د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

"د غیرمسلکي کسانو په سر لانجو د کابینې په معرفي کې ځنډ راوستی"


د ولسي جرګې یو غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې یو غړی ګل پاچا مجیدي

د ملي شورا یو شمېر غړي چې له ولسمشرغني سره یې کتلي وايي، د غیرمسلکي کسانو پرسرلانجو د کابینې په معرفي کې ځنډ راوستی دی.

د ولسي جرګې یو شمېرغړیو د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیوسره په خبروکې وویل، هغه نوماند وزیران چې د اړیکوپه اساس ولسي جرګې ته معرفي کېږي رایه نه ورکوي.

یو شمېرسناتوران بیا وايي چې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدل او د دوو ټیمونو ترمنځ د واک ویش په هېواد کې د جدي ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

په داسې حال کې چې خلک د کابینې اعلان ته په تمه دي د ملي شورا یو شمېرغړي وايي چې د جمهور رییس او اجرایه رییس ترمنځ اختلافونو د کابینې اعلان ځنډولی دی.

د ملي شورا دا غړي وايي چې د چهارشنبې په ورځ یې له ولسمشرمحمداشرف غني سره وکتل او په دې پوه شول چې د نوماند وزیرانو د معیارونو په سراختلافونه موجود دي.

د ولسي جرګې یوه غړي ګل پاچا مجیدي ازادۍ راډيوته وویل، د ملي شورا استازیو په امنیتي ارګانونو، لویې څارنوالۍ، محاکمو او بهرنیو چارو وزارت کې د مسلکې او وړکسانو د ګمارلوپه خاطر ولسمشرته ځیني وړاندیزونه وکړل:

″د حکومت د جوړښت یا د واک د ویش په اړه دوی موافقې ته رسیدلي چې کوم وزارتونه په کوم ګروپ وویشل شي په هغې موافقه شوې، هیڅ کومه ستونزه نشته.

لانجه په اشخاصو باندې ده چې د ولسمشرله خوا ردیږي.

ترنن یې مسلکې کسان یا نه دي پیدا کړي یا یې هم نه دي غوښتي یا په خپل منځ کې سره نه دي جوړ شوي. زموږ وړاندیز دا و چې امنیتي سکتور، قضا او څارنوالۍ او د بهرنیو چارو وزارت بې طرفه کسانو ته ورکړل شي.″

تمه وه د کابینې یوه برخه د چهارشنبې په ورځ اعلان شي خو دا کارد نامعلومه دلیل له امله وځنډید.

په عین حال کې د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله ته یوه نږدې کس چې ویې غوښتل نوم یې وانخیستل شي ازادۍ راډیوته وویل چې د اجرایه رییس له خوا د یو شمېرنوماند وزیرانو نومونه ولسمشرته لیږل شوي دي او پاتې ستونزه دوی نه ده جوړه کړې.

اخوا یو شمېرافغان سناتوران وايي، د کابینې په اعلان کې ځنډ نورد منلو نه دی او د ملي یووالي د حکومت مشران باید په هېواد کې شته ستونزې درک کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هېواد کې له روان وضعیته انديښنه وښوده او ویې ویل چې د دوو ټیمونو ترمنځ خپلمنځي مخالفتونه د اوسنیو ستونزو لامل شوي دي:

″د دې لپاره چې دا ټیمونه له بېلابېلو سیاسي اشخاصو او ګروپونو جوړ شوي، د کمپاینونو په وخت او په خپلو کې یې سره د څوکېو او امتیازاتو د ورکړې وعدې کړي دي، اوس چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی په دې معنی چې واک د دوو ټیمونو ترمنځ ویشل شوی دی نو خپلې کړې ژمنې ژرترژرنه شي پوره کولی او نه هم د مقابل لوري قناعت ترلاسه کولی شي.″

یو شمېرافغان کارپوهان او عام خلک وايي، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو درې میاشتې تیریږي خو افغان مشرانو تراوسه د کابینې غړي ولسي جرګې ته نه دي معرفي کړي.

دوی وايي چې د کابینې په اعلان کې ځنډ، د ناامنیو د زیاتوالي او د اقتصادي ستونزولامل شوی او د دې وضعیت دوام په حکومت باندې د خلکو د باور د کمیدو لامل کېږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG