د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۱

"له انفجاره ورسته د دریدلي زړه درزا"


کابو دوه لسیزې مخکې کله چې کابل د خپلمنځي جګړو کور شو او بیا وروسته د طالبانو سپینه جنډه پرې ورپېده د تیاترونو لپاره د کابل نندارې روان ستیج هم بیا ونه څرخید.

کابل نندارې زیانمنه شوه، ودانۍ یې ورانه او نندارچیان یې له تورخم او اسلام کلا هم پسې واوښتل.

خو د هنر اور مړ نه شو، پېښور د دریشې دارانو په نوم د افغان هنرمندانو د داسې یو تیاتر کوربه و چې نیشتر هال یې تکرار نه درلود.

اوس پوښتنه دا ده چې دوه لسیزې ورسته په کابل کې د فرانسې په فرهنګي مرکز کې د تېرې پنجشنبې د ورځې ځان وژونکې حمله به په افغان هنرمندانو کې د هنر مینه ووژني که څنګه؟

د کابل تیاتر رییس عبدالغفور شریعتي مو پوښتلی دی:

"ما دا اوس له خپلو همکارانو سره وکتل؛ هغوی وویل چې موږ له داسې حملو څخه ویره نه لرو ځکه موږ د افغان ملت لپاره کار کوو؛ د خپلو خلکو درد بیانوو، حتی دوی ویل چې موږ حاضر یو چې همدغه نمایشنامه د ملي تیاتر له خوا بیا ولوبوو؛ زموږ وسله زموږ هنري ژبه ده او دا ډول حملې به کله هم زموږ روحیه ماته نه کړي."

ورستي څو کلونه داسې دي چې د افغانستان د تیاتر د بیا ژوندي کولو لپاره هیلې ټوکېدلې او په کابل کې د جرمني د فرهنګي مرکز ګویته انسټیټیوټ په نوښت د تیاتر د جشنونو پیل دغه هیلې ښې غوړولي او یو نوی رنګ یې ورکړی دی.

د دغه مرکز د کلتوري چارو مسوول ابراهیم هوتک هم وايي چې دا ډول حملې به د تیاتر د هنرمندانو فعالیتونه په هیڅ ډول ټکني نه کړي.

"دا باید په سختو الفاظو وغندل شي، ځکه چې د هنر سره جفا کول دي، هغوی هیڅ ګناه نه درلوده، دوی د افغانستان د تیاتر او بلاخره د سولې له پاره خپل اواز اوچتوو؛ زه فکر کوم دا په ټوله کې د افغانستان د تیاتر لپاره یوه لویه ضربه ده؛ خو په هیڅ ډول به د فعالیتونو د مخ نیوي سبب نه شي او هغه هنرمندان چې په دې ډګر کې کار کوي خيلو فعالتونو ته به دوام ورکړي."

"له انفجاره ورسته د دریدلي زړه درزا"؛ هغه تیاتر چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د فرانسې د فرهنګي مرکز په تالار کې یې ننداره وه؛ یوې ځان وژونکې حملې ناتمامه پرېښود.

شا او خوا د شلو زخمي صورتونو زړونه له حملې ورسته بیا په ډزرا شول خو یو بهرني په کې خپل سر وخوړو.

د دې حملې مسولیت طالبانو واخیست او ویې ویل چې یاد نمایش د دوی په ضد د فعالیتونو یوه برخه وه.

د افغانستان د تیاتر او سینما یو مشهور لوبغاړی ممنون مقصودي د ستیج پر سر د دې صحني د بیا راژوندي کولو او بیا ځلي تکرار هیله لري او وايي چې په دې توګه باید د افغانستان د فرهنګ او هنر د مخالفینو څېرې وښودل شي:

"زه فکر کوم دغه موضوع د تیاتریستانو لپاره ډېره مهمه سوژه ده؛ که چیرې زموږ تیاتریستان وغواړي چې د داشان اعمالو تر شا څېرې یو ځل بیا د ستیج پر سر وښيي؛ دا به د صادق تیاتر لپاره یوه ډېره مهمه موضوع وي؛ او هیله ده چې موږ او تیاتریستان وکولای شو چې د دغه شان خلکو څېرې یو ځل بیا په تیاتر باندې خلکو ته وښیوو."

د یادونې ده چې په افغانستان کې لومړنی تیاتر د افغان تیاتریستانو له خوا د "فتح و سقوط اندلس" په نوم د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په پغمان نندارې کې ولوبول شو.

د افغانستان د ملي تیاتر د مسوولینو په وینا؛ د تیاتري نندارو لپاره د مشهورې ودانۍ کابل نندارې د بیا رغونې کار چې د کورنیو جګړو په ترڅ کې یې سخت زیان لیدلی و پنځه اویا فیصده پشپړ او پنځه ویشت نور به یې هم ډېر ژر بشړ شي.

خو خلک وايي، که امنیتي پېښې همداسې وي چې روانې دي نو نه به د کابل نندارې چوکۍ دکې شي او نه به څوک د کوم تیاتري پروګرام د لیدلو لپاره زړه ښه کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG