د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۸

"په افغانستان کې د پوځي ماموریت ختم د امریکا د حضور د پای معنی نه لري"


زیاتو امریکايي ورځپاڼو د مسیحیانو د کرسمس د جشن په مناسبت د بارک اوباما پر وینا تبصرې کړې چې په هغه کې یې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې ده.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال لیکي، ولسمشر اوباما په هغه خونه کې چې د امریکا د پوځ له افسرانو او د هغوی د کورنیو له غړوډکه وه؛ اعلان وکړ چې هغه جګړه پای ته رسیږي چې دیارلس کاله یې دا هیواد بوخت ساتلی و.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپلو عسکرو – ښځو او نارینه وو د خدمت ستاینه وکړه او ویې ویل، د دې عسکرو د خدمت له برکته نن د افغانستان خلک د خپل هیواد د بیارغولو امکان لري او د امریکا امنیت ښه دی.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو په اړه دولسمشر بارک اوباما خبرې، په چکچکو بدرګه شوې.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې، د ولسمشر اوباما د خبرو یوې بلې برخې ته اشاره کړې چې وايي، افغانستان به تردې وروسته د تروریستي حملې په مرکز یا سرچینې بدل نه شي او ویاړ یې هغو عسکرو ته رسیږي چې خپل ځانونه یې قرباني کړي دي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو په اړه په خبرو کې، دا پيغام درلود چې نړۍ د امریکايي عسکرو د خدمت په پايله کې تر بل هر وخت زیاته مصونه؛ امنه او اباده شوې ده.

خو د ورځپاڼې په لیکنه، د کرسمس په مناسبت په دې وینا کې ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت ختم په دې هیواد کې د امریکا د حضور د پای ته رسیدو معنی نه لري.

لاس انجلس ټايمز لیکي چې د روان ۲۰۱۴ میلادي کال له بشپړیدو سره به، لږترلږه لس زره اته سوه امریکايي عسکر بیا هم په افغانستان کې وي.

نیوریاک ټايمز:

نیوریاک ټايمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګلد روانې میاشتې په پيل کې ویلي وو چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې تر پخوانیو اټکلونو ۱۰۰۰ تنه زیات امریکايي عسکر میشت وي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا ځکه چې د ناټو نور غړي هیوادونه ښايي ونه شي کولای چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره کافي شمیر روزونکي ورکړي.

له دې امله، د ورځپاڼې په وینا، د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه ښايي په افغانستان کې د امریکا د میشتو عسکرو شمیر ۵۵۰۰ تنو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG