د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

یو محرمه خبره ترڅو پټه ساتلی شئ؟


یو سېر یا محرمه خبره ترڅو پټه ساتلی شئ؟ د کوسوو د جګړې په مهال د جنسي تیریو د قربانیانو ځواب دا دی چې تر ابده.

ویل کېږي چې؛ د دغې جګړې په مهال د کوسوو د البانیانو په شاوخوا شل زرو ښځو په منظمه او سیستماتیکه توګه جنسي تیری شوی. خو تر اوسه یواځې سلو ښځو خپلې ناخوالې بیان کړي او مرسته یې غوښتې.

د ازادۍ راډیو خبرې څانګې د دغې غمیزې د سپړلو کوښښ کړی او له یوې ښځې سره یي مرکه کړې چې د دغو تیریو قرباني ده.

اوس چې د دغې جګړې پنځلس کاله کېږي، په یوې نادرې مرکې کې د دغو تیریو یوه قرباني وايي، چې څرنګه یي خپل غم او غوصه پټ ساتلې.

ییتا د کوسوو د یوې لیرې درې اوسیدونکې ده، چې ټوله ورځ به یې خپل میړه، بچېانو او لمسیانو ته په کور کې ډوډی پخولې.

د ۱۹۹۸ کال د مني شپې له تیرو کلونو دومره مختلفې نه وې، د هغې میړه او مشر زوی د کلي د نورو نارینه وو سره ځنګله ته ولاړل چې له سربي او یوګوسلاوي ځواکونو څخه هلته ځانونه پټ کړي.

دغه ځواکونه د پسرلي راهیسي د کوسوو د یاغیانو په مقابل کې جنګیدل.

سربي ټانکونه سیمې ته داخل شوي وو او ډیرو میندو او کوچنیانو خپل کورونه پریښې وو.

خو ییتا چې لا اوس هم خپل اصلي نوم نه ښیي، په دې ګمان له خپلو بچو سره په خپل کور کې پاته شوې وه چې عسکر به بې دفاع ښځو او کوچنیانو ته څه ونه وايي.

کله چې له سربازانو یو ډک ټانک یې ولید، چې د کور له مخې ورته ودریده نو پوه شوه چې اشتباه یی کړې.

په داسې حال کې چې اوښکې یې بهیدې ییتا وویل:

″عسکرو له ټانکه د موږ حویلی ته را ګام کړ.پنځه کسه وو. دوی یو له بل پسې دننه کوټوته راننوتل. دما یادیږي چې سمدلاسه یې تورې ټوټې په خپلو مخونو کش کړې.

ما خپلو لوڼو ته وویل، چې ما ته نژدی ودریږي. موږ ټول په یوه ځای را غونډ شو او عسکرو موږ ته امر وکړ چې د کور تاکاوی ته کوز شو او هملته دا غمیزه پیښه شوه.

دما له ټولو کوچنی لور دیارلس کلنه وه.″

په داسې حال کې چې دییتا لمسیان او یو معیوب زوی د کور په سراچه کې پټ وو، خپله هغه او درې لوڼه یې په تاکاوي کې برمته او څو ساعته سخت ووهل شول او وحشیانه جنسي تیری پرې وشو.

ییتا اوس څو پنځوس کلنه ده خو د دغه سن په تناسب ډیره زهیره ښکاري، هغه وايي، چې د عسکرو د برید په مهال هیڅکله هم بې هوشه نه شوه.

ییتا په یوه دردناک غږ خپلې کېسې ته داسې دوام ورکړ:

″زه پوهیدم چې څه پیښیږي او زه پوهیدم چې دا څومره وحشتناک وو. ما د واقعی رواني ګزار شیبې احساس کړې ما نه غوښتل چې په نورو ښځو دا حالت راشي.

ما چغی هم نه شوې وهلی. زه نه ډاریدم ما خپلو بچېانو ته وویل، چې له مرګه مه ویریږئ. ما هغه لاره غوره کړه چې مخکې ځو او شاته به نه ګورو.″

ییتا وایي، چې په دغو شیبو کې یې له خدایه مرګ غوښته او مشرې لور یي هم له برید کوونکو عسکرو وغوښتل چې ودې وژني.

ییتا او لوڼه یې د هغو شاوخوا شلو زرو ښځو او نجونو څخه دي چې د کوسوو د شپاړس میاشتنۍ جګړې په مهال د سربي او یوګوسلاوي ځواکونو له خوا ورباندې په سیستماتیکه توګه ډله ییز تیری شوی دی.

د بشري حقوقو سازمان وايي، دغه تیری اکثر د ملیشو له خوا شوی. د قربانیانو کورنۍ په دې نظر دي چې؛ دغو ځواکونو د ولسي خلکو د ویرولو لپاره د جنسي تیري له وسیلې کار اخیسته.

د کوسوو ملیشه هم په جنسي تیریو تورن شوي دي، خو دوی ته منسوبې پیښې نسبتا ډیر کمې دي.

ییتا اوس د شرم له لاسه د زړه حال ویلی نه شي. سره له دې چې هغې او کورنۍ ته یي لوی تاوان اوښتی خو پنځلس کاله یي په دغه راز باندې خپله خوله ګنډلې وه.

درې لوڼه یی له هېواده بهر تللي. یوې لور یې واده وکړ خو وروسته له دې چې میړه یې ورباندې خبر شو چې تیری ورباندې شوی پری یې ښوده.

څلرمه لور ېې چې معیوبه زیږیدلې په کور ناسته ده.

ییتا د دغو تیریو خبره له خپل میړه هم پټه ساتلې او فقط دومره یې ورته ویلي چې سربي ځواکونو دوی د یوې لنډې مودې لپاره حبس کړې وې.
XS
SM
MD
LG