښنا ډیر مالي لګښت اسیاسي بانک او د امریکا د پراختیا نړیواله اداره ورکوي.

له دې سره جنوب ختیځو سیمو اوسیدونکي شکایت کوي چې د بریښنا په اړه ورسره تل ژمنې شوي؛ خو په عمل کې د دې پروژې عملي کیدو ته خوشبیني کمې دي:

"امان الله عبدالرحیمزی د لوګر ولایت د محمد اغې اوسیدونکی یم. د بریښنا په اړه دا ژمنې یوازې دروغ دي او بس نه بریښنا راغلي او نه تر اوسه کوم کار شوی چې بریښنا راځي کابل او څو محدودو ولایتونو ته ورکول کیږي؛ موږ ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې؛ کنه لوګر کابل ته ډیر نږدې دی."

د پکتیا ولایت اوسیدونکي وایي په هره برخه کې ورځ تر بلې د بریښنا ضرورت ډیریږي؛ خو حکومت تر اوسه د دې ضرورت پوره کېدو ته خاصه پاملرنه نه ده کړې:

"جمال الدین د پکتیا ولایت اوسیدونکی یم. دلته بریښنا نشته ضرورت ورته ډیر زیات دی چې برېښنا وي؛ خلک به د هیواد له حالاتو خبر شي؛ ټلویزیون او کمپیوټر به ولري؛ خو چې بریښنا نه وي، یو کار هم نه کیږي، غوښتنه مو ده چې دا ځل حکومت دې لوري ته پاملرنه وکړي."

له دې سره چې افغان چارواکي ډیر ژر د هیواد د بریښنا ضرورت په واردیدونکي بریښنا پوره کیدونکی بولي؛ افغان کارپوهان وایي، تر هغې چې په هیواد کې خپلې بریښنا جوړیدو ته پاملرنه ډیره نه شي دا هیلې نه پوره کیږي.

دوی انتقاد کوي او وایي چې افغانستان د بریښنا د جوړولو لپاره د سلما، کجکي، نغلو سروبې او داسې نورو په شان د بند جوړولو ښه فرصتونه لري؛ خو دولت په داسې بنسټیزو پروژو د کار په ځای په واردیدونکي بریښنا ټیګار کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG