د زابل چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د طالب وسله والو پرضد عمليات پيل کړي دي چې په کې د څلورو تنو د وژلو او شپږو نورو د نيولو خبره کوي.
چارواکي وايي، په دې سربېره پرون ناوخته په دغه ولايت کې يوه ټرافيکې پېښه شوې ده چې په کې اووه تنه مړه شوي.
چارواکي وايي، له تېرو دوو اوونيو راهيسې يې د زابل په مرکز او ځينو ولسواليو کې د طالبانو پرضد عمليات پیل کړي دي، چې په کې تر پرونه پورې د دوو سرګروپانو په ګډون څلور تنه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.
دوی وايي، عمليات ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت او سيمهييزو پوليس کوي.
د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، په دغو عملياتو کې له وسله والو څخه سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي او موټر سايکلونه هم نيول شوي دي.
د ده په خبره په عملياتو کې تر اوسه پورې نه سرتېرو او نه هم عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې:
"په دغو عملياتو کې راکټونه، کلاشنکوفونه، مخابرې، پيکاوې او موټر سايکلونه نيول شوي او همچنان شپږ تنه ژوندي طالبان مو نيولي او د څلورو جسدونه د جګړې پر میدان را پاتې دي."
بله خوا بيا پرون مازديګر د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې له مسافرو يو ډک موټر له سړکه رغښتی دی، چې پکې اووه تنه مړه شوي دي.
د زابل امنيه قومندان وايي، يو سراچه موټر کندهار ته روان وو چې د شهر صفا په سنګر مانده کې له سړکه لوېدلی دی:
"يوه سراچه د شهر صفا په سنګر مانده کې له سړکه لوېدلې او لاندې يې ملاقونه خوړلي دي، پکې اووه تنه شهيدان شوي دي. په شهيدانو کې موټروان هم شامل دی."
تر اوسه پورې لا طالبانو په زابل کې د روانو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې هم د زابل چارواکيو د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د پنځو تنو طالبانو د وژلو ادعا کوله.
راپور: سيدشاه