د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

"چاته اجازه نه ورکوو چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي"


د پاکستان صدراعظم نوازشریف وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي او که چيرې چا د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروله، نو پاکستان به سخت چلند ورسره وکړي.

نواز شريف همدا رازپه پاکستان کې د وروستيو ترهګريزو پېښو په اړه وويل، اوس وخت را رسېدلى، چې موږ د کوم بل خونړي بريد تر رامنځته کېدو مخکې سختې او ترخې پرېکړې وکړو. که چېرې موږ داسې ونه کړل، نو راتلونکي نسلونه به مو ونه بخښي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د دې هېواد د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو يوه ټول ګونديز کنفرانس ته د وينا پرمهال وکړې.

په پېښور کې د روانې مياشت په ١٦مه نېټه پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته، چې نزدې ١٥٠ تنه پکې ووژل شول، دا په پاکستان کې د دې هېواد د سياسي ګوندونو دويم ټول ګونديم کنفرانس دى، چې د پاکستان د يو شمېر سياسي ګوندونو غړيو او همدراز د پوځ چګپوړو چارواکيو هم پکې برخه اخيستې وه او د ترورېزم ضد جګړې او د ترورېزم د مخنيوي لپاره يې پکې د يوې ټولمنلې کړنلاې جوړولو لپاره سلا مشورې کولې.

نواز شريف دغې کنفرانس ته د خپلې وينا پر مهال وويل، د افغانستان د پخواني حکومت په پرتله نوى حکومت په سيمه کې د ترورېزم له منځه وړلو لپاره ښه نيت لري او زياته يې کړه، دواړه هېوادونه پر دې سلا شوي، چې خپلې خاورې به د يو بل پر ضد نه کاروي:

"پاکستان به نور هیڅکله په خپيله خاوره کې ترهګر ونه زغمي، که د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخیستل شي، موږ به یې پرضد کلک اقدام وکړو، په عین حال کې که په افغانستان کې داسي وشي، دوی (افغانان) به په ورته ډول چلن وکړي. کابل ته د لوی درستیز جنرال راحیل شریف له سفره وروسته افغانستان په خپله خوا کې د سخت دریځو پر ضد عملیات پیل کړي، چې دا يو ښه ګام دى او دوى [افغانان] له زړه غواړي چې ترورېزم له منځۀ لاړ شي."

پاکستانيو چارواکيو ویلي چې د پېښور د دسمبر د شپاړسمې نېټې بريد د دوی لپاره د د سپټمیر د یوولسمې بريد و او لکه څنګه چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې امریکا بدله کړه، د دسمبر د شپاړسمې نېټې برید پاکستان بدل کړی دی.

د پاکستان د سياسي چارو ځينې کارپوهان په داسې حال کې چې په دې وروستيو د سخت دريځو په وړاندې د پاکستان د صدراعظم د دريځ بدلون ستايي، خو ددې ترڅنګ وايي، په پاکستان کې اوس هم ځينې کړۍ شته، چې نه غواړي په افغانستان کې امن راشي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د نواز شريف وروستۍ څرګندونې وستايلې او زياته يې کړه:

" نواز شريف صيب ډېر ښه نيت دى او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه دې ښې اړيکي جوړې شي. خو له بده مرغه دلته داسې ځينې قوتونه شته، چې هغه نه غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه ښه تعلقات جوړ شي. په دغه کې ځينې مذهبي ګوندونه دي او ځينې پخواني پوځيان هم دي، هغوى نه غواړي چې تعلقات دې ښه، افغانستان کې دې امن راشي او افغانستان کې دې ترقي وشي.

زه دا وايمه چې دا ډېر ښه پرمختګ دى، خو پکار دا ده چې دوى د ښه نيت نه چې څومره يو بل سره وعدې کړي دي، په هغې دې عمل درامد وشي. نه دې په افغانستان کې مداخلت کېږي، نه دې په پاکستان کې د افغانستان له طرف نه مداخلت کېږي.

چې دا څومره ترهګر دي، په دې کې د ښه Good او بد Bad تميز نه دى پکار، ددې خلاف عمليات پکار دي. چې کوم سړى دلته ترهګري کوي، د هغې خلاف ايکشن پکار دى."

بل خوا د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل، چې ددې هېواد د سياسي ګوندونو په ټول ګونديز کنفرانس کې يې برخه اخيستې وه، د ترورېزم او ترورېستانو د ځپلو په اړه وويل، چې پاکستان له يوه مشکل وضعيت سره مخ دى او موږ بايد په دې وخت کې غېر عادي او پياوړې پرېکړې وکړو، څو په پاکستان کې ترورېزم له منځه يوسو.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د سياسي ګوندونو دغه ټول ګونديز کنفرانس د پنجشنبې په شپه ناوخته تر هغې وروسته پاى ته رسېدلى، چې ګډونوالو يې د ترورېزم د مخنيوي لپاره حکومت ته ځينې سپارښتنې کړي او د يوې ملي کړنلارې پر جوړولو يې هوکړه کړې.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG