د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د يکشنبې په ورځ په يوه اووه ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو ته تللى؛ چېرته چې به نوموړى د دې هېواد له جګپوړو پوځي او دولتي مقاماتو سره وګوري.
د پاکستان تر لوى درستيز کېدو وروسته امريکا ته دا د جنرال راحيل شريف او همداراز په تېرو څلورو کلونو کې د کوم پاکستاني پوځ د مشر لومړۍ دوره ده.
د پاکستاني پوځ مشر دا دوره په يوه داسې وخت کې کوي چې په دې وروستيو کې دې هېواد د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي؛ خو دا دوره له دې امله د ډېر اهميت وړ ده چې ټاکل شوې ده؛ د روان کال په پاى کې له افغانستان څخه ډېر محاربوي امريکايي ځواکونه ووځي.
همداراز جنرال شريف دا سفر تر هغې وروسته کوي چې نوموړى څه ورځې وړاندې له افغان چارواکو سره د ليدنې په موخه کابل ته تللى و او همدراز د تيرې جمعې په ورځ افغان ولسمشر پاکستان ته د خپل پر مهال له نوموړي سره د هغه په قومندانۍ کې ليدلي وو او په دوه اړخيزو اړيکيو يې خبرې کړې وې.
د پاکستان د دفاعي چارو څارونکي په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې په سيمه کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي؛ امريکا ته د جنرال راحيل شريف د دورې په اړه وايي چې ښايي په دې کې به پر وزيرستان سربېره د سيمې په عمومي امنيتي وضعيت خبرې وشي.
د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه او پخواني پوځي متقاعد بريګيډير سيد نذير مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"ضروري خبره ده چې امريکا د افغانستان نه مياشت يوه نيمه پس روانه ده او هغې نه پس چې کوم حالات دي؛ هغه به ټول د افغانستان پوځ په خپله سمبالوي. نو په هغې کې چې د پاکستان کومه حصه ده په پوله باندې؛ د هغې نه علاوه د دوى چې څه اثر رسوخ دى او د يو بل په اړه چې د دوى څه خدشات دي؛ د هغې مخنيوي دپاره او ضروري خبره ده، چې امريکا يو حصه دار دى او بل په افغانستان کې هغوى دوه اړخيزه امنيتي دفاعي تړون هم کړى دى؛ نو د هغې په لړ کې پاکستان بۀ هغوى ته په باره د هغوى خدشات هم لرې کوي او د امن په اړه چې کوم قدمونه اخلي؛ په هغې به يې هم پوهوي او د اينده لپاره د امريکې چې کوم رول د هغې طول ناب به هم کوي چې هغه بۀ په کومه سطح باندې وي."
د مومند په خبره، راحيل شريف به په دې سفر کې هڅه کوي چې امريکا پر دې مطمېنه کړي چې په شمالي وزيرستان کې يې د وسله والو پر ضد له کوم امتياز و توپير پرته عمليات پيل کړي:
"دا ځل پاکستان بۀ خپله ستراتېژي په دې توګه ښيي چې دوى کوم ضرب عضب پوځي اپرېشن روان کړى دى؛ په دې کې چې کوم ترهګر دي؛ هغې خلاف چې کوم اپريشن روان دى؛ په هغې کې ټول او هر قسم ترهګر شامل دي؛ په دې به امريکا مطمين کوي."
امریکا چې د ترورېزم پرضد جګړه کې یې پاکستان د لومړۍ کرښې اتحادي هیواد دی؛ تل پر پاکستان غږ کړی چې د وسله والو ډلو پرضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دوی په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد د اقداماتو غوښتنه کوي؛ ځکه چې له دغه ځایه افغانستان ته د ټرورېزم لپاره وسله وال ورلېږي.
که څه هم پاکستان وايي چې په دې وروستيو کې يې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد له کوم امتياز و توپير پرته پراخ پوځي عمليات پيل کړي او تر ډېره يې په سيمه کې مېشت وسله وال ځپلي؛ خو د امريکا دفاع وزارت څه ورځې مخکې په خپل وروستي رارپور کې ويلي چې هغه تروریستان چې په افغانستان اوهند کې تروریستي فعالیتونه کوي، په پاکستان کې پناه ځایونه لري.
راپور: ذبيح شفق