اړوند مطالب
-
خبرونهد امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي د افغانستان په جنوب ختيځ د پکتيا په ولايت کې د دوى يو عسکر مړ او دوه نور هغه وخت ټپيان شول چې د ګزمى په حال کې ؤ٠ د ترکمنستان د انرژى وزير وايي ، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د افغانستان له لارى د غاز د نل ليکى له تيريدو سره موافقه کړى ده٠ د ايران څخه رارسيدلى رپوټونه ددغه هيواد د لوى څارنوال په حواله وايي، امنيتى چارواکو د بدلون غوښتنى په وروستيو مظاهرو کې تقريبا څلور زره کسان نيولى دي چې ددغو کسانو نيمائي يي لا تر اوسه هم بنديان دي٠