خبرونه
د بریتانیا صدراعظم نن په یوناڅاپي سفرکابل ته راغلی دی
د بریتانیا صدراعظم نن په یوناڅاپي سفرکابل ته راغلی دی. نوموړی به د نړۍ لومړنې مشر وي چې د نوي افغان ولسمشراشرف غني احمدزي سره له نژدې خبرې کوي.
د ولسمشراشرف غني دفتر او په کابل کې د بریتانیا سفارت تایید کړې ده چې کامرون کابل ته راغلی دی او له افغان چارواکو سره یې خبرې اترې یې پیل کړي دي.
که څه هم بریتانیا په ناکراره ولایت هلمند کې خپل پوځي حضورپای ته رسولی خو دا هېواد لاهم په افغانستان کې درې زره نهه سوه سرتیري لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایټالیا د بدیل معیشت د یوې پروژې دوام ته یو ملیون یورواختصاص کړل
ایټالیا د بدیل معیشت د یوې پروژې دوام ته یو ملیون یورواختصاص کړي چې افغان اړمن ځوانان او ښځې د وړوکسبونو له لارې مشروع عاید ترلاسه کړي.
د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر،(UNODC) نن سه شنبې خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې د ایټالیا دغه مرسته د مشروع عاید دترلاسه کولو د فرصتونو د زیاتولو له لارې د ښځو او ځوانانو د سوکالۍ لپاره لګول کیږي.
اعلامیه زیاتوي چې د بدیل معیشت ددغې پروژې دوهمه مرحله د یو ملیون یورو په لګښت په هرات او ننګرهار ولایتونو کې پلې کیږي او زیات تمرکز به یې د زعفرانو او ګلابو د کښت په پراختیا وي.
په پام کې ده چې له دغه پروګرام څخه اوه زره کورنۍ ګټه واخلي.
اعلامیه زیاتوي چې ددغې پروژې لومړۍ مرحله چې د ۲۰۲۴ کال په دیسمبر کې پیل شوې ،۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته یې ګټه رسیدلې ده.
لسګونه پاکستانیان له ایران خپل هیواد ته ستانه شوي
په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له کبله هلته مېشت لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) د تحقیقاتو د فډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پاکستانیان له ایرانه بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.
د نوموړي په وینا دا هغه پاکستانیان دي چې یا یې د ایران په پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کولې او یا هم د زیارت لپاره هلته تللي ول.
پاکستاني چارواکي تمه لري چې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) به هم د ۵۰ زده کوونکو یوه بله ډله له ایرانه پاکستان ته ستنه شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پیغام کې ویلي وو چې له پاکستانه دې خلک ایران ته "غیر ضروري سفر" نه کوي او هلته مېشت پاکستانیان دې هم له "احتیاطه" کار واخلي.
ټرمپ : دایران په اړه "پیاوړو انتخابونو" باندې غور روان دی ; عراقچي: هم خبرو او هم جنګ ته تیار یو
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وايی د ایران په هکله " ډیرو پياوړو " انتخابونو باندې غور کوي، تهران وايي امریکا سره هم خبرو او هم جګړې ته چمتوالی لري.
په عین حال کې رپوټونه وايی په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو په ترځ کې سلګونه یا ممکن زرګونه کسان وژل شوي دي.
ټرمپ وړمه ورځ خبریالانو ته وویل چې دامریکا پوځ د لاریون کوونکو دملاتړ په لارو چارو فکر کوي.
بلخوا ، د ټرمپ او نوروامریکايی چارواکو له مکررو ګواښونو وروسته ، دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون وویل چې ایران هم جګړې او هم خبرو ته امادګي لري.
په داسې حال کې چې نا تایید شوي رپوټونه وايی چې په تیرو ۱۵ ورځو کې ددغو مظاهرو په ترځ کې څه دپاسه ۵۰۰ کسان وژل شوي ، دبشري حقوقو سازمانونه وايی د مړو شمیر کیدای شي څو چنده لوړ وي.
دا پاڅون چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې د ایران د مذهبي واکمنۍ لپاره یو له سترو ننګونو ګڼل کیږي، د انفلاسیون د زیاتوالي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني ریال د بې ساري لویدلو له کبله پیل شو خو وروسته یې د حکومت ضد پراخ اعتراض بڼه غوره کړه.
پاکستان وايي افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو کې بند پاته دي کیدای شي بیرته صادر شي
د پاکستان د تجارت وزارت اعلان وکړ چې هغه افغان ټرانزیت تجارتي مالونه چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو او نورو سرحدي لارو کې بند پاته دي کیدای شي د صادروونکو په غوښتنه له هر بندر بیرته صادرشي.
د تجارت وزارت دا پریکړه وروسته لدې وکړه چې د فدرالي عوایدو ادارې په دې برخه کې ځانګړې استثناء ومنله.
افغان سوداګرو مخکې ویلي وو چې د ملیارډو ډالرو په ارزښت ددوی زرګونه کانتینر مال یواځې د کراچی بندر کې بند پاته دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د تجارت وزارت دنوې پریکړې په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو دافغانستان او پاکستان ترمینځ ټولې تجارتي لارې تقریبا درې میاشتې کیږي چې تړل شوي دي اوددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.
په تیرې اکتوبر میاشت کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي.
شپږ پاکستاني پولیس د شمالي وزیرستان په ټانک کې وژل شوي
امنیتي چارواکي وایي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي.
د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس پرون دوشنبه د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو مخالفانو د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پولیسو یو زغره وال موټر په چاودیدونکو موادو باندې هدف ګرځولی دی.
تراوسه هیچا د دغې پیښې مسولیت نه دی اخیستی.
د صدر اعظم شهباز شریف دفتر ویلي چې پیښه به څیړي.
پرون دوشنبه د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې په دوو جلا امنیتي پیښو کې دوه ملکیان او درې وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د دې پیښو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د حج لپاره نوملیکنه د مرغومي له ۲۴مې پيل او د سلواغې تر ۴مې دوام کوي
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سبا چهارشنبه ( د جدي ۲۴مه) د ۱۴۰۵ کال د حج لپاره نوم لیکنه پيلوي او د دلوې تر ۴مې به دوام ولري.
دغه وزارت پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو چې پخوا یې فرضي حج کړی غوښتنه کړې چې له بیا نوم لیکنې ډډه وکړي څو نورو کسانو ته زمینه برابره شي.
خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې راتلونکي حج لپاره به څه شمېر افغان زیارت کوونکي سعودي عربستان ته ځي.
د حج په تېرو مراسمو کې ۳۰ زره افغانانو ګډون درلود.
په کندوز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د خبرېالې ناظرې رشیدي نیول تایید کړي
دغې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د جدي ۲۲مه) یوه خبرپاڼه کې وویل چې میرمن رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوي دي.
وړاندې راغلي چې د نوموړې نیول کېدا د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري.
پرناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نشته.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي و چې طالبانو ناظره رشیدي د تیرې سې شنبې په ورځ نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې ده.
د ناظرې خور هاجرې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هغه د کندوز د استخباراتو په زندان کې ده او لاس او پښې یې تړل شوي دي.
نوی ډیلی او برلین د دفاعي صنعت په برخه کې همکاري زیاتوي
هند او جرمني غواړي د دفاعي صنعت په برخه کې خپل ترمینځ اړیکې لا پیاوړې کړي. دا خبره د هند صدراعظم نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړه چې د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ یې په خپل ټاټوبي ګجرات کې مېلمه کړی و.
میرڅ وویل چې برلین هم له نوي ډیلي سره د امنیتي همکاریو نږدې کېدل غواړي، چې پکې د «دواړو هېوادونو د دفاعي صنایعو ترمنځ ژوره همکاري» شامله ده، څو د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د روسیې پر دودیز انحصار د هند تکیه کمه شي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې میرڅ هند ته په دوه ورځني سفر تللی چې هغه د مې له میاشتې راهیسې چې نوموړي د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، اسیا ته د هغه لومړی سفر دی. دا سفر همدارنګه د اروپايي ټولنې او هند له سرمشریزې چې دواړه د ازادې سوداګرۍ پرتړون کارکوي، دوه اوونۍ دمخه ترسره کېږي.
د هند او جرمني د مشرانو تر کتنې وروسته یو شمېر تړونونه او ګډې اعلامیې اعلان شوې چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتول دي. په اوس وخت کې د دوی ترمینځ د سوداګرۍ کچه ۵۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
تهران: له متحدو ایالتونو سره هم جګړې او هم خبرو اترو ته چمتودی
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دی د تهران پر ضد د «ډېرو قوي انتخابونو» په اړه غور کوي، ایران وایي چې له متحده ایالاتو سره خبرو اترو او یا جګړې دواړو ته چمتو دی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د حکومت ضد مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت او تاوتریخوالي ډک ځپلو په ترڅ کې د سلګونو او ښايي د زرګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه ناوخته په ایر فورس ون الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پوځ په ایران کې د بېلابېلو انتخابونو څېړنه کوي، څو د مظاهره کوونکو ملاتړ وکړي. دا خبرې د هغو نا تایید شویو راپورونو په ترڅ کې شوې چې وایي د دغو اعتراضونو په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او د بشري حقونو ځینې ډلې وایي چې د وژل شویو شمېر ښايي له دې څو چنده زیات وي. دغه مرګ ژوبلې د تېرو ۱۵ ورځو په اوږدو کې د مظاهرو پر ضد د سختو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې دي.
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن دوشنبې د ورځې په پیل کې وویل چې د ټرمپ او د امریکا د نورو چارواکو له پرله پسې ګواښونو وروسته، یې هیواد هم خبرو اترو او هم د جګړې لپاره چمتو دی. هغه په تهران کې د بهرنیو سفیرانو یوې غونډې ته، چې د دولتي تلویزیون له لارې خپرېده، وویل:"د ایران اسلامي جمهوریت جګړه نه غواړي، خو د جګړې لپاره بشپړ چمتو دی."
د محمد نبي او حسن کرکټي جوړه؛ لومړنی پلار او زوی دی چې ګډ لوبیږي
افغان کرکټران محمد نبي او حسن عیسی خېل لومړنی پلار او زوی شول چې د کرکټ په یوه نړیوال تجارتي لیګ کې ولوبېدل.
محمد نبي وویل چې خپل زوی حسن یې د داسې لوبو لپاره چمتو کړی او خوښ دی چې ښه ولوبېد.
نبي وویل هیله من دی چې حسن وکولای شي د افغانستان په ملي ټیم کې هم ځای ورکړل شي.
حسن عیسی خېل هم وویل چې دا د دوی دواړو هیله وه چې سره ګډ ولوبیږي.
محمد نبي او د هغه زوی حسن د بنګله دیش غوره لیګ د نووا ایکسپریس ټیم په ګټه لوبیږي.
په پرونۍ لوبه کې محمد نبي او حسن په هغه وخت کې چې سره ګډ لوبېدل وتوانېدل په ۳۰ بالونو د خپل ټیم په ګټه ۵۳ منډې جوړې کړي.
محمد نبي وختي اوټ شو خو حسن چې لا هم لوبه کوله وتوانېد په ۶۰ بالونو ۹۲ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شي.