د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۰

خبرونه

د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي د افغانستان په جنوب ختيځ د پکتيا په ولايت کې د دوى يو عسکر مړ او دوه نور هغه وخت ټپيان شول چې د ګزمى په حال کې ؤ٠ د ترکمنستان د انرژى وزير وايي ، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د افغانستان له لارى د غاز د نل ليکى له تيريدو سره موافقه کړى ده٠ د ايران څخه رارسيدلى رپوټونه ددغه هيواد د لوى څارنوال په حواله وايي، امنيتى چارواکو د بدلون غوښتنى په وروستيو مظاهرو کې تقريبا څلور زره کسان نيولى دي چې ددغو کسانو نيمائي يي لا تر اوسه هم بنديان دي٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران له خپلې خاورې ۱۳۲۰۰ افغان کډوال ایستلي

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

ایراني رسنۍ د څه باندې دیارلس زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکوي.

د ایران ایرنا دولتي اژانس د خراسان رضوي د پولیسو د مشر مجید شجاع په وینا نن راپور ورکړ چې دا ټول بې اسنادو افغان کډوال د دوغارون او طیبات له سرحدونو د افغانستان لور ته وسپارل شول.

د پولیسو دې مشر د دې کډوالو دقیقه شمېره دیارلس زره دوه سوه څلور تنه یاده کړه.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایرنا د راپور له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا درې لکه اته ویشت زره افغانان چې په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شوې وو، بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

امریکا د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه

د عکس ښي لور ته د طالبانو د علومو اکاډمي مشر فرید الدین محمود او چپ لور ته د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي چې تازه پرې امریکا بندیزونه لګولي دي.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د علومو اکاډمي مشر فرید الدین محمود او چپ لور ته د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي چې تازه پرې امریکا بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه.

د امریکا متحدایالتونو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمي پر مشر فریدالدین محمود بندیزونه لګولي دي.

اغلې ډیکر په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې حنفي او محمود د افغانستان نیم ولس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بندیزونه غندلي دي.

ده په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د فشارونو اعمال د ستونزو حل لاره نه ده.

امریکا د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی او ویلي یې دي چې خالد حنفي له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو له زده کړو سره مخالفت کړی دی.

د طالبانو د علومواکاډمي پر مشر فرید الدین محمود هم له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو د تعلیمي مرکزونو د تړلو د پرېکړې د حمایت په خاطر بندیز لګېدلی دی.

د ایټالیا په یوه روغتون کې اور لګېدو ۴ تنه وژلي

هغه روغتون چې اور پکې لګېدلی
هغه روغتون چې اور پکې لګېدلی

د ایټالیا د پلازمېنې روم په لمن کې په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.

دا اورلګېدنه د تیولي د سیمې په یوه روغتون کې چې د روم د شمال ختیځ په پنځه دیرش کیلومترۍ کې پرته ده، تېره شپه رامنځته شوه.

د تیولي د ښاروالي دفتر ویلي دي چې د سینت جان انجیلیست له روغتونه ټول ناروغان نورو روغتونونو ته ایستل شوي دي او هغه ناروغان چې وضعیت یې ډېر نازک و، هغوی ښاروالۍ ته نېږدې جمنازیم ته انتقال شوي دي.

د دې اورلګیدو علت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

ټام ویسټ په اسلام اباد کې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، ټام ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له یوشمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي.

ټام ویسټ د دې لیدنې کتنې په اړه نن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې د هغوی ستونزې یې اوریدلې دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، همداراز د مهاجرت د نړیوال سازمان د ادارې له استازیو څخه یې مننه کړې ده چې د دې کډوالو حمایت کوي.

ښاغلي ویسټ څرګنده کړې ده چې سږکال د امریکا متحدو ایالتونو له ( یو این ایچ سي ار) سره اووه اویا میلونه ډالره مرسته کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ وکړي.

ټام ویسټ له درې ورځني سفر وروسته نن له اسلام اباده ولاړ.

ده له پاکستاني چارواکو سره د دې سفر په ترڅ کې تر ډېره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

امریکا پر دوو جګپوړو طالب چارواکو بندیزونه لګولي

د طالبانو د امر با المعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي
د طالبانو د امر با المعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي

د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو پر دوو جګپوړیو غړیو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خپاره کړي بیان کې دا بندیزونه، د طالبانو د حکومت د امر با المعروف او نهې عن المنکر پر سرپرست وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود لګیدلي دي.

د امریکا مالیې وزارت د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی چې پکې د اختطاف، په دروو وهل او د خلکو توهینول هم یاد شوي دي.

همداراز په بیان کې ویل شوي دي چې خالد حنفي له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو له زده کړو سره مخالفت کړی دی.

د طالبانو د علومواکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود هم له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو د تعلیمي مرکزونو د تړلو د پریکړې د حمایت په خاطر بندیز لګیدلی دی.

د اسراییل پوځ: د غزې په شمال کې د حماس وسله والو په لټه بوخت یوو

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

اسراییل وایي، پوځیان یې د غزې په شمال کې له خلکو پوښتنې ګروېږنې کوي چې د حماس وسله وال چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پیژني، چېرته دي.

دا د دې څرګندونه کوي چې اسراییلي ځواکونو د غزې شمالي برخه نیولې ده.

پر غزه د اسراییلي ځواکونو برید دریمې میاشتې ته داخل شو.

بل لور ته د امریکا متحد ایالتونو د ملګرو ملتو هغه پریکړه لیک ویټو کړ چې د امنیت شورا د اکثرو غړیو او ډېرو نورو هیوادو له لورې یې ملاتړ شوی و چې په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوله.

رینا امیري: طالبان دې د ښځینه حقونو فعالانې له زندانونو خوشې کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هر څه ژر د طالبانو په بند کې د بشري حقونو د زنداني فعالانو د ازادېدو غوښتنه کړې.

اغلې امیري نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په طالبانو غږ کړی چې ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا ازاده او د بشري حقونو ټول هغه مدافعین چې یوازې د افغانانو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر نیول شوي دي، له بنده خوشې کړي.

رینا امیري زیاته کړې، نیول شوي کسان د ستایلو دي او نه باید مجازات شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د دې فعالانو د نیول کېدو په اړه هیڅ هم نه‌دي ویلي.

خو د نیولو شویو کسانو کورنیو څو ځل تایید کړې ده چې دوی د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

توماس ویسټ او پاکستاني چارواکي
توماس ویسټ او پاکستاني چارواکي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلام‌اباد کې یې له چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان په اړه د را پورته شویو اندېښنو او د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړي دي

ښاغلي ویسټ نن سهار له پاکستانه د روانېدو پر مهال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستاني له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي.

ویسټ زیاته کړې ده، امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره ولاړه ده.

هغه له افغان کډوالو او له نړیوالو سازمانونو سره د پاکستان له چلند هم مننه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ ویسټ د ډسمبر په اوومه پاکستان ته تللی و.

پوتین: د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم کاندید یم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په راروانه مارچ میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به بیاهم ځان کاندید کړي.

ښاغلي پوتین چې په اوکراین کې د روسې د جګړې د ګډونوالو سرتېرو په ډله کې خبرې کولې تایید کړه چې دی غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.

تمه ده چې پوتین به راروان انتخابات په ډېرې اسانۍ وګټي او په دې توګه به دی له جوزف ستالین وروسته یوازینی رهبر وي چې پر کریملین ترټولو د ډېرې مودې په مخه واک چلوي.

ښاغلي پوتین د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په انتخاباتو کې د خپل ځان د کاندیداتورۍ اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین په اشغال شوې دونیڅک سیمه کې د روس پلوه پارلمان مشر ارتیوم ژوګا په مسقیم ډول غږ پرې وکړ چې د مارچ د اولسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودرېږي.

ژوګا ادعا وکړه چې دا غوښتنه د دونباس سیمې د ټولو خلکو په استازیتوب کوي.

فرانسې ۶ تنکي ځوانان د یوه ښوونکي د قتل په تور محاکمه کړل

له ارشیفه د فرانسې د بیرغ تصویر
له ارشیفه د فرانسې د بیرغ تصویر

په فرانسه کې د صغیرانو یوې محکمې د یوه سخت دریځي اسلامپال له لوري د یوه ښوونکي د وژنې په قضیه کې د لاس لرلو په خاطر د شپږو تنکيو ځوانانو سزا نن اعلان کړه.

د سامویل پاتي په نوم ښوونکی په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغه د ښوونځي مخې ته ووژل شول چې زده کوونکو ته یې د بیان د آزادۍ په اړه د بحث پرمهال د اسلام د پیغمبر کارتونونه وښودل.

بریدګر چې یو سختدریځی چیچنیایی ځوان و، د پولیسو په ډزو ووژل شو.

محکمې ۵ تنه هلکان چې د قتل پرمهال یې عمرونه ۱۴- ۱۵ کاله وو، له ښوونځي د ښوونکي په راایستلو او بریدګر ته په ورښودلو مجرم وپېژندل او یوبل هلک چې هغه مهال ۱۳ کلن و، په دې مجرم وبلل شو چې په ټولګې کې د بحث په اړه یې په یوه آنلاین تبصره کې دروغ ویلي و، او همدې دروغو د وژل شوي ښوونکي پرضد آنلاین غوسه وپاروله.

محکمې ځینو تورنو هلکانو ته د حبس د لنډې مودې او ځینو ته د تعلیقي بند سزا ګانې اعلان کړې.

تورنو هلکانو په محکمه کې وویل چې نه پوهېدل د دوی دا کار به د ښوونکي د قتل باعث شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG