د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

په کابل کې د رضاکارانو نړېواله ورځ ولمانځل شوه


د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو د شبکې لسګونو غړيو او یو شمیر رضا کارانو د کابل د حشمت خان کول د سیمې په پاکولو سره د رضا کارانو له نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه.

د دې شبکې چارواکي وايي چې یاد پروګرام د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ملګرو ملتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې په ملاتړ جوړ شوی دی.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو د سازمان مشر عنایت الله صافي د جمعي په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پروګرام د جوړېدو په اړه وویل:

"په تیرو کلونو کې له دې ورځې څخه د کنفرانسونو په جوړولو لمانځل کېده؛ خو دا ځل موږ وغوښتل چې ۱۲۰ تنه رضا کار ځوانان راټولو کړو ترڅو په رضا کارانه ډول د کابل د حشمت خان کول سیمه پاکه کړي؛ له دې کار څخه یو هدف دا دی چې د خلکو ترمنځ د رضاکارانه کارانو فرهنګ ته ترویج ورکړو؛ په دویم قدم کې د حشمت خان کول سیمه یو تاریخي او مهم ځای دی او موږ وغوښتل چې د دې سیمې له اهمیت څخه خلک خبر شي او په درېیم قدم کې مو غوښتل چې د چاپیریال د پاکولو سره مرسته وکړو."

حشمت خان کول چې د پلازمېنې کابل په بالاحصار سیمه کې دی یو وخت د پاچاهانو د ښکار ځای و.

د لوګر د سیند اوبه دغه ځای ته راتلې او د پسرلي په موسم کې به مهاجرې مرغې همدې سیمې ته راټولېدلې.

په ۱۳۴۹ کال کې د هماغه وخت حکومت دا سیمه تفریحي ځای اعلان کړې وه؛ خو اوس مهال دې سیمه کې نه اوبه شته نه سمسور ځایونه او نه هم د مرغانو چڼار شته.

اوس مهال داسې راپورنه هم شته چې په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د نورو ډېر شمېرځمکو په څېر د زورواکانو له خوا غضب شوې.

یو شمیر رضا کارو ځوانانو د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې پروګرام کې د ګډون سره غواړي چې خلکو ته دا پیغام ورسوي چې د خپل ښار په پاکولو کې هڅې وکړي.

څو تنو ځوانانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"۱- سنګر شیرزاد یم او نن په رضا کارانه ډول راغلی یم چې په دې پروګرام کې برخه واخلم؛ ترڅو دا سیمه له کثافاتو پاکه کړو؛ دلته کوم خلک چې اوسیږي موږ په ټولو غږ کوو چې د خپل چاپیریال په پاکولو کې هڅه وکړي ترڅو صحمت اوسي.

۲- زه له مرکزي حکومت نه غواړم چې دغه پارک د غاصبینو له منګلو وژغوري او د تیر په څير ورنه یو تفریج ګاه جوړ کړي."

د رضا کارانو نړیواله ورځ هر کال د نړۍ په سطحه لمانځل کیږي.

په کابل کې سږ کال د رضا کارانو له ورځې څخه د لمانځنې لپاره د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې چارواکو هم ګډون کړی و.

دوی همدارنګه په خپلو خبرو کې د تفریحي سیمو د پاکولو او رضا کارانو د فرهنګ پراختیا په اړه ټينګار وکړ.

XS
SM
MD
LG