د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

م.م: په افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي دي


ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالی خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته وویل چې؛ تر اوسه پورې په افغانستان کې د جګړو ستر قربانیان ملکي وګړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لوړ پوړي استازي پرون وویل چې؛ په افغانستان کې د روان میلادي کال په تیرو یولسو میاشتو کې د تیر کال د ورته مودې په نسبت د ملکي تلفاتو شمېر زیات شوی دی.

یان کوبیش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې؛ ملګروملتونو د روان کال په لومړیو یولسو میاشتو کې چې په افغانستان کې د شخړو لمن یو څه پراخه شوې، د ۲۷۳۰ کسانو وژنه او د۵۱۶۹ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

د هغه په وینا دا د ۲۰۱۲ کال د ورته مودې په نسبت په سلو کې لس زیاتوالی ښیي.

د فرانسپر پرس خبری اژانس د راپور له مخې ملګروملتونو په وروستي راپور کې ویلي چې؛ نیمایې تلفات د سړک د غاړی بمونو او ځان وژونکو حملو له امله رامنځ ته شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي وویل، ملکېان تر اوسه د افغانستان د جګړې ستر قربانیان دي او زیاته یې کړه چې طالبان او نورې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسولې دي.

کوبیش وویل، د افغانستان لویدیځو او شمالي ولایتونو هغو سیمو ته چې پخوا ارامې وې، د نا امنیو غزیدل د اندیښنې وړدي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ نړېوال محارب ځواکونه په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي او دغه بهیر به د راتلونکي ۲۰۱۴ کال ترپایه بشپړ شي.

د ملګرو ملتونو خاص استازي وویل، د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو مشرانو له ۲۰۱۴ کال وروسته وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې؛ د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ښایي یوه امنیتي خلا رامنځ ته شي چې دا به له القاعده سره تړلی نړېوال تروریزم نورهم پیاوړی کړي.

د فرانسپریس اژانس د راپور له مخې افغان ولسمشرحامد کرزي له امریکا سره د هغه امنتیې تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې چې له مخې یې په دې هېواد کې د امریکا د اوږدې مودې پوځي حضور ته لاره پرانیستل کېږي.

د امریکا حکومت په ټینګار له کرزي غوښتي چې؛ دغه تړون ژر لاسلیک کړي ترڅو دا هېواد او متحدین یې وکولای شي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل راتلونکې ماموریت لپاره پلانونونه تنظیم کړي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د متحده ایالاتونو نورو متحدینو، استرالیا، کاناډا، بریتانیا او فرانسې هم په ورته مسالې ټینګار وکړ.

په ملګروملتونو کې د استرالیا سفیر ګیري کېونلان (Gary Quinlan) چې د هېواد وروستي محارب سرتیري یې تیره اونۍ له افغانستانه ووتل، وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي دوه اړخیز تړون له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د استرالیا د ماموریت د دوام لپاره یو شرط دی.

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو دغه راز په افغانستان کې د کوکنار د کر پر زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه او هم یې د را روانو انتخاباتو په اړه محطاطانه څرګندونې وکړې.

کوبیش وویل، له انتخاباتو سره خلک ډیره دلچسپي لري او له ۳،۲ میلیون څخه زیاتو کسانو رایې کارتونه اخیستي چې؛ یوه دریمه برخه یې ښځې دي.

خو هغه د جمهوري ریاست لپاره له یولسو کاندیدانو وغوښتل چې؛ په خپلو کمپاینونو کې مناسب او درست مسایل راپورته کړي.

کوبیش زیاته کړه، دغه انتخابات او د هېواد روان سیاسي وضعیت باید د هېواد له ملي یووالي سره مرسته وکړي نه دا چې تاوتریخوالي ته لمن ووهي.
XS
SM
MD
LG