د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

ناټو: د روسيي وروستي اقدامات د منلو نه دي


د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وويل، د روسيي وروستي اقدامات د ناټو لپاره د منلو نه دي او دا سازمان به نن په غونډه کې په دې اړه چې په څه ډول کولای شي له روسيي سره همکاري کمه او د ختيځي اروپا د غړيو هېوادونو انديښني لري کړي، ځيني پريکړې وکړي.

اندريس فوګ راسموسن دا خبره د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې ترپيليدو مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وکړه، راسموسن وويل:

"د اوکراين پر ضد د روسيي پوځي اقدامات د يوې ازادۍ او امن لرونکي اروپا لپاره زموږ ليد لوري له چلنج سره مخامخ کړي.

د روسيي اقداماتو د اروپا امنيت ته اساسي ستونزې راولاړې کړي دي."


راسموسن وويل، نن به موږ د ناټو د ګډې دفاع په اړه خپله کلکه اراده څرګنده کړو.

دفاع له مخ نيونکو اقداماتو سره مله ده او موږ به لازم ګامونه پورته کړو ترڅو نړۍ ته روښانه شي چې د ناټو غړيو هېوادونو ته ګواښ به بريالي نه شي.

د ناټو سرمنشي زياته کړه، موږ به د اوږدې مودې شراکت په چوکاټ کې د سياسي او عملي اقداماتو له لارې د خپل شريک اوکراين د ملاتړ لپاره پر ځينو لارو چارو موافقه وکړو.

راسموسن وويل، يو خپلواک، ملي حاکميت لرونکي باثباته اوکراين چې ډموکراسي، بشري حقونو، اقليتونو او د قانون واکمني ته کلک متعهد وي، د ايرو اتلانتيک امنيت ته ډير مهم دي.

د ناټو سرمنشي تاکيد وکړ، چې موږ بايد دا واضح کړو چې د روسيي اقدامات د منلو وړ نه دي:

"موږ به په دې اړه چې په کومو برخو کې له روسيي سره همکاري مناسبه ده، پريکړې وکړو، ځکه روسيي په خپلو اقداماتو سره هغه اصول زيانمن کړي، چې زموږ د شراکت اساس جوړوي او هم يي له خپلو نړېوالو تعهداتو سرغړونه کړې ده."

د راسموسن په خبره دغو اقداماتو ته په پام سره موږ نه شو کولای چې له روسيي سره عادي اړيکي ولرو.

راسموسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ناټو د روسيي په وړاندې په مشخص ډول څه اقدامات کولای شي وويل، ناټو له روسيي سره همکاري ځنډولې ده او نن به هم په د همکاري د کمولو پر مناسبو لارو غور وکړو.

خو هغه يو ځل بيا له روسيي وغوښتل، چې د کړکيچ د کمولو لپاره اقدامات وکړي او له اکراين سره په پوله ځای پرځای شوي ځواکونه بيرته په شا کړي.

راسموسن د هغو راپورونو په اړه چې وايي، روسيي د اکراين پر پوله د ځواکونو د په شا کولو لړۍ پيل کړي وويل، هيڅ شواهد نه ويني چې روسيي دې دغه کار کړي وي.

مخکې د جرمني حکومت ويلي، چې د روسيي ولسمشر ولادميرپوتين د جرمني له صدراعظمې سره په ټيلیفوني خبرو کې ويلي، چې روسيه له اوکراين سره په ختيځه پوله ځای پرځای شوي ځواکونه بيرته په شا کوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو ويليام هیګ هم د غونډې تر پيليدو مخکې خبريالانو ته وويل، چې تر اوسه داسې نښې نه دي ليدل شوي، چې روسيه دې خپل ځواکونه له اکراين په پوله په شا کړي وي او زياته يي کړه چې موږ به نن پر دې مسالې تاکيد وکړو.

هېګ وويل، موږ به د کړکيچ د کمولو لپاره له ټولو ډيپلوماتيکو لارو کار واخلو.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران وروسته له هغې چې د روسيي پوځ د اکراين د کريميا سيمه اشغال کړه او وروسته يي دا سيمه پر خپلې خاورې ورګډه کړه لومړی ځل دی، چې د اوکراين پر وضعيت خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG