په هند کې نن او سبا د افغانستان په اړه دوه کنفرانسونه جوړېږي.
لومړى کنفرانس د تماس نړېوالې ډلې له خوا د افغانستان او پاکستان په اړه دى.
دويم کنفرانس د اسيا د زړه هېوادونو غونډه ده، چې تر ډېره د افغانستان پر امنيتي وضعيت، سياسي او اقتصادي انتقال او د انتخاباتو پر مسايلو په کې بحثونه کېږي.
د افغانستان او پاکستان په اړه د تماس نړېوالې ډلې د غونډې په اجنډا کې به د افغانستان امنيت، سياسي او اقتصادي انتقال، انتخاباتي اصلاحات، د سولې پروسه او نور مسايل شامل وي.
په پام کې ده دغه غونډه نن پيل شي، چې د څه باندې پنځوسو هېوادونو استازي به په کې برخه لري.
د هند له خوا به د افغانستان او پاکستان لپاره د نوي ډيلي ځانګړى استازى ساتيندر کې لمبه (Satinder K Lambah) په کې برخه ولري.
د تماس نړيواله ډله يوه سياسي ټولنه ده، چې د جرمني په نوښت تشکيل شوې، په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅه کوي.
ځينو سرچينو د هند (دي ايکونوميک ټايمز) خپرونې ته ويلي، د تماس نړيوالې ډلې په غونډه کې به د سولې، امن او انتخاباتو په ګډون د افغانستان پر ټولو اړوندو عمده پرمختګونو بحث وشي.
په داسې حال کې چې روان ميلادي کال د نړيوالو اکثريت جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د وري يا حمل پر شپاړسمه په دې هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات کېږي.
د انتخاباتو، اقتصادي همکاريو او د افغانستان پر ثبات به د اسيا د زړه هېوادونو په کنفرانس کې هم خبرې وشي.
د اسيا د زړه هېوادونو يا ”د استانبول د پروسې“ دغه کنفرانس د جمعې په ورځ په نوي ډيلي کې جوړېږي، چې د بېلابېلو سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه باندې ٤٠ وزيران يا هم عالي رتبه استازي به په کې ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي روانه اوونۍ په يوه غونډه کې وويل، د اسيا د زړه هېوادونو کنفرانس کې به د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي راکړه ورکړه، سولې او نورو مسايلو خبرې وشي:
"دا له دې کبله د اسټانبول د پروسې د غونډو د اجنډا اساسي برخه ده چې سوله په افغانستان او هم د آسیا د زړه په لویه برخه کې د خلکو تر ټولو مهمه اړتیا ده.
که سوله نه وي نو د سیمې په سطحه د اقتصادي همغږۍ، آرامتیا او هراړخیزې همکاري د پیاوړتیا اهداف به له لویې ستونزې سره مخامخ وي او بل دا چې د سیمې د هېوادونو امنیت له یو بل سره تړلې دي او پر یو بل اغېز کولای شي."
د اسټانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوه چې له مخې یې د غړو هېوادونو چارواکي په خپلو کې د امنیت او اقتصاد په ګډون پر بیلابیلو مسایلو د همکاریو په اړه غونډې کوي.
په دې غونډو کې د روسیې، قرغزستان، ترکیې، اذربایجان، هند، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو استازي برخه اخلي.