په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی وایي، چې د افغان ځواکونو د روزنې پرځای باید دوی ته د تجهیزاتو په برابرولو ډیرکار وشي.
موریتس یوخیمز ازادۍ راډیوته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دوی د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه برخه هم د افغان ځواکونو تجهیزول دي.
نوموړی وایي، چې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره باید افغانستان او پاکستان یو پربل د تورونو د لګولو سیاست پای ته ورسوي او له نږدې همکاري وکړي.
په داسې حال کې، چې یوه اونۍ وروسته د ټول هېواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د افغان ځواکونو په هر اړخیز تجهیز ټینګار کوي.
د ناټو ملکي استازی موریتس یوخیمز وایي، چې د غوڅ ملاتړد ماموریت په ترڅ کې به افغان ځواکونوته روزنه او مشوره ورکول کیږي او د دې ترڅنګ به د دوی تمویل او تجهیزته هم کارکوي.
یوخیمز، چې په افغانستان کې یې د کار وروستۍ ورځې دي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې تر راتلونکو دریو کلونو پورې له افغان ځواکونو سره د دوی مرستې پر ځای دي:
″زموږ یوه ژمنه دا ده، چې په کال کې به له ملي اردو او پولیسو سره څلور ترپنځه میلیارده ډالره مرسته کوو، دا د دوی د معاشونو او نورو لګښتونو لپاره دي، بله مهمه ژمنه دا ده، چې د امریکا په ګډون د ناټو ځیني غړي هېوادونه به افغان ځواکونو ته تجهیزات برابروي، چې په دوو کې هلي کاپترې او زره ټانکونه شامل دي، د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز تردې ډیر مهم دی، چې موږ دلته زرګونه روزونکي ولرو.″
یوه اونۍ وروسته یعنې د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتۍ په لومړۍ نیټه ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړپه نوم نوی ماموریت پيلوي، چې له مخې به یې ۱۲ زره بهرني سرتیري په افغانستان کې پاته کیږي او افغان ځواکونو ته به روزنه او مشوره ورکوي.
د ناټو ملکی استازی وایي، تر اوسه پریکړه نه ده شوې، چې نوی ماموریت به یې څوکاله دوام وکړي.
د ناټو دغه چارواکی وایي، په اصولوکې د دوی دغه ماموریت په بشپړه توګه غیر پوځي دی او پاته کیدونکي عسکربه یې په جګړو کې برخه نه اخلي.
خو د ځینو راپورونو په اساس په افغانستان کې پاته کیدونکي امریکایي ځواکونه کولای شي، د افغان حکومت په غوښتنه او مشوره په پوځي عملیاتو کې هم برخه واخلي.
د ناټو ملکي استازی په داسې حال کې د افغان ځواکونو په تجهیزټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې له لسو ورځو راهیسې د مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
موریتس یوخیمز د پکتیکا د یحیی خیلو او د پیښور د پوځ پر یوه ښونځي وروستیو حملو ته په اشارې وایي، چې د تروریزم د ځپلو لپاره د افغانستان او پاکستان همکاري ډیره مهمه ده:.
″د ملي وحدت نوي حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د معاملو ښه بهیر پیل کړی دی، د پکتیکا او پیښور وروستیو خونړیو پیښو ته په کتو افغانستان او پاکستان باید یو د بل په وړاندې د تورونو د لګولو لوبه پای ته ورسوي، دې پیښو ته په کتو باید دواړه هېوادونه مخکې ولاړ شي، زما په ګومان دواړه هېوادونه اوس د پخوا په پرتله یو له بل سره نږدې شوي.″
د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز ژمنې له دې وړاندې امریکایي چارواکو هم کړي او د افغانستان دفاع وزارت د هوایي ځواک کمښت د امنیتي ځواکونو مهمه خلا بللې ده.
څیړونکي وایي، که چیرې امریکا او ناټو په دې برخه کې کړې ژمنې ژرعملي نه کړي، له ۲۰۱۴ کال ورسته به د افغانستان د سرحدونو بشپړه دفاع افغان ځواکونو ته سخته وي.
راپور: اسدالله لودین