د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۸

هندوستان له پاکستان سره خبرې وځنډولې


هندوستان ته د پاکستان سفير په خبري غونډه کې له هندوستان سره د پاکستان د سولې د خبرو د ژمنتيا اطمنان ورکړی دی.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ د ښواړيکوهڅو ته یوه بله ضربه هغه وخت ورسېده چې د دوشنبې په ورځ هندوستان وويل، چې د پاکستان سره به د خپلو ښو اړیکو په هکله خبرې بندي کړي. دا له هغه وروسته چې په ډهلي کې د پاکستان سفيرله کشميري جلا غوښتونکو سره ليدل کتل وکړل.

په هندوستان کې د پاکستان سفيرعبدالباسط پرون په نوي ډهلي کې په یوه خبري غونډه کې ويلي دي، چې پاکستان له هندوستان سره خبره ته ژمن دی. ده زياته کړه:

″موږ د خپلو مسئوليتونو په اړه ډېرمحتاط يو. موږ له هندوستان سره د سولې بهيراو خپل مسئوليت ته ژمن يو.

موږ به اجازه ورنه کړو چې دا بهيراخلال شي. پاکستان دې بهيرته په جدي توګه ژمن دی.

زه هندوستان ته د پاکستان د استازي په توګه وايم چې موږ به هرډول هڅې وکړو ترڅو دا بهير بريالی شي او د دواړو لورو لپاره ګټور ثابت شي.″

ښاغلي عبدالباسط دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې ده په هندوستان کې د کشميري مشرانو سره ليدل کتل وکړل او د هندوستان حکومت په غبرګون کې اعلان وکړ، چې له پاکستان سره به د خبرو بهير ودروي.

د دواړو هېوادونو په بهرنيو چاروکې د دولت وزيرانو راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې غونډه درلوده چې د رسمي خبرو لړۍ بيرته پيل کړي.

په پاکستان کې د جنوبي اسيا د خپلواکو رسنيو ادارې عمومي منشي امتيازعالم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل:

″زه نه پوهېږم چې زموږ د سفير له کشميري مشرانو سره د ليدلو کتلو څه ضرورت وو. خو دا کېدای شي د لومړي ځل لپاره داسې شوي وي چې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د دولت د وزيرانو د راتلونکي اوونۍ له غونډې مخکې، په هندوستان کې د پاکستان سفير غوښتي وي چې (په ډهلي کې) د کشميري مشرانو سره وويني.

دغه ليدل کتل د کشميرپه هکله نه وو بلکه د پاکستان او هندوستان ترمنځ د رسمي خبرو په هکله وو. ځکه چې دا خبرې د دواړو هېوادونو د خبرو د لور د تعينولو لپاره وي.″

د مې په مياشت کې د پاکستان صدراعظم نوازشريف،هغه وخت چې د هندوستان د صدراعظم ناريندرمودي د لوړې په مراسمو کې د شرکت لپاره هندوستان ته تللی وو، وويل چې دغه دواړه هېوادونه بايد د خپل منځي اړيکو د بيرته سمولو لپاره خبرې وکړي.

د پاکستان، هندوستان او جنوبي اسیا په برخه کې په امریکا کې د بهرنيو چارو د شورا غړې او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير پخوانۍ مرستيالې اليسا ايريس په دې هکله چې ایا د هندوستان حکومت له پاکستان سره د خپلو خبرو د ځنډ پرېکړه ډېره په بيړه کړې ده، ازادۍ راډيو ته وويل:

″زه فکر کوم چې د هندوستان نوی حکومت غواړي يوه جدي سره کرښه وباسي ترڅو دوی وکولای شي په ښه توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد رامنځته شي چې د مثبتو خبرو اترو خوا ته يې بوزي. خو د امريکايانو لپاره مايوسه کوونکې خبره دا ده چې په هغو کارونو کې چې پاکستان د اعتماد د پيدا کولو او له هندوستان سره د خپلمنځي اړیکو د ښه کولو لپاره کولای شوای، نه يې دي کړي.″

خو ښاغلی امتيازعالم بيا وايي، چې د خبرو د ځنډولو پرېکړه په بيړه شوې ده.

ده وويل، چې هندوستان بايد داسې عکس العمل نه وای ښودلی، ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو لړۍ بيرته له سره پيلېده. ده زياته کړه:

″زه فکرنه کوم چې دا د هندوستان د حکومت ښه پرېکړه ده چې له پاکستان سره خبرې وځنډوي.

دا په پاکستان کې د جمهوري حکومت لپاره هم ښه خبره نه ده ځکه چې دا حکومت له جدي سياسي ګواښ سره مخامخ دی او د نوازشريف حکومت د سولې خبرو ته ډېر ژمن دی.″

د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت وياند سيد اکبرالدين په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې؛ هندوستان په اسانه ټکوکې پاکستان ته وويل، چې د هندوستان په کورنيوستونزوکې د پاکستان دوامداره لاسوهنه د هندوستان لپاره د منلو وړنه ده.

د ده په وينا، د پاکستان د سفيرکارونه د پاکستان د ژمنتيا په اړه پوښتنې راپورته کوي او د ډپولماتيکو اړیکو لپاره هلوځلو ته خنډ‌ جوړوي.

خو د اغلې ايريس په وينا ډپلوماسي د اعتماد چاپېريال ته ضرورت لري او پاکستان، چې له ډېره وخته د هندوستان د اعتماد او باورپه لاس ته راوړلو کې پاته راغلی دی، بايد رامخته شي او ثابته کړي چې د اعتبار وړ حکومت دی.

راپور: ملالۍ بشیر

XS
SM
MD
LG