د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۶

په افغانستان کې به د امریکا رول څه ډول وي؟


په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت په نوم ډلې په وړاندې د امریکا د مبارزې تمرکز دا پوښتنه راپورته کړې چې په افغانستان کې به د امریکا رول څه ډول وي.

که څه هم د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې ترمراسمو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون ترلاسلیک وروسته امریکا یې چارواکو په افغانستان کې د خپل رول په اړه په جدیت خبري کوي، خو په امریکا کې د ستراتیژیکو او نړېوالو تحقیقاتو مرکز یو غړی وایې چې؛ د افغانستان جګړه اوس هم یوه هیره شوې جګړه بلل کیږي او امریکا د ده په خبره د هغې جګړې د راتلونکي لپاره کومه ژمنه او عملي پروګرام نه دی ښودلی.

په امریکا کې د ستراتیژیکو او نړېوالو تحقیقاتو د مرکز یو غړی انتوني کوردسمن وایې، په داسې حال کې وسله وال طالبان په افغانستان کې پرمختګ کوي او په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو شمېر ډیر شوی دی.

د امریکې متحده ایالات اوس هم د افغانستان په اړه کومه واضح تګ لاره نه ده جوړه کړې.

کورډسمن دغه راز د امریکا متحدین هم یادوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته لپاره چې له افغانستانه د وتلو کلونه دي، کوم ځانګړی پلان نه لري.

د بیزنس انسایډر نشریې د کورډسمن دغه مطلب خپور کړی او لیکي چې امریکا په افغانستان کې د ستراتیژیکي خلا د رامنځته کیدو له خطر سره مخامخ ده.

د نشریه په لیکنه، پاکستان کیدای شي د افغانستان په جګړې کې د ستراتیژۍ یو مهم جز وي، خو وایې پاکستان په خپله نن له جدي سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی او په خپله خاوره کې له طالبانو سره لاس او ګریوان دی.

بل خوا ډیر لږ امریکاییان، پاکستان یو فعال او ښه متحد بولي او ډیری په دې باوردي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې تر پیښي وروسته پاکستان ظاهرا د امریکا سره په ایتلاف کې ورګډ شو خو دوی داسې انګیري چې پاکستان یو داسې متحد دی چې فعالیت ته لیواله نه دي او د دغه هېواد استخباراتي اداره ای ای ای ته د خپلو دښمنانو د یوې برخې په سترګه ګوري.

انتوني کورډسمن په خپله مقاله کې لیکلي امریکا په داسې چټکۍ په افغانستان کې خپل حضور کموي چې ښایې په دغه هېواد کې د انتقال چاري له ناکامۍ سره مخامخ شي.

پر دې سربیره دا هم معلومه نه ده چې ایا په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت کولای شي موثر ثابت شي او د انتقال بهیر سم تر سره شي او یا دغه حکومت کولای شي دا ثابته کړي چې یو د باور وړ شریک دی او ایا امریکا حاضره ده دغه ډول یوه حکومت ته مشوره ورکړي او مرسته ورسره وکړي ؟

د انټوني کورډسمن په باورپه افغاستان کې د دې ټولو پیچلو مسایلو سره سره لا هم یوه عملي لار شته چې دغه هیواد د بریالیتوب په لور سوق کړی ، خو پدې شرط چې د لیکوال په خبره امریکا د ۲۰۱۵ کال تر پایه پوري په افغانستان کې خپل پوځیان دومره کم نکړي چې دغه قوا نوره موثریت ونلري.

XS
SM
MD
LG