د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

سرتاج عزيز: افغان طالبان له افغان دولت سره خبرو ته تيار نه دي


په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل د پرله پسې هلو ځلو سربېره، افغان طالبان له افغان دولت سره خبرو ته چمتو نه دي.

نوموړي د يکشنبې په ورځ د پاکستان له انګرېزي ورځپاڼې (ايکسپريس ټريبون) سره په ځانګړې مرکه کې ويلي:

"افغان طالبان له افغان دولت سره د سولې د خبرو د پيل په تړاو يوه نظريه لري او هغه دا چې هغوى افغان دولت او ددغه هېواد اساسي قانون نه مني.

موږ پر افغان طالبانو کنټرول نه لرو، موږ له ډېرې مودې راهيسې هغوى له افغان دولت سره خبرو اترو ته هڅوو، خو هغوى زموږ وړانديز نه مني. اوس افغان دولت ته پکار دي، چې له طالب مشرانو سره اړيکي ټينګې کړي، ځکه د هغوى ډېرى مشران اوس په افغانستان کې دي. "


نوموړي همداراز په لومړي ځل منلې، چې په نومبر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا جګپوړي پلاوي د طالبانو له دويم درجه مشر ملا برادر سره کتلي او په خبره يې:

"له ملا برادر سره کتل به هغه وخت نتيجه ورکړي، چې افغان طالبان نوموړي ته له افغان دولت سره د خبرو اترو اجازه او واک ورکړي."

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان په داسې وخت کې چې افغان ولسمشر حامد کرزى د هند په څو ورځني سفر دغه هېواد کې دى، د سرتاج عزيز خبرې مانا خيزې بولي او وايي، پاکستان حق نه لري، چې د افغان طالبانو په تړاو دا ډول خبرې وکړي.

د سياسي او افغان چارو کارپوه عقيل يوسفزي له ازادي راډيو په خبرو کې په دې اړه وويل:

"دا خو د افغانستان په دننه معاملاتو کې په څرګنده مداخلت دى، پاکستان ته پکار دا دي چې له دې نه ډډه وکړي. دا د سفارتي ادابو پرخلاف خبره ده. د پاکستان وزارت خارجه ته دا حق نه لري چې هغه د افغان طالبانو له خوا دا ډول خبرې وکړي او يا داسې اشارې ورکړي، چې د هغې نه د دوى مقاصد يا دده مداخلت ثابتېږي. دا يو ډېر غېر سنجيده بيان دى."

نوموړى همداراز وايي، که سرتاج عزيز د افغان طالبانو د غم خوړلو پرځاى د خپل هېواد مسئلې هوارې کړي، نو دا به يې د هېواد په ګټه وي:

"افغان طالبانو اوس د پاکستان په لاس کې نه دي او نه پرې دوى اثر انداز کيداى شي. د پاکستان يکطرفه خواهش خو کېداى شي، خو افغان طالبان خپله شورا لري او هغوى د خپلې حکمت عملۍ په بآره کې خپل موقف په خپل قلم خلکو ته په خپله وروړاندې کړي.

زما په خيال که سرتاج عزيز د پاکستان د وزير خارجه په حيثيت باندې د پاکستان معاملات ډيل کړي، نو دا بۀ د پاکستان دپاره او د هغه دپاره د فاېدې خبره وي."


عقيل يوسفزي زياته کړه، پاکستان غواړي ددې خبرو له لارې پر افغان دولت فشار واچوي، ترڅو له هندوستان سره د اړيکيو او تړونونو په لړ کې له احتياطه کار واخلي.

د يادونې وړ ده، چې سرتاج عزيز د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د پارلمان د غړيو او ددغو هېوادونو د ژورنالېستانو يوه ګډ سيمينار ته د وينا پر مهال ويلي وو، چې هېواد يې په افغانستان کې د نه لاسوهنې په پاليسۍ ولاړ دى او ددغه هېواد ګاونډيو هېوادونو او هند ته هم پکار دي، چې په دغه هېواد کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ ونه کړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG