د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

سرپل: د ماین جوړونکو د نیولو په هدف، عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې


د سرپل چارواکي وایي، هغو عملیاتو یې نتیجه نه ده ورکړې، چې په دې ولایت کې یې د ازبک جنګیالیو او ماین جوړونکو د نیولو په هدف پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې د سرپل ولایت سرپرست په دغه ولایت کې د دوه لس ازبکستاني ښځو او څلورو ازبکستاني نارینه وو د موجودیت خبره کړې وه، چې د یوې میاشتې راهیسې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو سره د بمونو په جوړولو کې مرسته کوي.

د سرپل امنیي قوماندان ازادۍ راډیو ته وویل، د کوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې دوه چاڼیزعملیات وکړل خو د داسې کسانو د موجودیت په اړه یې څه شواهد او ثبوتونه لاسته نه دي ورغلي.

امنیتي کارپوهان په سیمه کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت خطرناک بولي او وایي دا کار کولای شي په سیمه ییزه کچه د افغانستان اعتبار کم کړي.

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي ټينګارکوي چې د هغو ازبکستاني ښځو او سړیو د نیولو هڅې به روانې وساتي چې وسله والو مخالفینو ته د مقناطیسي بمونو د جوړولو مهارتونه ور زده کوي.

د دې ولایت سرپرست خبر ورکړی چې د ازبکستان دوه لس ښځينه او څلور نارینه د یوې میاشتې راهیسې د سرپل ولایت د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې د ماینونو په جوړولو کې له مخالفینو سره مرسته کوي.

د دې ولایت امنیې قوماندان نورحبیب ګلبهاري د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، چې د استخباراتي معلوماتوله مخې یې دوه ځله په کوهستاناتو ولسوالۍ کې عملیات وکړل خو تر اوسه په دې اړه څه شواهد په لاس نه دي ورغلي او نه یې په دې اړه څوک نیولي دي:

″موږهلته عملیات وکړه د قرغطیو سیمه مو دوه ځله بشپړه وپلټله ولې نه دې سیمې خلک په دې اړه څه وویل چې بهرني وګړي یې لیدلي او نه هم زموږ په لاس داسې څه راغله چې پوه شو دلته څوک وه.″

له دې وړاندې د دې ولایت چارواکو د ازادۍ راډيو سره په خبروکې ویلي وه چې د ازبکستان دې جنګیالیو په پاکستان کې د بمونو جوړولو او نورو تروریستي فعالیتونو زده کړه کړي او اوس په سیمه کې نورخلک دې کارونو ته هڅوي.

له دې سره سم د بدخشان وکیلانو ویلي، چې په دې ولایت کې هم د منځنۍ اسیا شااوخوا درې سوه جنګیالي فعاله دي او شااوخوا اتیا یې له خپلو کورنیو سره په دې ولایت کې ژوند کوي.

د امنیتي چارو کارپوهان وایي، له پاکستاني طالبانو سربیره د منځنۍ اسیا د جنګیالیو موجودیت د هېواد امنیت ته یو بل ګواښ دی.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالهادي خالد ازادۍ راډيوته وویل، د افغانستان کشفي ادارې باید په دې برخه کې جدي فعالیت وکړي او مخکې له دې چې دا بهرني وګړي په سیمه کې نور خواخوږي پیدا کړي له منځه یې یوسي:

″دا خطرناک کار دی زموږ ملي امنیت او کشفي ارګانونه باید په دې برخه کې ډيره پاملرنه وکړي او بالاخره باید ورته د حل لار پیدا کړي او پرینږدي چې نړېوال تروریزم زموږ له خاورې استفاده وکړي او دلته امنیت له خطر سره مخ کړي په همدې ډول منځنی اسیا او ګاونډي هېوادونه چې زموږ څخه کومې هیلې لري باید ونه شلیږي.″

په شمال او په تیره بیا سرپل، فاریاب او کندز ولایتونو کې د د ولت ضد فعالیتونو او ناامنی پړه تل په سیمه یزو زورواکو او یا بهرنیو اتباعو چې ډير ېې عرب،پاکستاني او ازبک جنګیالي دي اچول کیږي.

د سیمې اوسیدونکو او په ولسي جرګه کې د دې ولایتونو استازو څو ځله شکایتونه کړي چې سیمو ته یې داسې جنګیالي ورځې چې څوک یې په ژبه نه پوهیږي او په زور د دوی په سیمو کې اوسیږي او عام خلک هم تروریستي فعالیتونو ته هڅوي.

دوی وایي، حکومت باید ددې شبکو د فعالیت مخه ونیسي، که نه د وخت په تیریدو سره به یې مهارول ناممکنه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG