د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

په فراه کې یوه وسله واله ډله د داعش په نوم فعالیت کوي


د فراه چارواکي وايي، د هغو وسله والو د ځپلو لپاره چې ګومان کېږي د داعش ډلې غړي به وي؛ هوايي ځواک ته اړتیا ده.

د فراه سرپرست والي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون لسګونه کسان د خاک سفید ولسوالۍ په یوه سمڅه کې پټ شوي دي.

په فراه ولایت کې اسلامي دولت ډلې ته د یوې ورته وسله والې ډلې د فعالیت د پیل له راپورونو نژدې دوه اونۍ تېرېږي.

ویل کېږي، د دې ډلې لسګونه وسله والو د دې ولایت په ځینو لېرې پرتو سیمو کې ځالې جوړې کړې دي.

د فراه سرپرست والي محمد یونس رسولي پرون (جمعه) آزادۍ راډیو ته وویل؛ یوې ډلې چې د اویا او اتیا په شاوخوا کې غړي لري د دې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د داعش په نوم فعالیت پیل کړی.

ښاغلی رسولي پر حکومت غږ وکړ چې د هوايي ځواک په وسیله دا وسله وال وځپي. نوموړی وايي، د دې ډلې غړي پخواني طالبان دي چې په نوې جامه کې راڅرګند شوي. د فراه د سرپرست والي په وینا پنجابي، ازبک، چیچن او نور بهرني جنګیالي د دې وسله والو مشري کوي چې له دې سره د دوی او طالبانو ترمینځ د ځانګړو مسایلو پرسر اختلاف هم رامینځ ته شوی دی:

(د دوی او طالبانو ترمینځ د خلیفه او امیرالمومنین پرسر اختلافونه شته چې باید د کوم یوه اطاعت وشي. بالاخره هغو طالبانو چې وزن یې کم و، خپل دریځ له امیرالمومنین څخه جلا کړ او د پیسو لپاره پردوی ورګډ شول. داعش ډلې تراوسه په هېڅ سیمه کې فعالیت نه دی پیل کړی؛ یوازې جمع نظام او پوځي روزنه ورکوي.)

د فراه د ولایتي شورا رییس فریدبختاور هم په خاک سفېد ولسوالۍ کې د وسله والو نفوذ تاییدوي. ښاغلی بختاور هم د دې ډلې پرضد چې له داعش سره اړوند بلل کېږي، پر عملیاتو ټینګار کوي.

د افغانستان دفاع وزارت، دې غوښتنو ته په ځواب کې وايي، افغان پوځ به هره هغه ډله وځپي چې د هېواد ملي امنیت ته ګواښ کوي.

د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري آزادۍ راډیو ته وویل چې د افغانستان هوايي او ځمکني ځواکونه به د هر راز تهدید په صورت کې په لازم اقدام لاس پورې کړي:

(که د القاعده په نوم وي که د داعش یا تروریست په نوم وي چې په هرځای کې مخالفین وي، ځمکني او هوايي عملیات پرې کوو. چې لږ دقیق او موثق راپور واخلو ناممکنه ده چې زموږ وسله وال پوځ هلته عملیات ونکړي او د امنیت ټینګولو لپاره ولاړ نشي.)

د افغانستان د جنوب او جنوب لویدیځو سیمو ځینو اوسېدونکو له دې مخکې هم د داعش د د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې وه.

امریکايي رسنیو په تېره ډسمبر میاشت کې راپور ورکړی و، چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې د نفوذ لپاره لازم اهداف نلري. د دې راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې د دې ډلې ټول غړي ښايي له زرو کم یا د څو سوو په شاوخوا کې وي.

ځینې څارونکي هم باور لري چې داعش ډله په افغانستان کې لوی اهداف نلري او ځکه یې پر عراق او سوریې ډېر تمرکز کړی.

XS
SM
MD
LG