د پاکستان د کورنيو چارو وزيرهغه راپورونه رد کړل، چې وايي د اسلامي دولت ډلې یا داعش، په دې وروستیو کې پاکستان ته هم خپل حضور غځولی او ویل کیږي چې د ناکراره بلوچستان له ایالته یې تر۱۲ زرو پورې کسان جذب کړي دي.
چوهدري نثارعلي خان د سې شنبې په ورځ د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښارکې له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، چې په پاکستان کې د داعش په نامه وسله واله ډله نه شته خو په خبره يې، چې ښايي داسې ډلې به هرومرو وي، چې د داعش ملاتړ کوي.نوموړي په دې اړه وويل:
"په پاکستان کې د دې ډلې رسمي وجود نشته، خو البته داسې خلک شته، چې له بېلابېلو ترورېستي ډلو سره تړاو لري او د داعش ملاتړ به کوي، داسې خو په پاکستان کې دننه او بهر لسګونه ډلې شته، چې ترورېستي فعاليتونه کوي، خو په دې نامه [داعش] ډله پاکستان کې نشته."
د پاکستان د کورنيو چارو وزيرپه دې هېواد کې د داعش د شتون امکان په داسې حال کې رد کړى، چې څو ورځې مخکې د بلوچستان ايالتي حکومت د دې هېواد امنيتي ارګانونو ته په يوه لېږل شوي راپور کې په پاکستان کې د اسلامي دولت يا داعش د زياتېدونکي نفوذ په اړه خبردارى ورکړى و.
د راپورونو له مخې، په دغه مخفي راپورکې ويل شوي وو، چې داعش د هنګو او کورمې ايجنسۍ نه يې د لسو زرو نه نيولې تر دولسو زرو پورې جنګيالي جذب کړي دي.
د پاکستان د سياسي چارو څارونکي که څه هم په پاکستان کې د داعش وسله والې ډلې ښکاره شتون نه مني، خو د دې ترڅنګ وايي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيموکې داسې ډېرى سيمې شته، چې د پاکستانيو ځواکونو ورتګ ګران دى او ښايي هلته د داعش وسله وال يا ملاتړي موجود وي.
د سياسي او قبايلي چارو کارپوه مشتاق يوسفزي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"اوسه پورې دوى لا مخې ته راغلي نه دي، خو کله چې د تحريک طالبان پاکستان پخوانى ترجمان له خپلو شپږو ملګرو سره په دې کې شامل شو، نو د هغې نه پس دا وېره څرګندېده، چې نور خلک به هم دې کې شامل شي، خو ددې نه پس په ظاهره باندې داسې چا اعلان نه دى کړى او څوک مخې ته نه دى راغلى، خو کله چې اوس چې وال چاکينګ شروع کړى دى او ځاى پر ځاى باندې خلک بېنري لګوي او وايي چې موږ پاکستان کې داعش ته هرکلى وايو.
دلته کې پاکستان کې دننه او قبايلي علاقو کې داسې ډېرې علاقې شته، چې هلته اوس هم د طالبانو حکومت دى، هلته د پاکستاني پوځ موجوديت نشته.
هلته کې دوى لا تلي نه دي، تلى هم نشي، دوى ته ډېر مشکلات دي. دا د دوى د وس نه بهر خبره نه ده، چې دوى دې هرې سيمې او هر غر ته پوځ ولېږي او بيا طالبان، اګر چې دوى مختلف ګروپونه دي، خو د دوى خپلو کې تعلقات ډېر ښه وي، دوى يو بل خرابوي نه. نو کېداى شي چې يوځاى کې تحريک طالبان هم وي او هلته کې د داعش خلک هم وي."
يوسفزي د پاکستان د کورنيو چارو وزيرخبره تاييد کړه، چې وايي په دې هېواد کې به ښايي ځينې داسې ډلې وي، چې د داعش ملاتړې وي:
"اول کې يو تنظيم وي، بيا هغوى جدا شي او د هغوى مشران بيا ځانله تنظيم جوړ کړي.
د هغې وجه دا وي، چې ددغه تنظيم خلک د خپلو مشرانو د کار نه مطمېن نه وي، دا خو هر وخت امکان لري او دلته کې داسې خلک شته، چې هغوى ډېر سرتېزه وي، د هغوى ډېر سخت ګيره پاليسۍ دي.
نو چې کله داسې تنظيم راشي او دوى وګوري چې دې کې زموږ کار کېداى شي او دا خلک زموږ د سوچ و خيال مطابق دي، نو بيا دوى ځي او په هغې کې شاملېږي. ستاسې مخې ته د القاعدې مثال شته او اوس چې کوم داعش راغلى، ددې هم د هغه القاعدې مثال دى."
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان د کراچۍ، ملتان، بنو او بلوچستان په ګډون بېلابېلو ښارونو کې د داعش په ملاتړ کې په ديوالونو ليکل ليدل شوي او همداراز په پېښور کې د "فتح" په نامه ددې ډلې يوه جريده هم چاپ شوې ده.
راپور: ذبيح شفق