د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

په خوست او لوګر سږکال د کوچنيانو مړينه ۴۰ فيصده زياته شوې


په خوست او لوګر ولایتونو کې د نهه سوه ماشومانو مړه کیدل سږ کال د ماشومانو په مړینه کې څلویښت فیصده زیاتوالی ښيي او د دې ولایتونو د عامې روغتیا مسولین یې هم اندیښمن کړي دي.

د دغو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو مسوولان وايي چې د خوست او لوګر ولایتونو په ډيري برخوکې د ناامنیو له امله خلک له روغتیايي خدمتونو څخه ګټه نه شي اخیستلای.

سږکال په خوست او لوګر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره ښه کال نه وه.

د دغو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونه د ماشومانو د مړینې د څلویښت فیصده زیاتوالي له امله اندیښمن دي.

د دغو ریاستونو په وینا د دې ولایتونو په ډيروکلیوکې د امنیت او د ماشومانو د روغتونو نشتوالي له امله سږکال ماشومان مړه شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د معلوماتوله مخې یواځې د روان کال په جدي میاشت کې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې ۸۱ ماشومان چې روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی نه درلود د سینه بغل او نورو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا رییس هدایت الله حمیدي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې ولایت ډيری اوسیدونکي نشي کولای د ناامنیوله امله له کلیوڅخه مرکزته راشي او په کلیو کې د دغو خلکو لپاره د روغتونو نه موجودیت یوه جدي ستونزه ده:

″په خوست ولایت کې د ماشومانو پيښې شاوخوا دیرش فیصده زیاتې شوي دي یولامل یې دا دی چې له شمالي وزیرستانه نږدې دیرش زره کورنۍ خوست ته راغلي بل لامل یې دا دی چې موږ په ولسوالیو کې روغتونونه نه لرو په جدي میاشت کې د مړینې ۶۵ پیښې لیدل شوي دي.″

د سینه بغل ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې په هکله اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ویل شوي سږکال په لوګراو خوست ولایتونوکې د دغه ناروغۍ له امله شاوخوا نهه سوه ماشومان مړه شوي دي.

له پرله پسې ټیلیفوني سره سره بیا هم د عامې روغتیا وزارت مسوولین په دې برخه کې خبرو کولوته حاضر نه شول خو د لوګر ولایت د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د تېروکلونوپه نسبت د سینه بغل ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه زیاته شوې ده.

د لوګرد عامې روغتیا رییس محمد ظریف نایب خیل ازادۍ راډیو ته وویل چې سږکال د دې ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د سینه بغل ناروغۍ ۴۰۲۷ پیښې ثبت شوي دي چې له تېرکاله یې شمېرزیات دي.

ښاغلي نایب خیل د ماشومانو په منځ کې د دغه ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه په کورنیو کې فقر او په دې ولایت کې د درملنې د مرکزونو کموالی وباله:

″د تېروکلونو په پرتله سږکال د نمونیا ناروغۍ پیښې زیاتې شوي دي او په یوه اطاق له ۱۵ کسان څخه زیات چې په هغه کې د ډير عمر لرونکی کسان دي او ډير یې په ساري ناروغیو اخته دي او ډيری ماشومان هم له دوی سره یوځای اوسیږي.″

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونوعالي کمشنري وايي، په سرحدي ولایتونوکې د وزیرستاني کډوالوڅخه افغان ماشومانو ته د تنفسي ناروغیو انتقال نه شي ردولای.

د دغه ادارې ویاند نادرفرهاد وايي، یاده شوې اداره هڅه کوي چې د دغو کډوالو لپاره روغتیايي خدمتونه زیات کړي څوله هغوی څخه د دې ولایت اوسیدونکو ته ویروسي ناروغۍ انتقال نه شي:

″نشو کولای چې په مطلق ډول دا مساله رد کړو او همدارنګه نشوکولای ویې منو چې د دوی موجودیت د ناروغیو د تیتیدو لامل شوی دی دا کولای شو ومنو چې په پکتیکا ولایت کې د دغو کډوالو روغتیايي خدمتونوته رسیدګي هغه اړتیاوې دي چې نړېوال بنسټونه هڅه کوي چې ورته رسیدګي وکړي.″

په دې وروستیو کې عام روغتیا وزارت هم اندیښنه وښوده، چې د امنیتي ستونزوله امله یي کارکوونکي ان په دوه برابره تنخوا د هېواد لیرو پرتو سیمو ته نه ځي.

د روغتیایي چارو څیړونکي هم وایي، ترڅو چې امنیتي وضعه ښه او خلک په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته لاس رسی پيدا نه کړي، د ماشومانو او ان د میندو د مړینې کچه به همداسې لوړه وي.

XS
SM
MD
LG