په افغانستان کې ژمی ډېرسخت وي او په هېواد کې ډېرکم داسې زندانونه دي چې د تودولو سامان دې ولري.
په افغانستان کې د سره صليب نړېواله کمېټه يا ICRC هرکال د هېواد په زندانونو کې د بنديانو لپاره شړۍ، تاوده کالي او د نظافت سامان لکه د غاښو برسونه، صابن او د کالو پرېولو صابون ويشي.
د سره صليب نړېوالې کميټې دفتر وايي، سږکال يې په افغانستان کې په شااوخوا ۷۶ زندانونوکې له ۳۰،۰۰۰ بنديانو سره مرستې کړي دي.
د سره صليب نړېوالې کميټې د دفترله خوا په افغانستان کې د زندانونو سره د ارطبات مسئوله، کاميليا باستوس وايي، ډېر زندانونه د ژمي لپاره په ښه توګه نه دي مجهز او ډېری وختونه يې د تودولو په سامان وس نه رسيږي او له همدې کبله زندانيان د ژمي په سړوکې ترټولو زيات زيانمن کېږي. مېرمن باستوس زياتوي:
″ICRC دغه ضرورت معلوم کړ چې بايد په دې اړه يو څه وکړي.
هرکال د چارواکو سره له موافقې وروسته، د سره صليب نړېوالې کميټې دفترپه ټولو بنديانوکې د ژمي سامان ويشي.″
هرکال د سره صليب نړېوالې کميټې دفترهر بندي ته يوه غوټه ورکوي چې په کې د اغوستلو کالي، يو پټو، د نظافت سامان، يوه توده شړۍ، توده خولۍ، اوبدل شوی جاکټ او داسې نور شيان وي.
د سره صليب نړېوالې کميټې د دفتر پر ويب پاڼه په خپاره شوي راپورکې ويل شوي چې دغه دفترخپله ټوله وسه کوي چې د هېواد ټولو زندانونو ته ورسيږي.مېرمن باستوس زياتوي:
″سږ کال، د سره صليب نړېوالې کميټې دفتر په ۷۶ زندانونو کې په ۳۰،۰۰۰ زندانيانو کې د ژمي سامان وېشلی دی.
له هغو زندانونو پرته چې سره مياشت ورسره هر وخت مرسته کوي، دا مرستې له هغو زندانونو سره هم شوي دي چې په ډېرو ليري پرتو سيمو کې دي.″
افغانستان په وچه کې ايسارهېواد دی چې په غريزه سیمه کې پروت دی.
په دې هېواد کې ټول موسمونه، په ځانګړې توګه ژمی ډېر سخت وي.
په ژمي کې د ډېرو سيمو د حرارت درجه ډېره کښته شي او واورې اوري او له همدې کبله د دې هېواد په زندانونو کې بنديان د ژمي سره د مقاومت لپاره مرستو ته اړتيا لري.