د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

سبار: د تیرپه پرتله سږکال د کورني بې ځایه شویو شمېر زیات دی


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایې، سږکال په هېواد کې د بې ځایه شویو کسانو شمېرد تیرکال په پرتله زیات شوی دی.

د دغه وزارت د بې ځایه شویو او اضطراري حالاتو د څانګې رییس ازادۍ راډیو ته وویل، چې روان میلادي کال په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېرڅه باندې شپږلکه او شل زره کسانو ته ورسید.

دا په داسې حال کې ده چې، ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو په ورځ د وینا پر مهال ډاډ ورکړ، چې د بې ځایه شویو او کډوالو ستونزو ته به په خپل حکومت کې ډيره پاملرنه وکړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسولین وایې، د افغانستان په یو شمېرسیموکې د جګړو ډيریدل، په دغه هېواد کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر د تیرکال په پرتله زیات کړی دی.

د دغه وزارت د بې ځایه شویو او اضطراري حالاتو د څانګې رییس مهرخدا سبارازادۍ راډیو ته وویل، چې تیر کال په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېرپنځه لکه کسانو ته رسیده. خو سږکال دا شمېره له شپږو لکه اوړي:

″په دوه زره او دیارلسم کال کې موږ شاوخوا پنځه لکه تنه کورني بې ځایه شوي درلودل. خو سږ کال یعنې په دوه زره او څوارلسم میلادي کال کې دا شمېرشپږ لکه او اته ویشت زره کسانو ته رسیږي. دا ارقام زیاتوالی ښیې.″

نوموړي هلمند، کندز او فاریاب هغه ولایتونه یاد کړل چې په کې د جګړو په زیاتیدو سره د کورنیو بې ځایه شویو شمیر هم زیات شوی دی.

ښاغلي سبار دغه راز وویل چې که له دې سره د هغو بې ځایه شویو کسانو شمیر هم په نظر کې و نیسو چې له طبعي پيښو څخه زیانمن شوي، نو په افغانستان کې په مجموعي توګه شاوخوا یو میلیون کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو او خلکو په وار وار له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو ستونزه حل کړي.

خلک په ځانګړي توګه همدا بې ځایه شوي کورنۍ له نوي حکومت څخه غواړي چې د دوي ستونزو ته یوه دایمي حل لاره و مومي.

په همدې حال کې ولسمشراشرف غني احمدزي تیره اونۍ د لوړې د مراسمو پرمهال د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو ستونزه یوه ملي معضله یاده کړه او ویې ویل چې د دوي ستونزې به حل شي:

(د بې ځایه شوي کلمه باید زموږ له ملي قاموسه لري شي. د موثرې حکومت داری له لارې به موږ وکړای شو خپلو سترو ملي معضلاتو لکه د کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو، کوچي او جایې ستونزې ته د پای ټکی کیږدو.″

دا مهال د هېواد د نورو سیمو په ګډون په پلازمینه کابل کې داسې سیمې شته چې له کلونو کلونو راهیسي پکې بې ځایه شوي کورنۍ په ډیر ناوړه وضعیت تر خیمو لاندي ژوند کوي.

هر کال د ژمې په موسم کې د دغو کورنیو یو شمیر غړي او ماشومان د امکاناتو د نه شتون او سړې هوا له امله مري.

د کډوالو او راستنیکونکو چارو وزارت که څه هم د کورنیو بې ځایه شویو د ستونزو د حل لپاره د هڅو خبره کوي، خو د دوي په باور په ځینو ولایتونو کې د جګړو دوام او د سرپناه نشتون هغه اساسي ستونزې دي چې لا هم د کورنیو بې ځایه شویو پر وړاندي پرتې دي.

XS
SM
MD
LG