د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

په پېنډۍ کې ځانمرګي بريد ۴تنه وژلي دي


د پاکستان د پنجاب ايالت په پېنډۍ ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پېنډي امنيتي مسوولين وايي، بېګاه ناوخته د اسلام اباد هوايي ډګر ته نزدې په "ګريسي لاېن" سيمه کې د شيعه ګانو يوه مسجد ته څېرمه هغه مهال ځانمرګى بريد وشو، چې په دغه مسجد کې ګڼ شمېر شيعه ګان د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو بوخت وو.

د سيمې امنيتي مسوولين همداراز وايي، په دغه بريد کې د يوه پوليس افسر په ګډون ٣ تنه مړه او ١٤ ټپيان شوي دي، چې د ډېرو حالت د اندېښنې وړ دى.

دوى همداراز راز وايي، ځانمرګي بريدګر غوښتل، چې د شيعه ګانو مسجد ته ځان ورسوي، خو د پوليسو له خوا تر ودرولو وروسته يې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد والوزول.

د پېنډۍ ښار يو تن جګپوړي امنيتي چارواکي د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل:

"ځانمرګي بريدګر غوښتل، چې د شيعه ګانو مسجد ته ننوځي، خو کله چې ورته پوليسو د تالاشۍ لپاره د ودرېدو اشاره وکړه، نو په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد يې والوزول.

تر اوسه پورې په دې بريد کې د يوه پوليس افسر په ګډون ٣ تنه وژل شوي او ١٤ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېره لوړه شي. دا سيمه (ګريسي لاېن) ډېره حساسه سيمه ده او د اسلام آباد له نړېوال هوايي ډګر سره بېخي نښتې ده."


نوموړى همدا راز وايي، په پېنډۍ کې يې تر ځانمرګي بريد وروسته، په اسلام آباد او اړوندو سيمو کې امنيت سخت کړى او د پېښې په سيمه کې يې تالاشي عمليات پيل کړي دي.

په پاکستان کې سږ کال د مذهبي تاوتريخوالي له امله ډېرى خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د روان کال په نومبر مياشت کې د عاشورې په ورځ د پېنډۍ ښار په بېلابېلو سيمو کې د دوو ډلو (سني_شيعه) ترمنځ جګړه کې ١١ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو، چې له امله يې پاکستاني پوځ په دغه ښار کې څو ورځې ګرځبنديز اعلان کړى و.

همدا راز د روانې مياشت په ٦مه نېټه نامعلومو وسله والو د پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور کې د پاکستان د سياسي او شيعه مخالف ګوند اهل سنت والجماعت ايالتي مشر مولانا شمس الرحمن معاويه په ډزو وواژه.

اهل سنت والجماعت ګوند، چې پخوا د سپاه صحابه په نوم يادېده، د پاکستان د سخت دريځه ګوندونو له ډلې دى، چې په دغه هېواد کې د شيعه ګانو په وژنه تورن دى.

همداراز نامعلومو وسله والو د دوشنبې په شپه ناوخته په لاهور د شيعه ګانو د ملتان سيمه ييز مشر علامه ناصر عباس جعفري خپل کور ته نيزدې په ډزو وواژه، چې له امله يې د پاکستان د شيعه ګانو سرتاسري تنظيم په دغه هېواد کې درې ورځني ماتم اعلان کړ.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او ددغه هېواد نورو جګپوړو چارواکيو د پېنډۍ ځانمرګى بريد غندلى او دا يې په دغه هېواد کې د مذهبي تاوتريخوالي اور ته لمن وهل بللي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG