د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپواکه اداره وايي چې د افغان ولسمشر او ولایتي شوراګانو د استازو په ننني ملاقات کې د ولایتي شورا ګانو د غړو غوښتنو ته ځواب وویل شو او دوی به خپل دفترونه بیرته پرانیزي.
وروسته تر هغه چې د افغانستان ولسي جرګې پر سیمه ییزو ادارو د ولایتي شوراګانو د نظارت حق واخست د هېواد ګڼ شمېر ولایتي شوراګانو خپل دفترونه د اعتراض په توګه وتړل.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې په همدې هدف د سه شنبې په ورځ د هېواد د نوولسو ولایتي شوراګانو استازو د افغان ولسمشر محمداشرف غني سره وکتل.
د دې ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د انسجام مشر سعید احمد خاموش خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي پر سیمه ییزو چارو ولایتي شوراګانو د نظارت د حق سره ستونزه نه لري؛ خو غوښتنه یې کړې چې د دې صلاحیتونو حددو باید کره شي.
ښاغلي خاموش زیاته کړه چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره هم د ولایتي شوراګانو له خوا پر سیمه ییزو ادارو د نظارت په صلاحیتونو کار کوي چې ډير ژر به یې جمهوري ریاست ته ولیږي:
"د ولسمشر نظر دا و چې د نظارت د اصل سره هیڅ ستونزه نه لري؛ خو تیرو اتو کلونو تجریبو ته په کتو سره دا ویره وه چې کېدای شی؛ د دې صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه واخستل شي؛ په همدې خاطر یې د سیمه ارګانونو ادارې ته هدایت وکړ چې د نظارت د حق د صلاحیتونو حدود معلوم کړي."
تیره اوونۍ د افغانستان ولسي جرګې پر سیمه ییزو ادارو باندې د ولایتي شوراګانو د نظارت کولو حق د رایو په اکثریت سره لغوه کړ.
د ولسي جرګې په دې کار سره د هېواد ګڼ شمیر ولایتي شوراګانو د خپلو دفترونه دروازې د خلکو پر مخ وتړلې.
د سیمه ییزو ارګانونه خپلواکه اداره وایي چې له دې وروسته د ولایتي شورا استازو ته د اعتراض پلمه نه ده پاتې او باید خپل دفترونه بیرته خلاص کړي.
خو د یوشمیر ولایتي شوراګانو استازي لاهم ډاډه نه دي او وایي چې راتلونکې شنبې به په دې اړه پریکړه وکړي.
د دې شوراګانو په استازیتوب د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي خبریالانو ته وویل:
"ولسمشر زموږ څخه نه دي غوښتي چې تاسو د ولایتي شوراګانو دفترونه خلاص کړئ؛
موږ یې هم نه خلاصه وو، تر څو چې د شنبې په ورځ د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې سره خبرې وکړو چې له هغوی سره هوکړې ته رسیږو که نه رسیږو؛ موږ د افغانستان د څلوردرېش ولایتونو د شوراګانو له استازو سره په دې اړه مشوره کوو؛ وروسته خپل تصمیم نیسو."
که څه هم د ولسي جرګې په ګډون یوشمېر نور خلک هم د ولایتي شورا له خوا د محلي ادارو له څارنې سره موافق نه دي؛ خو یوشمیر څيړونکي وایي، په ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو څارنه د اداري فساد مخه نیسي.