د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

"شارلي ابدو" څه ډول مجله ده او څه خپروي؟


وسله والو کسانو پرون په فرانسه کې د شارلي ابدو دمجلې په دفتر برید کې دولس کسه ووژل او څو تنه نور ټپیان کړل.

شارلي ابدو اونیزه چې طنزۍ مطالب او کارټونونه خپروي په ښو او بدو مشرانو د تمسخراو ملنډو سابقه لري.

دغې مجلې له کلونو راهیسې په مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانواو دغه راز د فرانسې په سیاسي مشرانو ملنډې وهلي او د مسیحیانو په مذهبي مشریي هم ټوکې ټکالې او ناوړه کارتونونه خپاره کړي دي.

د دغې مجلې خپریدل په نولسوه اویا کلونوکې چې هغه مهال یې نوم هیراکېري وو ځکه ممنوع شول چې د فرانسې د هغه مهال جمهوررییس شارل دیګول په مړینه یې تمسخر کړی وو.

خو وروسته یې وکولای شول چې د شارلي ابدو په نامه خپل نشرات بیا پیل کړي.

شارلي ابدواته کاله پخوا داسلام پیغمبرته منسوب هغه دولس کاریکاتورونه بیا نشرکړل چې لومړی ځل د ډنمارکۍ جیلانس پوستین ورځپانې له خوا خپاره شوي وو او دغه ډول خپل یو کاریکاتور یي هم د مجلې د لومړي پاڼې د پاسه چاپ کړ.

وروسته له دې چې دغې مجلې درې کاله پخوا خپله یوه ګڼه د شریعت ابدو په نامه خپره کړه دفترته یې اور واچول شو او انټرنټي سایټ یې هم هک شو.

شارلي ابدومجلې دوه کاله پخوا د اسلام پیغمبرته منسوب یو نوی کاریاتور چاپ کړچې له دې امله په شلو اسلامي هېوادونو کېد فرانسې سفارتونه او قونسلګرۍ څه موده وتړل شول.

شارلي ابدو له کلونو راهیسې په نورو ادیانو هم بریدونه کړي.

دغې مجلې یو کال پخوا د کاتولیکو مسیحیانو په مذهبي مشر شپاړسم پاپ بینیډکټ هم تمسخر وکړ او هغه یې پټ همجنسباز وګاڼه.

شارلي ابدو په خپلې یوې ګڼې کې د یوه یهودي، د مسیحیانو د مشر او د یوه مسلمان ګډ کاریکاتورخپورکړ چې په ژړه غوني غږ وايي:

″شارلي ایبدو باید حجاب واغوندي.″

شارلي ابدوتل د مختلفو ادیانو، مشرانو او د جمهور رییس فرانسوا اولانډ په شمول د فرانسې د مشرانو په هکله طنزونه او ټوکې ټکالې خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG