نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان مېرمنو د حقونو او د افغانستان د عدلي او قضايي نظام په اړه مطالب خپاره کړي دي.
انډپنډينټ:
د انډپنډينټ ورځپاڼې په ۲۰۱۵م کال کې کېدونکي د ښځو نړيوال فستيوال په اړه يوه مقاله خپره کړې ده. ورځپاڼې په دې مقاله کې د افغان سياستوالې فوزيه کوفي خبرې هم را اخيستي.
مقاله وايي، د مجاهدينو په اړه په يوه بحث کې؛ په اوسلو کې د ښځو نړيوال فيستيوال فعالانو وويل چې په جګړه ځپلي هيوادونو؛ لکه عراق، سوريه، افغانستان او پاکستان کې د ښځو حقونه د سخت دريځو بنسټپالو له خوا له ګواښ سره مخامخ شوي چې غوښتل يې دا هيوادونه تر لاسه کړي؛ پرمختګونه له لاس ورکړي.
د مقالې په وينا، په دې فيستيوال کې ګډون کوونکو د لويديځو ډیموکراسيو په اړه انتقادونه واورېدل. پر ځينو لويديځ هيوادونو انتقاد وشو چې له بنسټپالۍ سره په مخامخ هيوادونو کې يې د ښځو حقونو ته پام نه دی کړی.
مقاله زياتوي چې افغان سياستوالې او ليکوالې فوزيه کوفي وويل؛ په ۱۹۸۰يمه لسيزه کې له شوروي اتحاد سره د جګړې د ختمولو په مقصد مجاهديونو ته بې شمېر پيسې ورکړل شوې؛ خو د ښځو د حقونو په اړه ورته هيڅ نه وو ويل شوي.
نيويارک ټايمز:
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د "کله چې دولتي محکمې د قضيو په حل کې پاته راشي، په خلکو کې د طالبانو د عدالت محبوبيت زياتيږي" په عنوان مقاله خپره کړې ده.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه په کندهار کې د دوو کسانو يادونه کوي چې په خپل منځ کې د جايداد پر سر په لانجه اخته وو. پر دې سربېره چې مدافع وکيلانو ته يې زر ډالره حق الزحمه ورکړې وه؛ قضيه يې بې نتيجې پاته وه. حتی د مشرانو جرګه د دوی د قضيې په حل کې پاته راغلې وو. هغوی اړ شوي وو چې طالبانو ته مخه کړي او بې له رشوت ورکولو په څو ورځو کې خپله لانجه حل کړي.
ورځپاڼه وايي، ډېر داسې وختونه چې خلک د خپلو قضيو په اړه له دولتي ادارو څخه نا امېده شي؛ د طالبانو هغو محکمو ته مراجعه کوي چې د سنتي عدلي معيارونو څخه کار اخلي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه زياتوي، له يو مليارد ډالرو څخه زياته مالي مرسته چې د افغانستان له عدلي او قضايي نظام سره شوې ده؛ ښه نتيجه يې نه ده ورکړې.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، له دولتي محکمو څخه د خلکو د عقيدې د ختمېدلو يو علت دا دی چې د بيلګې په توګه؛ که غواړي د خپل باغ پر سر لانجه حل کړي؛ خپلې نورې شتمنۍ لکه غواوي او چرګان پلورلو ته اړ کيږي.
ورځپاڼه وايي، د قاضيانو او حقوق دانانو د روزلو لپاره چې د افغانستان لويديځوالو متحدينو کوم پروګرامونه جوړ کړي وو؛ بې نتيجې پاته شول. له هغو قوانينو چې د لويدځ ډموکراسيو لپاره جوړ دي؛ کتابونه ډک پاته دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه د يوه کارپوه له خولې وايي؛ ستونزه دا ده چې موږ پيسې مصرف کړې د هغه څه لپاره چې موږ غوښتل؛ نه د هغه څه لپاره چې افغانانو غوښتل.
ورځپاڼه زياتوي چې امريکا دا په پام کې نيولې وه چې افغانان غير رسمي محکمو ته ترجيح ورکوي؛ په وروستيو کلونو کې يې له محلي شوراوو سره مالي مرستې وکړې او هڅې يې وکړې چې دا شوراوي له حکومت سره وتړي.