د پاکستان د پارلمان یو پلاوی کابل ته راغلی ترڅو په دواړو هېوادونو کې د موجودو ستونزو په اړه له افغان خوا سره خبرې وکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دواړو هېوادونو پارلماني پلاوو د دې ستونزو د عواملو د پیژندنې لپاره د یوې طرحې په رامنځ ته کولو خبرې کوي.
د افغانستان او پاکستان پارلماني پلاوو په خپله یوولسمه ګډه غونډه کې تر ډیره په دواړو هېوادونو کې د شته ستونزو پرعواملو خبرې کوي.
د پاکستان د پارلمان دولس کسیز پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته راغلی او د افغانستان د ملي شورا له پلاوي سره به دوه ورځنی غونډه ولري.
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرویس یاسیني چې؛ په عین حال کې د دې هېواد د ملي شورا د پلاوي مشري هم کوي وایي چې؛ دواړه خواوې د سولې د ټینګښت او له تروریزم سره د مبارزې پر طرحې پراخ بحثونه کوي.
ښاغلي یاسیني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ افغان او پاکستاني پلاوي به د ستونزو عوامل پیدا کوي او د حل لپاره به یې پر خپلو حکومتونو فشار اچوي:
"په دې خبرې کوو چې؛ ستونزې او عوامل یې څه دي، سیمه ولې نا ارامه ده، خطر دواړو هېوادونو ته متوجه دی.
په دې برخه کې پرمختګ هم شوی د عملي اقدام لپاره دواړه پارلمانونه باید پر خپلو حکومتونو فشار واچوي چې؛ څنګه او څومره ژر کیدای شي د دې مصیبت مخه ونیول شي."
د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو ګډې غونډې چې کله په کابل او ځیني وخت هم په اسلام اباد کې جوړیږي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پیل شوې.
دا د دې پلاوو یوولسمه ګډه غوڼده ده چې؛ په کابل کې جوړیږي، په دې غونډو کې تر ډیره په افغانستان او پاکستان کې د موجودو ستونزو د حل په هکله خبرې کیږي.
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال چې په څوغونډو کې یي د افغان پلاوي مشري کړې وایي چې؛ دوي توانیدلي په دواړو هېوادونو کې د شته ستونزو اساسي عوامل ومومي.
د ښاغلي یاسیني په خبره د پاکستان پارلماني پلاوي منلې چې؛ له افغانستان سره د نوموړي هېواد په سرحدي سیمو کې د تروریستانو مرکزونو دواړو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.
یو شمېر افغان سیاسي څیړونکي بیا وایي چې؛ په افغانستان او پاکستان کې د ستونزو عوامل معلوم دي خو د دوي په خبره پاکستان یې د هوارولو لپاره اقدام نه کوي.
د سیاسي چارو کتونکی احمد سعیدي هم ورته نظر لري او وایي ترڅو چې د پاکستان استخباراتي اداره دا ستونزې اونا امنی حل نه کړي د دواړو هېوادونو د پارلماني پلاوو دا ډول غونډې به نتیجه ورنه کړي:
"په دې خاطر چې د افغانستان معضله د پاکستان د اې،ایس،اې او د پاکستان د پوځ په لاس کې ده نو دا ډول غونډې به ګټه ونه کړي.
پریکړه کوونکی اې،ایس،اې او د پاکستان پوځ دی، د تروریستان ځالې د ډیورنډ هغه خواې کې دي، حقاني شبکه هلته ده او د پاکستان استخباراتي کړی یې ملاتړ کوي.
ترڅو چې تروریستان او د هغوي مرکزونه په پاکستان کې وي دا جګړه به دوام کوي."
د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې؛ افغان چارواکو تل ویلي چې؛ د تروریستانو ځالې د پولي په هغه غاړه کې دي او له پاکستان نه یې غوښتي چې پر وړاندې یې په جدي ډول اقدام وکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې وویل چې؛ په افغانستان کې سوله لومړی د امریکا او دویم د پاکستان په لاس کې ده.
خو پاکستاني چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې؛ د دوي له هڅو سره سره وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته تر اوسه نه دي حاضر شوي.
راپور: نسیم شفق