د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۳

ایا پاکستان به د طالبانو پرضد راپورته شي؟


انګلستان چاب، ابزرورObserver ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: ایا پاکستان به وکړای شي چې د پیښور له پیښې وروسته د طالبانو پر ضد راپورته شي؟

ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي د دیني عالمانو پرضد چې د وسله والو له خوا د خلکو په ډله ییزې وژنې یي سترګې پټې کړې او چوپه خوله دي، لیکلې دي:

که څه هم چې په پاکستان کې د دیني عالمانو پر ضد اعتراضونه سابقه نه لري، خو دا به ولیدل شي چې د پاکستان دولت څومره لیوال دی چې د خلکو دا قهر او غوسه په یوه بدلون یا عمل بدله کړي.

ابزرور زیاتوي، د فیس بوک په یوې پاڼه کې چې د پنجاب ایالت یوه پولیس رحیم یارخان ته یي نسبت کیږي، په غټو ټکو او جملو کې يي د طالبانو ملاتړي په ډیرو بدو الفاظو یاد کړي دي.

په اسلام اباد کې اعتراض کوونکې، د لعل مسجد مخې ته راټول شول او دا هغه ځاي دی چې د پاکستان پوځ او ملایانو په کې په ۲۰۰۷ م کال کې خونړۍ جګړه کړي وه .

اعتراض کوونکو غوښتل چې د مسجد امام مولانا عبدالعزیزباید په پیښورکې په یوه ښوونځې کې د طالبانو له خوا ډله ییزه وژنه وغندي.

ورځپاڼه لیکي:

څو اونۍ وړاندې په پاکستان کې د دې حالت تصورهم نه کیده، خو د پیښورپه یوه ښوونځې کې له ډله ییزې وژنې وروسته دا حالت رامنځ ته شوی دی.

ابزرور وړاندې لیکي:

په پاکستان د غم فضا خپره ده. د چهارشنبې په ورځ د پیښورد پیښې په اړه د نویو حقایقو د رابرسیره کیدو له امله نورمخالفتونه هم راپورته شول او د قهر یوه داسې فضا رامنځ ته شوې چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د پخوانۍ صدراعظمي بې نظیربوټو له ترور وروسته هم خلک په دې اندازه په قهر او انزجار کې نه وو.

ورځپاڼه زیاتوي، د نورو دیني عالمانو او ملایانو په ډله کې د لعل مسجد د امام مولانا عبدالعزیر پرضد هم خلکو شعارونه ورکول او خلک نور د دې زغم نه لري چې دا ډول دیني عالمان د طالبانو او بنسټ پالو ډلو د وژنو په اړه چپه خوله وي او په ډاګه یي نه غندي.

ابزرور ورځپاڼه د تحلیل په یوه برخه کې لیکي:

په داسې یو حالت کې چې دا مهال په پاکستان کې رامنځ ته شوی، پوښتنه پیدا کیږي چې ایا د بنسټ پالو وسله والو پرضد به په یوه ګډ عمل توافق وشي؟ ورځپاڼه لیکي:

حقیقتې او ریښتنی ځواب نه دی. په پاکستان کې د دیني عالمانو پرضد له روانو اعتراضونو سره سره، د پاکستان دولت نه غواړي د خلکو دا غوسه د یوه بدلون او یا عمل پر لوري برابره کړي.

فارین افییرزForeign Affairsخپرونې هم د طالبانو او بنسټ پالو پرضد د پاکستان د دولت د نه عمل په اړه یو مضمون خپور کړی او د یوه کوچني هلک یو عکس یي چاپ کړی چې پوځي خولۍ په سر ده او د پیښور د ښوونځي بهرد وژل شویو کوچنیانو په ویر ژاړي او اوښکې توئیوي.

خپرونه لیکي:

د پیښور د ښوونځې پیښه د زیاتې حیرانتیا مساله هم نه ده. د تحریک طالبان پاکستان یوه غړي فیصل شهزاد د ۲۰۱۰ م کال په پسرلې کې د نیویارک ښار ټایمز سکویر کې د بمې چاودنې پلان جوړ کړی و .

له دې پیښې څخه څو اوونۍ وروسته تحریک طالبان پاکستان ډلې په لاهورکې د جمعې په لمانځه کې د احمدي فرقي ۸۶ لمونځ کوونکې قتل عام کړل .

خپرونه زیاتوي، د دې او نورو زیاتو ثبوتونو او ګواښونو سره سره، د پاکستان دولت د تحریک طالبان د ډلې د له منځه وړلو لپاره هیڅ نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG